د بي پولر بې نظمي څه ده ؟
د بي پولر بې نظمي د زهني روغتیا یو حالت دی، علایم یې په مزاج کې لوی بدلون دی کوم چې له لیونتوب نیولې تر ډېپرېشن پورې امکان لري. مدیریت یې ننګونکې چاره ده خو د علایمو د کنټرول لپاره یې اغیزمنې لارې چارې شته. د بي پولر بې نظمي کوم کم پېښېدونکی روغتیایي حالت نه دی بلکې یوازې متحده ایالتونو کې تر ۵ میلیونه زیات کسان پرې اخته دي. د مانېک ډېپرېشن او بي پولر ناروغي نوم هم ورته اخلي.
دوه بنسټیز علایم لري :
۱ – بې کچې زیاته علاقه، بې کچې زیاته خوښي، د هر څه په اړه ناسم باورونه او قضاوتونه، بې کچې زیات فعالیت (مانیا)
۲ – له هر څه سره بې علاقې کېدل او بې فعالیته کېدل (ډېپرېشن)
یاد علایم یې ممکن له څو ورځو نیولې تر څو اونیو دوام وکړي.
د بي پولر ډولونه : بي پولر درې ډولونه لري، بي پولر ۱، بي پولر ۲ او سایکلوتایمیا.
بي پولر ۱ : ناروغ پکې لږ نه لږ یو ځل مانیا تجربه کوي. مانېک اېپیزوډ یې ممکن جدي وي او یا کمزوری وي، له مانیا ممکن مخکې او وروسته ډېپرېشن احساس کړي، دا ډول کس د ډېرې مودې لپاره نورمال مزاج لرلای شي او ورپسې ډېپرېشن یا مانیا تجربه کولای شي. د بي پولر ۱ ډول دواړه جنسیتونه په برابره توګه اغیزمن کولای شي.
بي پولر ۲ : د بي پولر دې ډول کې ناروغ لږ نه لږ د ډېپرېشن یوه دوره احساس کوي کومه چې تر دوه اوونیو دوام کوي، همداسې مانیا علایم تجربه کوي کوم چې تر څلورو ورځو پورې ادامه لرلای شي. د بي پولر دا ډول ممکن په ښځو کې زیات وي.
سایکلو تایمېا : د بي پولر په دې ډول اخته کسان د هایپو مانیا او ډېپرېشن ځینې علایم تجربه کوي خو کافي نه وي تر څو د هایپو مانیا او ډېپرېشن نوم ورکړای شي. د بي پولر ۱ او ۲ په پرتله یې علایم کمزوري او لنډ مهاله وي. کله هم چې خپل علایم ډاکټر ته ووایئ ډاکټر مو د بي پولر د ډول تشخیص کولای شي. ځینې کسان له درېواړه ډولونو سره توپیر لرونکي علایم تجربه کوي، په دې حالت کې بیا ډاکټر هڅه کوي چې له بي پولر سره د تړاو لرونکو نورو روغتیاي حالتونو په اړه پلټنه وکړي.
د بي پولر علایم
د بي پولر د تشخیص لپاره باید ناروغ لږ نه لږ د مانیا یا هایپو مانیا یوه دوره تجربه کړي. د هایپو مانیا علایم تر مانیا کمزوري وي خو دواړو کې د بې کچې زیاتې علاقې احساس، له فکر پرته نا څاپه کړنې او بې کچې زیاته انرژي شامله وي. د مانیا علایم کولای شي ورځنی ژوند او کار مو ګډ وډ کړي خو هایپو مانیا ستاسې ورځنی ژوند او کار نه ګډوډوي خو نا ارامه کوونکې وي. ځینې کسان بیا ورسره ډېپرېشن هم لري. بي پولر په همدې درې علایمو مانیا، هایپو مانیا او ډېپرېشن تشخیص کیږي.
د بي پولر ۱ علایم
د تشخیص لپاره یې لاندې یاد شوي علایم اړین دي :
– لږ نه لږ یوه اونۍ د مانیا یوه دوره
– هغه علایم کوم چې د ورځنیو چارو مخنیوی کوي
– علایم باید د مخدره موادو، الکولو او یا نورو نشه اي توکو د کارونې سره تړاو ونه لري ؛ علایم باید د بلې زهني بې نظمۍ سره تړاو ونه لري
په دې ډول بې پولر کې ممکن ناروغ د پسیکو سیس علایم (د فکر او احساس ګډوډي او له بهر حقیقت سره د اړیکې پرې کېدنه) یا د مانیا او ډېپرېشن ګډ علایم هم تجربه کړي. دا ډول علایم مو په بشپړ توګه د ژوند مخه ډب کولای شي که چېرې مو کورنۍ کې کوم کس دا ډول علایم ولري نو سملاسي یې د عصابو مسلکي ډاکټر ته ورسوئ.
د بي پولر ۲ علایم
د تشخیص لپاره یې اړینه ده چې ناروغ لاندې یاد شوي علایم تجربه کړي :
– لږ نه لږ د هایپو مانیا یوه دوره کومه چې تر څلورو ورځو پورې ادامه کوي او یا تر دې اوږده وي، او د هایپو مانیا لږ نه لږ درې علایم پکې وي
– په مزاج کې داسې بدلون کوم چې له هایپو مانیا سره تړاو لري او د نورو دې بدلون ته پام کېدای شي، په مزاج کې بدلون یې ممکن د ژوند مخنیونکی وي او یا نه وي
– د ډېپرېشن یوه دوره کومه چې لږ نه لږ دوه اونۍ وي، د ډېپرېشن لږ نه لږ تر پنځو پورې داسې علایم وي کوم چې ستاسې د ورځني ژوند مخنیوی کوي
– علایم باید د مخدره موادو، الکولو او یا نورو نشه اي توکو د کارونې سره تړاو ونه لري ؛ علایم باید د بلې زهني بې نظمۍ سره تړاو ونه لري
د بي پولر ۲ ډول کې هم د پسیکوسیس علایم شته وي خو یوازې د ډېپرېشن په دورې کې یې ناروغ تجربه کوي.
د بي پولر په دې ډول کې ناروغ ممکن د هایپو مانیا او ډېپرېشن ګډ علایم په یوه وخت کې تجربه کړي. د بي پولر دوېم ډول کې ناروغ مانیا نه تجربه کوي او که چېرې د مانیا دوره تجربه کړي نو ډاکټر یې د بي پولر ۱ ډول په تشخیص پیل کوي.
د سایکلو تایمیا علایم
د سایکلوتایمیا د تشخیص لپاره لاندې یادو شو ته اړتیا ده :
– د هایپو مانېک او ډېپرېشن دورې تر دوه کالو پورې تجربه کول (د کوچنیانو لپاره یو کال)
– داسې علایم چې په هېڅ وجه د هایپو مانیا او ډېپرېشن له بشپړ دورې او ټولو علایمو سره ورته والی نه لري
– داسې علایم چې دوه کالو کې تر نیمایي مودې زیات وخت کې موجود وي اوتر دوه میاشتو زیات نه ورکیږي
– علایم باید د مخدره موادو، الکولو او یا نورو نشه اي توکو د کارونې سره تړاو ونه لري ؛ علایم باید د بلې زهني بې نظمۍ سره تړاو ونه لري
– علایم یې د پام وړ نا ارامي رامنځته کوي او د ورځني ژوند او کار مخنیوی کوي
د سایکلو تایمیا ځانګړنه دا وي چې علایم یې کمزوري او بېرته ځواکمن کیږي. د بي پولر ۱ او ۲ په پرتله یې علایم کمزوري وي خو اوږدمهاله وي. هایپو مانیا مو ممکن ورځنی ژوند اغیزمن نه کړي خو ډېپرېشن مو د ژوند په څرنګوالي خپل اغیز لرلای شي.
که چېرې مو علایم په بشړ توګه له هایپومانیا او د ډېپرېشن دورې سره برابر وي نو ممکن ډاکټر مو د ډېپرېشن او یا د بي پولر د بل ډول تشخیص پیل کړي.
مانیا
د مانیا دوره کې د ناروغ د احساساتو کچه ډېره لوړه وي، بې کچې زیاته علاقه لري، له فکر پرته ناڅاپي چارې ترسره کوي، د بې کچې زیاتې خوښي احساس کوي او انرژي لري، ځان په فزیکي توګه نا ارامه او خوځښت کوونکی احساس کوي او زهن کې یې د فکرونو بې کچې تولید پیل کیږي. ځینې کسان پکې د داسې څه احساس کوي کوم چې نشته وي، ځینې پکې له فکري او احساساتي ګډوډي سره مخ کیږي او له بهر حقیقت سره یې اړیکه پرې کیږي.
په مانیا کې د ناروغ چلند داسې وي چې کړنو ته پکې مخکې له مخکې فکر نه وي شوی او احساساتي چلند وي. د جنسي اړیکو طریقه یې پولې یا حدود نه لري، نشه اي توکو ته مخه کوي او افراط پکې کوي، لنډمهاله فعالیتونو کې تر نورو وختونو زیات بوخت وي. بې فکره احساساتي کړنې یې مختلفو ځایونو کې مختلف شکلونه لرلای شي د بېلګې په توګه ناڅاپه خپله دنده پرېښودل، چا ته له وېلو پرته نا څاپه سفر کول، په هوسي چارو کې ټولې پیسې مصرفول، له نورو خلکو تېز موټر چلول، په داسې لوبو کې ونډه اخیستل چې سخت وي. او که چېرې د مانیا دوره کې نه وي او نورمال طبیعت یا مزاج ولري نو یادو چارو کې ونډه نه اخلي او یا هم بې فکره احساساتي چلند نه کوي.
هایپومانیا
هایپومانیا د بي پولر له ۲ ډول سره تړاو لري. له مانیا سره یې تقریبا ټول علایم ورته والی لري خو تر مانیا یې علایم کمزوري وي. لکه د مانیا په څېر یې علایم ښونځي کې پر زدکړو، کار او اړیکو اغیز نه کوي. د هایپو مانیا په دوره کې پسیکوسیس (د فکر او احساس ګډوډي او د بهر له حقیقت سره د اړیکې پرې کېدنه) نشته وي. علایم یې د مانیا په څېر د د اوږدې مودې لپاره نه پاتې کیږي او همداسې د مانیا په څېر د ناروغ بستر کېدو ته پکې اړتیا نه وي.
په هایپو مانیا کې ممکن ناروغ ځان له انرژي ډک احساس کړي او د ډېرو چارو ترسره کولو ته مخه کړي خو په خپل مزاج کې نور بدلون ته یې نه پام کیږي. کوم کسان چې تاسې سره ښه اشنا نه وي په هایپو مانیا کې یې ستاسې د مزاج بدلون ته نه پام کیږي خو کوم کسان مو چې له نږدې پېژني ستاسې بدلېدونکي مزاج او د انرژي بدلېدونکې کچې ته یې پام کېدای شي.
د ډېپرېشن دوره
که چېرې مو مزاج او طبیعت ډېپرېشن اغیزمن کړي وي نو بې علاقې، بې انرژي، بې انګېزې او خپه کېدلای شئ. که چېرې ډېپرېشن مو د بي پولر علایم او دوره وي نو له لاندې یادو شوو علایمو مو لږ نه لږ پنځه اغیزمن کوي :
– خپل طبیعت او مزاج کې خپګان او نا هیلي لرل
– بې انرژي اوسېدل
– له معمول څخه د وروالي احساس لرل، دوامداره نا ارامي
– له هغو چارو سره بې علاقې کېدل له کومو چې تاسې مخکې خوند اخیسته او علاقه مو ورسره لرله
– ډېر کم او یا ډېر زیات خوب کول
– ځان بې ارزښته احساس کول
– په تمرکز کې ستونزه لرل، په پرېکړو کې ستونزه لرل
– د مړه کېدو فکرونه، د ځان وژنې فکرونه
– په اشتیا کې کمی یا زیاتی، په وزن کې زیاتی یا کمی
ټول هغه کسان چې بي بولر لري د ډېپرېشن دوره نه تجربه کوي، همداسې مو د بي پولر له ډول سره هم تړاو لري او هر ډول کې ممکن تاسې لږ نه لږ پنځه علایم تجربه نه کړئ. د مانیا علایمو کې تاسې لوړه انرژي لرئ نو کله یې چې درملنه وشي ممکن تاسې ډېپرېشن ته ورته مزاج احساس کړئ. بي پولر تاسې کې د ډېپرېشن مزاج پیدا کوي خو په ورته وخت کې بي پولر او ډېپرېشن دواړه جلا روغتیایي حالتونو دي او دواړه یوازې یو توپیر لري : په بي پولر کې تاسې د لوړې کچې علاقه او خوښي لری ورپسې بې انګېزې او بې علاقې کېدنه خو ډېپرېشن کې یوازې تر هغو بې انرژي او بې علاقې یاستئ تر څو مو چې درملنه نه وي کړي.
په نر او ښځه کې د بي پولر علایم
ډېری څېړنې دا وړاندیز کوي چې نر او ښځه کې تقریبا د بي پولر بې نظمي په برابره توګه پیدا کیږي خو ځینې بیا ګمان کوي چې د نرانو په پرتله ښځو کې بي پولر زیات دی. علایم یې د جنسیت له مخې توپیر لرلای شي او همداسې نر ښځیانو کې یې هم علایم د نر او ښځې په پرتله توپیر لري.
ښځو کې یې علایم له شل کلنۍ یا دېرش کلنۍ پس راڅرګندیږي، علایم یې ممکن د اومیدوارۍ پر مهال او یا د ماشوم له زېږون وروسته تجربه کړي، همداسې تر ډېره امکان لري چې د بي پولر ۱ په پرتله په بي پولر ۲ ډول باندې اخته شي. همداسې د مانیا علایم یې کمزوري وي، د علایمو دوران یې چټک او یو کال کې تر ۴ پورې د مانیا او ډېپرېشن دورې امکان لري. کومې ښځې چې بي پولر لري د میاشتینۍ ناروغۍ له امله، د اومیدوارۍ له امله، د میاشتیۍ ناروغۍ درېدو کې د هورمونونو له امله ډېره ناروغه شي.
کومې ښځې چې په بي پولر اخته وي نو :
– د مانیا دوره کې یې د مانیا علایم ډېر کمزوري وي
– د ډېپرېشن دوره کې یې د ډېپرېشن علایم ډېر ځواکمن وي
– د کال اوږدو کې یې مانیا او د ډېپرېشن دورې د نرانو په پرتله ډېرې وي او ژر تکرارېدونکې وي
– په ورته وخت کې امکان لري چې نور روغتیایي حالتونه هم ورسره مل وي
په نرانو کې د بي پولر علایم :
– نرانو کې بي پولر ډېری وخت په ځواني یا کم عمري کې راڅرګندیږي
– د مانیا دوره یې کم وخت پېښېدونکې وي خو علایم یې ډېر ځواکمن وي
– ډېری یې ممکن تر بي پولر مخکې د نشه اي توکو بې نظمي هم لرلې وي
– د مانیا دوره کې برید کوونکی چلند لري
بي پولر سره ډېری وخت کله چې پسیکوسیس مل وي نو له شېزوفرېنیا سره یې توپیر نه کیږي او ځینې وخت پکې مسلکي کسان هم تېروځي او بي پولر ته د شېزوفرېنیا ګمان کوي په ځانګړې توګه افریقایانو کې.
بي پولر په ماشومانو او کم عمره ځوانانو کې
په کوچنیانو کې د بي پولر علایم د لویانو په څېر نه وي، د مانیا او ډېپرېشن دوره کې یې هم هغه معیارونه توپیر لري کوم چې ډاکټر د بي پولر د تشخیص لپاره کاروي. چلند او مزاج یې هم لکه د لویانو په څېر نه وي. د بي پولر علایم له هغو روغتیايي حالتونو سره په یوه وخت کې وي کوم چې ماشومانو کې پیدا کیږي لکه د پام د نشتوالي او د بې کچې زیات فعالیت بې نظمي.
په وروستیو لسیزو کې ډاکټران په دې توانېدلي چې ماشومانو کې هم بي پولر تشخیص کړای شي. تشخیص یې درملنه ممکن کوي خو تشخیص کول یې له څو اونیو تر څو میاشتو پورې وخت اخیستی شي. که چېرې تاسې ګمان کوی چې ماشوم مو بي پولر لري نو داسې د عصابو ډاکټر ته مراجعه وکړئ کوم چې یوازې د ماشومانو د زهني بې نظمیو درملنه کوي. د لویانو په څېر ماشومان هم مانیا دوره کې ډېر خوښ او له علاقې ډک چلند لري او د ډېپرېشن دوره کې ژړغونکي، بې علاقې او نا ارامه وي. معمولا ټول روغتیا لرونکي ماشومان هم هر وخت خپل مزاج بدلوي خو په بي پولر اخته ماشومانو کې د مزاج بدلون ډېر د پام وړ څرګند وي.
په ماشومانو کې مانیا
– بې کچې خوښي او احمقانه کړنې
– چټکې خبرې کول او ژر د موضوع بدلول
– په تمرکز او پام کولو کې ستونزه لرل
– داسې چلند اختیار کول کوم چې بد اغیز لرلای شي
– په ډېر چټکۍ غسه کېدل
– خوب نه کول او د خوب نه کولو صورت کې نه ستړي کېدل
په ماشومانو کې د ډېپرېشن د دورې علایم
– بې کچې خپه او دوامداره ژړا
– بې کچې زیات خوب کوم او یا ډېر کم خوب کول
– د هغو کړنو لپاره چې هره ورځ یې کوي ورسره بې علاقې کېدل او یا یې د کولو لپاره ډېره کمه انرژي لرل
– دوامداره سر درد او ګېډه کې درد
– ډېر زیات خوراک کول او یا ډېر کم خوراک کول
– د ځان وژنې فکر لرل
ډېری وخت ماشومانو کې بي پولر سره په یوه وخت کې بله زهني بې نظمي هم شته وي او د دې لپاره ممکن ډاکټر مور او پلار ته داسې تخنیکونه وښي د کومې له مخې چې مور او پلار د ماشوم چلند کې بدلون ته پام کولای شي او له ډاکټر سره د روغتیایي حالت په تشخیص کې مرسته کولای شي. که چېرې یې تشخیص وشي نو اغیزمنه درملنه یې هم ممکنه کیږي.
په کم عمره ځوانانو کې د بي پولر علایم
د ماشومتوب او فزیکي بلوغیت ترمنځ د بدلون دوره موجوده وي کوم چې د هورمونونو د بدلون لامل کیږي او دا بدلون وخت نا وخت په ځوانانو کې د بې کچې احساساتي کېدو لامل کیږي خو که چېرې د مزاج دا بدلون ډېر چټک وي نو د جدي ستونزې ښودونکی وي. په ځوانانو کې ډېری وخت بلوغ ته نږدې وخت کې بي پولر پیدا کیږي.
په کم عمرو کې د مانیا علایم
– بې کچې خوښ اوسېدل
– ناسم چلند ته مخه کول
– داسې کړنو ته مخه کول کوم چې روغتیا ته زیان اړوي لکه د مخدره موادو کارول
– د معمول په پرتله زیات د جنسي اړیکو په اړه فکر کول
– بې کچې زیات جنسي اړیکې ته تحریک کېدل
– خوب نه کول او د بې خوبي له امله ستړیا نه لرل
– چلند کې چټک بدلون
– په پام او تمرکز کې ستونزه لرل او په ډېره اسانۍ پام بل لور ته بدلېدل
د ډېپرېشن د دورې علایم
– بې کچې زیات خوب یا خوب نه کول
– زیات خوراک او یا خوراک نه کول
– خپګان کول او د علاقې کمېدنه
– له ملګرو او فعالیت ډډه کول
– د ځان وژنې په اړه خبرې کول
د بي پولر بې نظمي درملنه
د علایمو د ارامولو لپاره یې مختلف ډوله درمل شته دي. په درملنه کې یې درمل، اروایي مشورې، د ژوند کولو طریقه کې بدلون شامل دي.
درمل
– مزاج کې ثبات رامنځته کوونکي درمل لیتیم (لېتوبېډ)
– د پسیکو سیس د علایمو ارامولو لپاره یا د پسیکوټیک ضد درمل اولانزاپین (زایپرېکسا)
– د ډېپرېشن ضد او د پسیکوټیک ضد فلواوکسېټین اولانزاپین (سیمبیاکس)
– بېنزوډایازاپینز، د تشویش ضد درمل دي او د لنډمهالې درملنې لپاره کاریږي
پسیکو تېراپي
د پسیکو تېراپي لپاره لاندې د یادو شوو طریقو سپارښتنه کیږي :
۱ – د چلند پېژندنې درملنه (Cognitive behavioral therapy)
د خبرو له لارې د درملنې یوه طریقه ده، په دې طریقه کې د نړۍ او ځان په اړه د منفي فکرونو پېژندنه ده، تر څو له دې لارې د نامطلوب یا نا غوښتل شوي چلند مخه ډب کړي، د مزاج په بې نظمي کې سمون راولي. په درملنه کې د فکر پېژندنه، د نا ارامه کوونکو احساساتو بیا چوکاټ کې کوونه او د مقاومت ستراتیژي زده کول او تمرین کول شامل دي.
۲ – د زهني بې نظمي پېژندنه او د درملنې زدکړه (Psychoeducation)
د درملنې یوه طریقه ده په کومه کې چې د بې نظمي په اړه او درملنې په اړه یې زده کړه کیږي. د درملنې دا ډول د هر کس لپاره اړین دی ځکه چې که یوه ورځ ناروغ شي نو په خپلې پوهې د بې نظمي علایم پېژندلی او سملاسې یې اغیزمنې درملنې ته مخه کولی شي.
۳ – د عادتونو پېژندنه لکه خوب، خوراک او سپورت. که چېرې تاسې درېواړه هره ورځ په مناسبه وکړئ نو د بې نظمي علایم به مو کمزوري او لنډمهاله وي.
۴ – نورې طریقې : اېلېکټروکونولسیو، د خوب درمل، ویټامینونه او منرالونه، په ستنو د درد درملنه