جمعه, مې 30News That Matters

د اوږدمهاله خطرناکو ناروغیو لامل

د سرطان په شمول د ټولو اوږد مهاله خطرناکو ناروغیو لامل یوازې یو دی او هغه لامل یې د اینسولین مقاومت دی. د اینسولین مقاومت د رامنځته کېدو لامل پر له پسې خوراک کول دي. کله هم چې انسان کې د اینسولین مقاومت پیدا شي نو حجرو ته د خوړو د تګ مخه بندیږي. ډېری هغه خلک کوم چې ورو میټابولېزم لري لامل یې پر له پسې ډېر خواړه دي. دا خلک د ورځې له څلور تر پنځه ځلو پورې ورځ کې خوراک کوي لکه سهارنۍ خوړل، بیا لس بجو کې چای او پراټې، بیا د غرمې ډوډۍ، بیا مازیګر کې پکوړې او چای او بیا ماښامنۍ. د دې ترمنځ هم ممکن ځینې کیک، کلچې، بسکټ او چپس وخوري. ډېر خوراک کول د اینسولین مقاومت پیدا کوي، د اینسولین مقاومت اوږد مهاله ناروغۍ رامنځته کوي او اوږدمهاله ناروغۍ مو وزن زیاتوي.

څرنګه کولای شو هر څه برعکس حالت ته بوځو او یا د اینسولین د رامنځته کېدو مخنیوی وکړو ؟ د دې تر ټولو لوی راز روژه نیول دي، د خوړو ترمنځ لوی واټن ساتل دي او له اوبو پرته هر ډول خواړه د اوږد مهال لپاره بندول دي.

منځمهاله روژه او اوږد مهاله روژه
د بېلګې په توګه که چېرې تاسې ۶ ساعتو کې د خپلې اړتیا سالم خواړه وخورئ او بیا ۱۸ ساعته له خوړو ډډه وکړئ نو روغتیا ته مو لویه ګټه رسولی شي. لمړی مو وزن ورسره کنټرول کیږي، زهن کې ښه احساس او ښه مزاج پیدا کوئ، بدن کې مو پړسوب کمیږي. خو له منځمهاله روژې سره تاسې په خپل ځیګر کې زخیره شوې بوره نشئ پاکولی. له ځیګر څخه د زخیره شوې بورې او غوړو پاکولو لپاره تاسې ۴۸ ساعته روژو نیولو ته اړتیا لرئ. که چېرې تاسې اوږدمهاله روژه ونیسئ نو خپل ځیګر کې ګلایکوجېن هم خالي کولای شئ. ګلایکوجېن لکه د سپنج په څېر وي او خپل ځان کې د مایع لویه اندازه جذب کوي. د ډېرو خلکو چې کله چې ځیګر د ګلایکوجېن له مایع پاک شي نو فکر کوي چې وزن یې کم کړی دی خو اصل کې مایع کمه شوې وي. کله چې تاسې اوږد مهاله روژه ونیسئ نو لمړی ستاسې بدن اوبه ضایع کوي، په دې مانا چې زخیره شوې بورې ډېرې اوبه زخیره کړې وي.

کله هم چې تاسې تر ۴۸ ساعتو یا دوه ورځو پورې اوږده روژه ونیسئ نو د کیټونز (ketones or body ketone) په نامه د خپل بدن زخیره تر ۸۰ % پورې ضایع کوئ. د بدن کیټون یا کیټونز ستاسې د بدن ویلې کېدونکې وازده یا شحم دي کوم چې ستاسې بدن د ګلوکوز په ځای کاروي. د اوږد مهاله روژې پرمهال تاسې ګټور میکروبونه نه خورئ خو برعکس بدن کې مو وده کوي. بدن کې هورمونونه په ځانګړې توګه د ودې هورمون لوړیږي، په سړیانو کې د ودې هورمون تقریبا ۲۰۰۰ % ته لوړیږي تر څو یې عضلو کې کمی رامنځته نشي خو په ورته وخت کې مو یاد هورمون بدن کې وازده ویلوي. کیټونز مو د بدن نیورونونه تغذیه کوي او له همدې امله مو مغز ښه احساس کوي.

د اوږدمهاله روژې پرمهال اټوفوجي رامنځته کیږي، اټوفوجي ستاسې د بدن په هر سیستم کې له کاره لوېدلې زړې حجرې په نویو حجرو بدلوي. اوږد مهاله روژه سره له دې چې بدن کې وازده ویلوي په ورته وخت کې مو د بدن هر سیستم کې هغه څه چې نوره اړتیا ورته نشته وي په ګټورو سرچینو بدلوي. اټوفوجي مو مغز کې د نویو حجرو جوړېدو لامل کیږي. په اینسولین کې دا وړتیا موجوده وي چې اټوفوجي بدن کې په بشپړ توګه له منځه یوسي یا یې د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي، اینسولین د وازدې د سوزېدو یا ویلې کېدو مخنیوی کوي، اینسولین مغز کې د حجرو د ودې مخنیوی کوي. که چېرې تاسې دا روژه له ۴۸ ساعتو ۷۲ ساعتو پورې اوږده کړئ نو اټوفوجي مو بدن کې ټول ویرسونه پاکوي.

په ۷۲ ساعتو روژه کې ستاسې ایمني سیستم (د بدن دفاعي سیستم) متحرک کیږي او ستاسې د بدن له ایمني بې نظمیو او سرطان ساتنه کوي. د (stem cell therapy) په نامه درملنه تقریبا په ۵۰۰۰۰ ډالرو کیږي خو همدا د سټېم حجرې درملنه تاسې په ۷۲ روژې نیولو وړیا کولای شئ.

که تاسې اوږدې روژې نیول غواړئ نو لمړی د سمندر مالګه پکې استعمالوئ کنه نو بدن به مو ډېر ستړی وي، دوېم تاسې په ۷۲ ساعتو کې اوبه او تریخ چای څکلی شئ ځکه چې دواړه کالوریز نه لري او د اینسولین د تولید لامل نه ګرځي.
روژه ماتی په خوږو خوړو او نشایسته لرونکو خوړو مه کوئ کنه نو د سټېم حجرې د غوړو په حجرو بدلیږي او د روژې ګټه مو په زیان بدلیږي. روژه ماتی په پروتین لرونکو خوړو لکه هګۍ، سره بې وازدې غوښه وکړئ او د خوږو له خوړلو ډډه پکې وکړئ.

Share
Hide Buttons