د اډرېنل مرغړیو ستړیا

د اډرېنل مرغړیو ستړیا کوم رسمي طبي یا روغتیایي تشخیص نه دی او له همدې امله که تاسې دا ډول ستړیا ولرئ داکټران یې تشخیص نشي کولای. دا اصطلاح د علایمو د یوې ټولګې لپاره کاریږي لکه ستړیا، کمزورتیا، خوب کې ستونزې، د مالګې او بورې لرونکو خوړو لپاره ډېره اشتیا.
اډرېنل مرغړي د پښتورګو له پاسه وي او مختلف ډوله اړین هورمونونه ترشح کوي. که چېرې د هورمون د ترشح کچه یې کمه وي په طب کې ورته (adrenal insufficiency) وایي او ډېری وخت یې کم تولید د کوم بل روغتیایي حالت، عملیات یا درملنې له امله وي.

که چېرې بدن کې د اډرېنل هورمونو کموال وي نو علایم یې لاندې یاد شوي :
– بې کچې زیاته ستړیا
– ټول بدن کې دردونه
– بې اشتیا کېدل، وزن کمېدل
– زړه بدوالی او کانګې
– د وینې ټیټ فشار
– د سر چکر
– د بدن وېښته دوړېدل
– په پوستکي کې بدلون او د رنګ خیره کېدل یا د ځینو برخو رنګ زیاتېدل
– د مالګې او بورې اشتیا
– ډېپرېشن

د اډرېنل مرغړیو د هورمونونو د کموالي لپاره ازموینې کیږي تر څو یې بدن کې کچه اندازه کړي. همداسې سي ټي سکېن او اېم ار ای هم ممکن ځینو حالتونو کې اړین او ګټور وي.

اډرېنل مرغړي د سټرس هورمون کورټیزول هم ترشح کوي او که چېرې یو کس دوامداره او اوږدمهاله سټرس ولري او د سټرس له امله اوږدمهاله تېښته یا مقاومت ترسره کړي نو مرغړی یې د هورمون د ترشح له کمبود سره مخ کیږي.

که چېرې ډاکټر مو یاد علایم نشي پېژندلی او تاسې ترې کړیږئ نو د ژوند مخنیوی مو کولی شي. د پورته یادو شو علایمو په اړه د نورو مالوماتو لپاره باید تاسې نوره مطالعه وکړئ.