د بلجیم د څر سپی – Belgian sheepdog

د ګروی نېنډاېل (Groenendael) نوم هم ورته اخلي، کاري سپیان دي او نسل یې په کال ۱۸۸۵ کې د بلجیم په ګروی نېنډال کلي (Groenendaal village) کې اخیستل شوی. اوږده وېښته، نری اوږد اوربوز، او نېغ ولاړ مثلثي غوږونه لري. خلک یې د ښې کاري وړتیا لرلو او هوښیارۍ له امله زیات خوښوي. له څر پرته نظامي چارو کې، د ساتونکي په توګه او د ړندو لپاره د لارښوونکي په توګه هم کارېدلي. ځواکمن او چټک بدن لري. قد یې له ۲۲ تر ۲۶ انچه (له ۵۶ تر ۶۶ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۳ تر ۲۷ کیلو ګرامه (له ۵۰ تر ۶۰ پونډه) پورې رسیږي. د دې شپونکي سپي (shepherd dog) د نسل اخیستنې موخه فزیکي څرنګوالی نه وه بلکې موخه یې کاري وړتیا وه. د ۱۸۰۰ لسیزې په پای کې بلجیم تقریبا ۷ ډوله د سپیانو نسلونه لرل. 
Tervueren
Belgian sheepdog By UFA
Hide Buttons