سپانیل (spaniel) په انګرېزۍ کې د اوږدو وېښتو د زوړندو اوږدو غوږو سپي ته وایي.
دا سپیان د سپورتي سپیانو نسل (bred of sporting dog) ده او اصلي ځای یې متحده ایالتونه دي. د ۱۸ پېړۍ پای کې ښکاریانو د مرغانو د نیولو لپاره په وچه او اوبو کې کارول. د پلرونو په اړه یې مالومات نشته خو نسل یې له نورو سپانیل سپیانو اخیستل شوی. ډېر فعال دي، زوړند غوږونه لري، قد یې له ۳۸ تر ۴۵ سانتي متره (له ۱۵ تر ۱۸ انچه) پورې او وزن یې له ۱۱ تر ۲۰ کیلو ګرامه (۲۵ تر ۴۵ پونډه) پورې رسیږي. ټول بدن یې پرته له مخ ګورګوتي وېښته لري. د بدن رنګ یې چاکلېټ ته ورته نصواري او سپینه کې کم سپین رنګ لري.
