بل نوم ېې دوخي اپسو ده. سپورتي سپیان نه دي او مورنی ځای تبت ده. د هغه ځای خلک داسې باور لري چې که څوک دا سپی ولري نو بخت ېې ښه کیدای شي او یا خرابیدای شي. دې سپیانو ته ټېرایر د دې سپیانو د بدن د کچې له وجې وایی او نسل ېې د لوبو یا ښکار لپاره نه ده اخیستل شوی. د بدن وېښتان ېې ډېر ډبل دي او کله سیده وي کله ګورګوتي وي. غټې پښې لري او د پښو پنجې ېې تر نورو سپیان ډېرې پراخه دي. ډېر رنګونه لري او ډېر وخت د دوه رنګونو ترکیب وي. نصواري سترګې لري او د مخ وېښتانو کې نیمې پټې وي. لکۍ ېې ډبله او په ملا را تاو شوې وي. قد ېې له ۱۴ تر ۱۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۸ تر ۱۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي.