د اغیزمنو خبرو اترو اړتیا

– اغیزمنې خبرې اترې پېښې شوې ستونزې هواروي، د ستونزو د پېښېدو مخنیوی کوي، د مخالفت او شخړو هواری او مخنیوی کوي.
– اغیزمنې خبرې اترې خبرې لنډوي او د وخت سپما یا له ضایع کېدو ژغورنه کوي.
– اغیزمنې خبرې اترې اړیکې جوړوي، په اړیکې کې باور جوړوي، کار ځای کې ټیم جوړوي.
– اغیزمنې خبرې اترې ستاسې پوهه زیاتوي او د پوهې زیاتېدل مو خوښو کې ښه والی رامنځته کوي.
– اغیزمنې خبرې اترې تاسې ته دا وړتیا درکوي چې کور، ټولنې او کار ځای کې روغتیا لرونکې اړیکې جوړې کړئ او د اړیکو ساتنه مو وکړئ.
– اغیزمنې خبرې اترې مونږ ته دا وړتیا راکوي چې نور خلک درک کړای شو، توپیرونه درک او احترام یې وکړای شو. د توپیرونو له امله په رامنځته شوي وضعیت ځان پوه کړای شو.
– اغیزمنې خبرې اترې یوه وړتیا ده او د کار مالک او کار کوونکي یې د کار ځای کې اړتیا ورته لري.
– د خپلو اړتیا او حقونو د بیان او وکالت لپاره د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا اړینه ده.
– په خبرو اترو باندې ستا احساسات، کلتوري وضعیت او ستا موقیعت خپل اغیز لري.
– یو پیغام دوه کسان په مختلفه توګه تعبیر کوي یا مختلف مطلب ترې اخلي.

Share
Hide Buttons