د اغیزمنو خبرو اترو لپاره اړین ټکي

– د فعالې غوږ اېښودنې طریقه زده کول
– هغه خنډونه پېژندل کوم چې بل ته د مناسب پیغام رسولو مخ کې خنډ وي لکه د دوه کسانو کلتوري توپیر
– نورو ته د غبرګون ښودلو لپاره اصطلاح ګانې زده کول، د ستراتیژي د بیان لپاره لغات زده کول
– د کولو او نه کولو د امر لپاره مناسبه ژبه زده کول
– څه مو چې اورېدلي وي په یاد کې ساتل او د ځواب په وخت کې یې اړینه برخه بیا ځلې ویل

د خبرو اترو خنډونه لاندې یاد شوي
– د خبرو له پای مخکې، د مالوماتو له ترلاسه کولو مخکې پایلې ته ټوپ کول او بیانول
– د مقابل لوري د خبرو منځ کې د خبرو ځواب ویل
– د غوږ اېښودلو پر ځای د بل د خبرو پر وخت بحث کول
– د اتهام ویره
– د خپلو احساساتو د بیان پر مهال ځان نا ارامه احساس کول
– د اورېدونکي له لوري ستاسې د پیغام ناسم تعبیر
– د څه په اړه چې خبرې کوئ د موضوع په اړه کم پوهاوی
– د فزیکي ژبې چلند یا د بدن ناسم خوځښت، په لاسونو، مخ، پښو او مټو ناسم خوځښت

په فعاله توګه د غوږ اېښودنې وړتیا زده کول او تمرین کول
– له خبرې کوونکي سره د سترګو اړیکه ساتل او مخ ته یې کتل
– کوم فکرونه چې ستاسې پام بل لور ته اړوي زهن کې یې مخنیوی وکړئ
– زهن کې د رد ځواب ویلو چمتوالی مه کوئ
– د خبرو کوونکي فزیکي ژبې ته پام وکړئ
– خبرې کوونکي ته دا وښیئ چې تاسې ورته غوږ یاست
– د اړتیا وخت کې مسکا وکړئ او د مخ نور مثبت خوځښت اړین وي
– خبرې کوونکی په سر خوځولو تشویق کړئ – سر خوځول په دې مانا نه وي چې تاسې یې له خبرو سره توافق کوئ بلکې د دې لپاره وي چې تاسې یې د خبرو له ادامې سره توافق کړی

په نیوکې کولو بل کم مه راولئ بلکې د سمون لپاره د نیوکې او وړاندیز تخنیک وکاروئ.
– د اوریدونکي په توګه ستاسې رول په وینا ځان پوه کول دي، له اورېدو پس په خبرې باندې فکر کولو ته وخت ورکول دي
– په ځواب کې تل ریښتیني اوسئ
– خپل نظر مو په داسې طریقه بیان کړئ چې بل ته احترام په پام کې نیول شوی وي

Sidebar



Share
Hide Buttons