د تیانو د سرطان لنډه پېژندنه
د تیانو سرطان هغه وخت پیل کیږي کله چې په تي کې حجرې له کنټرول وتلې وده پیل کړي. دا حجرې معمولا یو تومور جوړوي کوم چې اېکس رې کې لیدل کیږي او یا هم د محسوس کېدو یا تشخیص وړ د نوې پیدا شوې غوټې په څېر را څرګندیږي. د تیانو سرطان تقریبا ټول په ښځو او انجونو کې وي خو په هلکانو او سړیانو کې هم رامنځته کېدای شي.
د تیانو سرطان د تیانو په کومه برخه کې پیل کیږي ؟
د تیانو سرطان د تیانو په مختلفو برخو کې رامنځته کېدای شي خو ډېر وخت د تي په هغه تونل کې پیدا کیږي کوم چې د تیانو سر ته د شیدو انتقال کوي. په انګرېزۍ کې دې ډول ته (ductal cancers) نوم اخلي. ځینې د تیانو په هغو مرغړیو کې پیدا کیږي کوم چې ښځو کې شیدې تولیدوي. دې ډول ته انګرېزۍ کې (lobular cancers) نوم اخلي. د سرطان ځینې ډولونه د تیانو په نورو نسجونو کې هم پیدا کیږي او د (sarcomas and lymphomas) په نومونو یادیږي کوم چې د تیانو ریښتینی سرطان نه ګڼل کیږي.
د تیانو د سرطان زیات ډولونه په تیانو کې غوټه پیدا کوي خو ټول ډولونه یې د غوټې پیدا کوونکي ندي. ډیری ډولونه یې تر نښو او علایمو مخکې د مموګرام ازموینې له لارې په لمړي پړاو کې د تشخیص وړ دي.
که چېرې تیانو کې غېرې سرطاني تومور پیدا شي نو غېرې نورمال وده ګڼل کیږي، دا ډول تومور له تیانو بهر نه خپریږي او ژوند هم له خطر سره نه مخ کوي. په همدې غېرې سرطاني تومورونو کې ځینې د تي د سرطان پیدا کېدو لامل هم ګرځي.
د تیانو سرطان څرنګه خپریږي ؟
د تیانو سرطاني حجرې چې کله لنفاوي یا د وینې سیستم ته داخلې شي نو د بدن نورو برخو ته خپریږي. لنفاوي سیستم یوه شبکه ده او په ټول بدن کې لنفاوي غوټې رګونو سره نښلولې وي. کله چې لنفاوي سیستم له تیانو مایع بهر انتقال کړي نو سرطاني حجرې لنفاوي رګونو ته داخلیږي او په لنفاوي غوټو کې وده کوي.
د تیانو زیات لنفاوي رګونه د بازو لاندې په لنفاوي غوټو کې تخلیه کیږي، د وږې چار چاپېره لنفاوي غوټو کې تخلیه کیږي او یا د سینې له هډوکي سره په لنفاوي غوټو کې تخلیه کیږي.
که چېرې سرطاني حجرې ستاسې لنفاوي سیستم ته خپرې شوې وي نو ډېر امکان شته چې د بدن نورو برخو ته هم رسېدلې وي. که چېرې په یوه یا څو لنفاوي غوټو کې سرطاني حجرې تشخیص شي نو جراحي ته اړتیا پیدا کیږي تر څو لنفاوي غوټه را ووېستل شي او ډاکټران په دې پوه شي چې سرطاني حجرې د بدن نورو غړو کې هم شته او که نه.
د تیانو د سرطان نښې یا علایم
څومر چې په لمړي پړاو کې د تیانو سرطان تشخیص شي همدومره یې بریالۍ درملنه ممکنه ده. په لمړیو پړاونو کې یې تشخیص د ممو ګرام ازموینو له لارې کیږي – مموګرام د ټیټ ډوز اېکس رې ده. ډېری وخت د تیانو سرطان د نښو یا علایمو له لارې تشخیص کیږي خو ډېرې انجونې او ښځې چې د تیانو سرطان لري علایم یې په لمړیو پړاونو کې نه څرګندیږي او له همدې امله هر کال مموګرام ازموینه اړینه ده تر څو په وخت تشخیص او درملنه یې نا ممکنه نشي.
د تیانو د سرطان تر ټولو عامه نښه په تي کې نوې غوټه پیدا کېدل دي. پیدا شوې غوټه کوم درد نلري څنډې یا پولې یې نا منظم شکل لري او کلکه وي، خو نرم، ګرد شکل کې هم امکان لري او له ځان سره درد هم لرلای شي.
د تیانو د سرطان نور ممکن علایم په لاندې ډول دي:
۱ – د تي یوه برخه یا ټول تی پړسېدل او په دې حالت کې ممکن تازه غوټه هم وي او یا نه وي
۲ – د تي په څنګ کې یا هم بلې برخې کې کنده یا ژوره پیدا کېدل، د تي په پوستکي کې سوزی یا بخار پیدا کېدل
۳ – په تي کې یا د تي په سر کې درد پیدا کېدل
۴ – د تي په پوستکي کې یا د تي په سر کې سوروالی، یا ټاپې یا ډبلوالی پیدا کېدل
۵ – د تي سر داخل ته ننوتل
۶ – پرته له شیدو له تي څخه نور توکي راوتل
د تي سرطان لنفاوي غوټو یا د وږې هډوکو ته هم خپرېدای شي او په یادو برخو کې د پړسوب یا غوټې لامل ګرځي. ځینې وخت کې دا چاره په تي کې د اصلي تومور له غټیدو مخکې تر سره کیږي. که چېرې لنفاوي غوټې پړسېدلې وي نو بیا هم باید د تیانو د سرطان د ازموینې سپارښتنه وشي.
له دې هر څه وروسته دوه خبرې په یاد کې ولرئ :
۱- پورته ټولې نښې یا علایم له سرطان پرته د نورو ناروغیو له امله هم پیدا کېدای شي.
۲ – مموګرام د تي د سرطان ټول ډولونه نشي تشخیص کولای نو تاسې باید خپل تیان تل مطالعه کړئ او پورته علایم پکې ولټوئ تر څو مو ژوند د سرطان له ګواښ څخه ژغورلی وي.
د تیانو سرطان څرنګه پیل کیږي؟
په ډي اېن اې کې تغیر د تیانو نورمال حجرې په سرطاني حجرو بدلوي. په ډي اېن اې کې بدلونونه ممکن ارثي وي او له مور او پلار اولاد ته انتقال شوې وي. نور لاملونه یې له خوړو او د فزیکي فعالیت له کچې سره تړاو لري خو تر اوسه دا نده مالومه چې یاد عوامل څومره د سرطان رامنځته کېدو او مخنیوي کې مرسته کوي. هورمونونه هم د تیانو په سرطان کې خپل رول لوبوي.
ډي اېن اې څه ده ؟ ډي اېن اې زمونږ په حجرو کې کیمیاوي توکي دي کوم چې زمونږ جین جوړوي او په دې کې تغیر د تیانو د سرطان لامل ګرځي. جین زمونږ د حجرو د فعالیت لپاره لارښونه لري. د ډي اېن اې ځینې تغیرونه ارثي وي او له مور پلار څخه بچیانو ته انتقالیږي. که چېرې ارثي وي نو ډېری وخت په ځوانۍ کې د سرطان د ډېرو ډولونو لامل کیږي. خو که چېرې ارثي نه وي په انګرېزۍ کې د (Aquired DNA mutations) په نامه یادیږي.
پروټو اونکو جینونه (Proto-oncogenes) هغه جینونه دي کوم چې له حجرې سره په نورمال وده کې مرسته کوي. کله چې یاد جین تغیر پیدا کړي او یا یې زیاتې کاپیانې موجود وي نو په هغه وخت کې فعال پاتې کیږي په کوم وخت کې چې باید فعال نه وي او بد جین ترې جوړیږي. کله چې داسې وشي نو حجره له کنټروله وتلې وده کوي او نورې داسې حجرې زېږوي چې له کنټروله وتلې وده کوي. او همدا د سرطان لامل کیږي. همدې بد جین ته د (oncogene) نوم اخلي.
د تومور مخنیونکي جېنونه (Tumor suppressor genes) نورمال جینونه دي او د حجرې وده یا وېش ورو کوي، د ډي اېن اې تېروتنه سموي یا ترمیم کوي او یا هم حجرې ته وایي چې کله باید مړه شي د مړه کېدو دې بهیر ته یې انګرېزۍ کې (apoptosis or programmed cell death) وایي. که چېرې دا جینونه په نورمال توګه فعالیت ونکړي نو حجرې له کنټروله وتلې وده کوي او دا حجرې نورې ځان ته ورته حجرې زېږوي او په هغه وخت کې نه مړې کیږي په کوم کې چې باید مړې شي او د سرطان لامل ګرځي.
د ارثي جین تغیر د بېلګې په توګه (BRCA genes) یا هم (BRCA1 and BRCA2) دواړه (tumor suppressor genes) دي که چېرې په دې جینونو کې یو هم تغیر وکړي نو د حجرې غېرې نورمال وده نه کنټرول کوي او د سرطان د رامنځته کېدو زیات امکان پیدا کیږي. له دې جینونو څخه د یوه جین تغیر له مور او پلار څخه بچیانو ته انتقالیدای شي. که چېرې ښځې جنتیکي ازموینې وکړي نو په ازموینو کې یې دا مالومیدای شي چې له مور او پلار څخه یې د (BRCA1 or BRCA2) جینونو تغیر ور انتقال شوی. همداسې کم معمول جینونه لکه (PALB2, ATM or CHEK2) هم پکې څرګندېدای شي. دا ډول ښځې کولای شي چې د سرطان خطر کم کړي او یا هم هر کال ازموینو ته ادامه ورکړي تر څو سرطان په لمړي پړاو کې تشخیص کړي ځکه چې لمړي پړاو کې یې بریالۍ درملنه ممکنه ده.
زه کولای شم چې د تیانو د سرطان خطر کم کړم ؟
تر اوسه داسې باوري لارې چارې نشته چې د تیانو د سرطان مخنیوی پرې وشي خو داسې لارې چارې شته چې په ترسره کولو یې د تیانو د سرطان خطر کمېدای شي. د تیانو د سرطان زیات عوامل داسې دي چې بدلون یې ناممکنه دی لکه ښځینه جنسیت لرل او یا د عمر زیاتیدل خو داسې عوامل یې هم شته چې نه کول یې د تیانو د سرطان خطر کموي.
د ټولو ښځو لپاره
وزن مو کم کړئ او د سالم وزن ساتنې ته ادامه ورکړئ. ډېرو مطالعو ښودلې چې له منځنۍ کچې تر زیات فزیکي فعالت پورې د تیانو د سرطان خطر کموي. د امریکا د سرطان ټولنه د زیات عمر ښځو او انجونو ته په اوونۍ کې د ۱۵۰ دقیقو دروند فزیکي فعالیت سپارښتنه کوي.
سپورت څه دی ؟
سپورت هر هغه څه دی چې تاسې ستړې کوي او د ستړیا له امله تېزه ساه اخلی او د زړه ضربان مو زیاتوي، بدن مو خوله وکړي، عضلات مو نرم کړي او د کش کېدو وړتیا پکې پیدا شي. کومې ښځې چې کور کې بوختې دي په یوټیوب کې د ښځو لپاره په کور کې د سپورت ویډیوګانې موندلای او تمرین کولای شي.
هغه ښځې چې په لویدیځو هیوادونو کې ژوند کوي باید له هر هغه څښاک ډډه وکړي چې الکول لري ځکه چې د الکولو ډېره کمه اندازه هم د تیانو د سرطان خطر زیاتوي.
دخوړو، ویټامینونو او منرالونو د تیانو له سرطان سره اړیکه
تر اوسه یې کومه ممکنه اړیکه نه ده روښانه شوې خو مطالعې ډېرې پرې شوي او ادامه لري. ځینو مطالعو دا موندلې چې د سبزۍ ډېر ډولونه خوړل، هر ډول تازه او وچه میوه خوړل، کب او د کورنیو مرغانو پخلی د تیانو د سرطان خطر کموي. که چېرې د غوییزو غوښه خوری نو د هغو ژو د غوښې سپارښتنه کوي چې کمه وازده یا شحم لري. دې مطالعې دا نده روښانه کړې چې کومه ځانګړې سبزي یا میوه د تیانو د سرطان خطر کمولای شي. څېړنو دا موندلې چې زیات وزن لرونکې ښځې ډېرې د سرطان له خطر سره مخ وي. تر اوسه هېڅ کومې څېړنې دا نه ده موندلې چې د کوم ځانګړي ویټامین خوړل د تیانو د سرطان خطر کموي.
کومې مورګانې چې خپلو بچیانو ته تر اوږدې مودې تی ورکوي د نورو په پرتله د تیانو د سرطان له خطر سره کمې مخ وي. د دې تر څنګ د کومو ښځو چې میاشتینۍ ناروغي بنده شي او هورمون لرونکي درمل د علایمو د ارامولو لپاره کاروي د تیانو د سرطان خطر زیاتوي تاسې کولای شی له ډاکټر څخه د داسې درملو غوښتنه وکړی چې هورمون پکې نه وي کارېدلی. کومې ښځې چې د اومیدوارۍ د مخنیوي لپاره هورمون لرونکي درمل کاروي هم د تیانو د سرطان لامل ګرځي.
کومې ښځې د سرطان له لوړ خطر سره مخ دي؟
که مو په کورنۍ کې د تغیر موندلي جین له امله څو کسان سرطان لري او یا هم د سرطان مختلف ډولونه لري د بېلګې په توګه د (BRCA1 or BRCA2 gene) جینونه. د مخنیوي لپاره یې تاسې کولای شی له یوه تجربه کار ډاکټر سره ووینی چې تاسې ته یې د مخنیوي درمل مناسب ګڼي او که نه.
ټاموکسیفېن او رالوکسیفېن (tamoxifen and raloxifene) په څېر درمل په تیانو کې د ایسټروجین د فعالیت مخنیوی کولای شي. که چېرې د ښځې میاشتینۍ ناروغي بنده شوې وي نو یوازې رالوکسیفېن ورته نسخه کیږي خو که چېرې میاشتینۍ ناروغي یې نه وي بنده شوې نو د ټاموکسیفېن سپارښتنه ورته کیږي. د کومو چې میاشتینۍ ناروغي بندشوې وي د دوي لپاره (aromatase inhibitors) درمل هم یو اپشن یا غوراوی دی. دا ټول درمل هم بد اغیز لرلای شي او له کارولو مخکې یې باید له ډاکټر سره د ګټې او تاوان په اړه خبرې وکړئ.
د عملیات له لارې د تیانو د سرطان مخنیوی
د ډېر کم شمېر ښځو لپاره چې د تیانو د سرطان له ډېر لوړ خطر سره مخ وي ممکن لمړی یې د تیانو پرې کولو لپاره ډاکټران پرېکړه وکړي بل اپشن یا غوراوی له ښځې د هګیو د کیسې وېستل دي ځکه چې د هګیو کیسې په بدن کې د ایسټروجین هورمون سرچینه ده. عملیات کولای شي د تیانو د سرطان خطر کم کړي خو په بشپړ توګه یې مخنیوی نشي کولای همداسې بد اغیز هم لرلای شي.
د تیانو د سرطان په اړه هغه درواغ چې انټرنیټ کې خپاره شوي
ځینې انټرنیټي کتابونو او سایټونو د تیانو د سرطان د عواملو په اړه مالومات خپاره کړي خو هېڅ مالومات یې د کلینکي مالوماتو پر بنسټ ندي تصدیق شوي.
ځینې کتابونو او سایټونو لیکلي چې په تخرګونو کې د خولې ضد توکي کارول د پوستکي لخوا جذب کیږي او د لنفاوي سیستم دوران یې سینو ته رسوي، په زهري توکو بدلیږي او د تیانو د سرطان عامل ګرځي خو څېړنو یې مالومات رد کړي.
د سینه بند په اړه هم ورته اوازې خپرې شوې وې خو تقریبا ۱۵۰۰ ښځو کې د تیانو د سرطان او سینه بند په اړه تر اوسه هېڅ ډول اړیکه نه ده موندل شوې.
د اولاد لرې کولو په اړه ځینې څېړنو کلینکي مالومات خپاره کړي چې که چېرې په قصدي توګه اولاد لرې شي او یا هم اولاد له وخته مخکې پیدا شي د سینو د سرطان خطر نه زیاتوي یوازې کوم درمل چې د اومیدوارۍ د مخنیوي لپاره کاریږي او هورمون لري د تیانو د سرطان عامل ګڼل شوي نور نظریات یې یوازې دودیز او مذهبي ګڼلي او کوم ساینسي بنسټ نه لري.
د تیانو د سرطان عوامل هر هغه څه دي چې چې یو کس د تیانو په سرطان اخته کوي خو د یوه یا زیاتو لرل په دې مانا نه ده چې هرو مرو به د تیانو په سرطان اخته کیږئ د تیانو د سرطان ځینې عوامل له شخصي چلند سره تړاو لري لکه سپورت او خواړه نور عوامل یې بچیان زېږول یا نه زېږول او همداسې هغه درمل کارول دي چې هورمون پکې شامل وي.
الکول څکل
پرته له کوم شکه الکول څکل د تیانو د سرطان عامل دی. که یو کس څومره الکول زیات څکي همدومره یې د تیانو د سرطان خطر زیاتیږي. کوم کسان چې د ورځې یو الکول لرونکی څښاک څکي کمه اندازه د تیانو د سرطان له خطر سره مخ دي کوم کسان چې په ورځ کې دوه الکول لرونکي څښاکونه څکي ۲۰% د تیانو په سرطان د اختو کېدو له خطر سره مخ دي خو که زیات کره الکول څکي نو هر نر او ښځه په هر ډول سرطان د اخته کېدو له خظر سره مخ دي.
څوربوالی یا زیات وزن
په ښځو کې زیات وزن د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو وروسته د تیانو د سرطان خطر زیاتوي. د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو (menopause) مخکې د ښځو د هګیو کیسه زیات ایسټروجین (estrogen) او کمه اندازه د شحم نسجونه تولیدوي – ایسټروجین د سټیرویډ هورمون (steroid hormones) ټول ګروپونه دي کوم چې د ښځې د بدن ځانګړنو ته وده ورکوي او کنټرول کوي یې. دا هورمونونه مصنوعي هم تولیدیږي کوم چې د اومیدوارۍ ضد، د میاشتینۍ ناروغۍ د بې نظمۍ د سمون او یا میاشتینۍ ناروغۍ د بندېدو بې نظمۍ درملنه پرې کیږي. کله چې د ښځو د هګیو کیسه د ایسټروجین تولید بس کړي نو د ایسټروجین زیاته برخه یې د شحم نسجونه تولیدوي. که چېرې په دې وخت کې ښځه زیات وزن (د شحم زیات نسجونه ) ولري نو ایسټروجین زیات تولیدیږي او همدا چاره د تیانو د سرطان خطر زیاتوي. همداسې کومې ښځې چې زیات وزن لري په خپله وینه کې د انسولین زیاته کچه لري او انسولین هم د تیانو د سرطان په شمول د سرطان د زیاتو ډولونو لامل ګرځي.
د زیات وزن او د تیانو د سرطان تر منځ اړیکه پیچلې ده خو هغه ښځې چې زیات عمر کې وزن واخلي د هغو په پرتله چې له کم عمر څخه یې زیات وزن لرلی وي د تیانو د سرطان له خطر سره زیاتې مخ دي په دې مانا چې زیات عمر کې وزن زیاتېدل د تیانو د سرطان خطر زیاتوي. همداسې د تنې پاسه برخه کې زیات وزن لرل د ورنونو د شحم په پرتله زیات خطر لري په دې مانا چې د تنې پاسه برخه کې زیات وزن لرل د تیانو د سرطان عامل کیدای شي.
فزیکي فعالیت نه کول
څومره چې ښځه زیات فزیکي فعالیت کوي همدومره یې د تیانو د سرطان خطر کم وي په ځانګړې توګه په هغو ښځو کې چې میاشتینۍ ناروغي یې بنده شوې وي. خودلته سوال دادی چې څومره فعالیت باید وکړي؟ که یوه اوونۍ کې تر درې ساعته پورې فزیکي فعالیت هم وي کافي دی خو تر دې زیات به نور هم ګټور وي. بله پوښتنه داده چې کوم ډول فزیکي فعالیت ؟ هر هغه فزیکي فعالیت چې شحم کموي، د انرجي توازن رامنځته کوي او د هورمون کچه باندې اغیز لري.
د اولاد نه زېږول
هغه ښځې چې اولاد نه لري او یا هم لمړی اولاد له ۳۰ کلنۍ وروسته وزېږوي تر نورو ښځو د تیانو د سرطان له خطر سره زیاتې مخ کیدای شي. کومې ښځې چې څو ځله اومیدواره شوي او یا هم په ځوان عمر کې مور شوې وي نو د تیانو د سرطان خطر یې کم وي. د تیانو سرطان څو ډوله دی او په هر ډول کې د اومیدوارۍ اغیز توپیر لري د بېلګې په توګه اومیدواري د تیانو د سرطان (triple-negative) ډول خطر زیاتوي.
تی نه ورکول
ځینو څېړنو دا موندلې چې تی ورکول د تي د سرطان خطر کمه اندازه کموي په ځانګړې توګه که چېرې تی ورکول له یو نیم تر دوه کالو پورې ادامه پیدا کړي. خو په پرمختللو هیوادونو کې لکه متحده ایالتونه مورګانې ډېر کم وخت تر دوه کالو پورې بچیانو ته تی ورکوي. په متحده ایالتونو کې هره ښځه او انجلۍ په ۸ کې یوه ده چې د تیانو د سرطان له خطر سره مخ ده خو په ورته وخت کې په ۷ ښځو کې یوه ده چې د تیانو د سرطان خطر سره نه ده مخ.
د اولاد زېږېدو مخنیوی
د اولاد د زېږېدو د مخنیوي ځینې طریقې هورمون کاروي کوم چې د تیانو د سرطان خطر زیاتوي. کومې ښځې چې د خولې له لارې د اومیدوارۍ ضد درمل کاروي د هغو په پرتله چې هېڅکله یې دا ډول درمل نه وي کارولي د تیانو سرطان باندې د اخته کېدو له خطر سره زیاتې مخ دي. خو کله چې دا ډول درمل خوړل بس کړي د وخت له تېرېدو سره یې د تیانو د سرطان خطر کمیږي. کومو ښځو چې دا ډول درمل لس کاله مخکې کارولي وي د ناروغۍ عامل نه ګرځي.
د تذریق له لارې (Depo-Provera) د پروجیسټېرون یو ډول دی کوم چې د اومیدوارۍ ضد لپاره هر درې میاشتې وروسته تذریق کیږي. یاد درمل هم د تیانو د سرطان خطر زیاتوي خو کومو ښځو چې پنځه کاله مخکې کارولي وي د تیانو د سرطان عامل نه ګڼل کیږي او اغیز یې له منځه تللی وي.
د اومیدوارۍ د مخنیوي لپاره د (Birth control implants, intrauterine devices (IUDs), skin patches, vaginal rings) طریقې هم هورمون کاروي او د تیانو د سرطان عامل ګڼل کیږي.
د میاشتینۍ ناروغي له بندېدو وروسته په هورمون درملنه
د هور مون درملنه په ایسټروجین چې زیات وخت له پروجسټېرون سره ترکیب کیږي تر سره کیږي تر څو د میاشتینۍ ناروغي د بندېدو علایم پرې له منځه یوړل شي او همداسې اووستیو پوروز (انګریزي تلفظ یې اوستیو پروسېس) یا د هډوکو د نري کېدو (osteoporosis) مخنیوی پرې وشي. دا درملنه په مختلفو نومونو یادیږي لکه (post-menopausal hormone therapy PHT, hormone replacement therapy HRT, and menopausal hormone therapy MHT).
په هورمون درملنه په دوه ډوله کیږي :
– د هغو ښځو لپاره چې تر اوسه ځېلانځ یا رحم لري (په جراحي یې خپل رحم نه وي لرې کړی) معمولا ډاکټر دې ډول ښځو ته ایسټروجین له پروجسټېرون سره ترکیب کوي دې ډول درملنې ته د (combined hormone therapy or HT) نوم اخلي. پروجسټېرون ته ځکه اړتیا ده ځکه چې یوازې ایسټروجین د رحم یا د سرطان خطر زیاتوي.
– کومو ښځو چې په جراحي خپل رحم لرې کړی وي، د رحم د لرې کولو جراحي ته (hysterectomy) نوم اخلي، دې ډول ښځو ته یوازې ایسټروجین ورکول کیږي او دې ډول درملنې ته (estrogen replacement therapy or ERT) نوم اخلي.
د هورمون ترکیب شوې درملنه (Combined hormone therapy HT)
د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو وروسته ترکیب شوې د هورمون درملنه د تیانو د سرطان خطر زیاتوي. د دې ترڅنګ چې د د تیانو سرطان پیدا کوي د همدې سرطان له امله د مړه کېدو امکان هم زیاتوي. له دې پرته بل زیان یې دادی چې په لمړي پړاو کې یې د سرطان تشخیص نه کیږي او په وروستي پړاو کې د تشخیص وړ وي.
Bioidentical hormone therapy
د (bioidentical) کلیمه ډېری وخت د ایسټروجین او پروجسټېرون د تولید هغه ډول لپاره کاریږي چې کیماوي جوړښت یې د انسان په بدن کې له طبیعي جوړښت سره ورته وي. څېړنو موندلې چې د میاشتینۍ ناروغي له بندېدو وروسته د دې ډول هورمون کارونه د تیانو د سرطان خطر نه پیدا کوي خو تر اوسه کره مالومات نشته.
یوازې د ایسټروجین کارونه د رحم د سرطان لامل کیږي او که چېرې د اوږد مهال لپاره وکارول شي نو د تیانو سرطان هم پیدا کولای شي.
که چېرې یوه ښځه د درملنې لپاره پورته طریقې کاروي باید خپله ښځه او ډاکټر له پوښتنو او ځوابونو وروسته د روغتیا خطر او ګټې له یو بل سره پرتله کړي او خپله پرېکړه وکړي. له همدې امله په ښځو کې د دوي د روغتیا په اړه پوهاوي اړین دی.
کومو ښځو چې د تیانو د ښکلا لپاره جراحي کړي وي د تیانو د سرطان د ازموینې لپاره یې ممکن مموګرام ازموینه کافي نه وي او باید د اضافي ایکسرې سپارښتنه ورته وشي کومه چې د (implant displacement views) په نامه یادیږي.
په چاپېریال کې کیمیاوي توکي
د چاپېریال اغیز باندې تر اوسه پراخې څېړنې روانې دي تر څو ساینس پوهان په دې وپوهیږي چې په چاپېریال کې د کیمیاوي توکو شتون د تیانو د سرطان عامل دی او که نه
په دې څېړنو کې هغه ترکیبونه مطالعه کیږي چې ځانګړنې یې د ایسټروجین هورمون په څېر وي. په دې توکو کې پلاستیک، د ښکلا تولید (سینګار توکي) لکه د ښځو د ارایش توکي، د خیال ساتنې تولید لکه کریمونه او داسې نور، افت وژونکي لکه د حشرو ضد تولید او داسې نور. یاد شوي ټول توکي د ایسټروجین په څېر ځانګړنې لري. ځینې ګمان کوي چې د تیانو د سرطان عامل دي خو کومې څېړنې د دواړو ترمنځ اړیکه نه ده روښانه کړې.
سیګرټ څکول
تر ډېره وخته د سیګرټ څښولو او د تیانو د سرطان اړیکه کومې څېړنې نه وه یاده کړې خو په دې وروستیو کې یوې څېړنې موندلې چې د اوږد مهال لپاره زیات تباکو څښول د تیانو د سرطان امکان زیاتولای شي. په شخوند وهونکو ژو کې دا څېړنه شوې چې که چېرې یو کس سیګرټ وڅښوي او د سیګرټ لوګی شخوند وهونکي تنفس کړي نو د تیانو په سرطان اخته کیږي خو تر اوسه د انسانانو په اړه کومې څېړنې راپور نه دی خپور کړی.
د شپې لخوا کار کول
یوې څېړنې دا وړاندیز کړی چې کومې ښځې لکه نرسانې چې د شپې لخوا نوکري لري تر نورو د تیانو د سرطان په اخته کېدو یې امکان زیات وي. یاد وړاندیز یوې نوې څېړنې کړی او نورو د څېړونکو ډلو پرې کار پیل کړی خو تر اوسه کومې مطالعې نه رد کړی او نه یې تصدیق کړی.
د تیانو د سرطان هغه عوامل چې بدلون پکې امکان نه لري
د ناروغۍ د خطر عامل هر هغه څه دي چې تاسې په ناروغۍ اخته کوي خو د یوه یا زیات عامل لرل په دې مانا نه ده چې هرو مرو به ناروغه کیږئ.
ښځینه جنسیت لرل
د تیانو د سرطان ډولونه تقریبا ټول په ښځو کې وي خو سړیان هم پرې اخته کېدای شي. ښځینه جنسیت لرل د تیانو د سرطان یو عامل دی او بدلون یې امکان نه لري.
زیات عمر لرل
څومره چې د ښځې عمر زیاتیږي همدومره یې د تیانو د سرطان خطر زیاتیږي د تیانو سرطان ډېر له ۵۵ کالو په زیات عمر لرونکو کې تشخیص شوی او په دې عامل کې بدلون امکان نه لري.
ځینې ارثي جینونه
له ۵ تر ۱۰ % د تیانو سرطان په جینونو کې د تغیر له امله وي کوم چې له مور او پلار څخه بچیانو ته انتقال شوي ارثي جینونو دي.
توکم
سپین پوسته ښځو کې د تور پوسته ښځو په پرتله د تیانو سرطان زیات تشخیص شوی خو برعکس بیا هغه ښځې چې له ۴۵ کالو یې عمر کم وي او د تیانو سرطان لري ډېرې سپین پوسته نه دي.
په تیانو کې د تیانو غلیظ یا ګڼ نسجونه لرل
تیان له درې ډوله نسجونو جوړ شوي : د شحم نسجونه، فایبري نسجونه، د لنفاوي مرغړیو له نسجونو. په مموګرام ازموینه کې هغه ښځه د تیانو غلیظ یا ګڼ نسجونه لرونکې ګڼل کیږي چې فایبري او لنفاوي نسجونه زیات او د شحمو نسجونه یې کم وي. دا ډول ښځې ۲ % زیاتې د نورمال نسجونو لرونکو ښځو په پرتله د تیو د سرطان له خطر سره مخ دي. همداسې په مموګرام کې یې تشخیص هم ګڼ یا غلیظ نسجونه ستونزمن کوي.
په کم عمر کې میاشتینۍ ناروغي
کومو انجونو یا ښځو چې د میاشتینۍ ناروغۍ زیاتې مودې تېرې کړې وي یا هم په بله مانا له ۱۲ کلنۍ مخکې یې میاشتینۍ ناروغي پیل شوې وي دا ډول ښځې هم د تیانو د سرطان له خطر سره مخ وي او ممکن لامل یې ایسټروجین او پروجسټېرون هورمونونه وي. همداسې هغه ښځې چې له ۵۵ کلنۍ وروسته هم میاشتینۍ ناروغي لري د تیانو د سرطان له خطر سره مخ کیدای شي.
هغه ښځې چې تیان یې وړانګو ته زیات څرګند شوي وي او په وړانګو یې د کوم بل سرطان درملنه کړې وي لکه د (Hodgkin disease or non-Hodgkin lymphoma) درملنه.
د تیانو د سرطان ازموینه اړینه ده تر څو په لمړي پړاو کې تشخیص او بریالۍ درملنه یې وشي.
د تیانو د سرطان د خطر کمولو لپاره درمل
ځینې ښځې د تیانو په سرطان له لوړ خطر سره مخ وي او ځینې درمل کولای شي د تیانو د سرطان خطر کم کړي خو دا درمل هم خپل بد اغیز لري او مخکې تر کارولو یې باید له ډاکټر په ګډه د دې درملو ګټه او زیان سره پرتله کړي.
کوم درمل چې د تیانو سرطان د مخنیوي لپاره کاریږي د (chemoprevention) په نامه یادیږي. دا درمل کیمیاوي توکي دي کوم چې د تیانو د سرطان مخنیوی او یا یې د رامنځته کېدو بهیر ورو کوي. د تیانو د سرطان د مخنیوي لپاره تر ټولو عام کارېدونکي درمل (tamoxifen and raloxifene) دي خو (aromatase inhibitors) یو غوراوی دی. د یادو درملو سپارښتنه هرې ښځې یا انجلۍ ته نه کیږي یوازې هغه ښځې چې ډاکټر فکر کوي ممکن د تیانو په سرطان اخته شي له ګټې او تاوان څېړلو وروسته ورکول کیږي د بېلګې په توګه یوه ښځه د وړانګو په ذریعه د سرطان د کوم بل ډول درملنه وکړي او تیان یې وړانګو ته زیات څرګند شوي وي او یا هم د کورنۍ په مخینه کې تغیر موندلی جین او د سرطان زیات ډولونه ولري او یا هم په کورنۍ کې یې نورې ښځې د تیانو په سرطان پر له پسې اخته شوې وي.
کومې ښځې په سرطان د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخ دي؟
د زیات عمر ښځې
هغه ښځې چې نورې خپلوانې یې د تیانو په سرطان اخته شوې وي
د میاشتینۍ ناروغۍ مخینه ….
د اومیندوارۍ مخینه ….
مخکې یې (ductal carcinoma in situ DCIS) لرلای وي
همداسې (lobular carcinoma in situ LCIS) پکې تشخیص شوی وي
یا هم (atypical ductal hyperplasia ADH or atypical lobular hyperplasia ALH) پکې تشخیص شوي وي
تغیر موندلی جین ولري او جین یې له (family cancer syndrome) سره تړاو ولري.
د تیانو د سرطان د خطرمالومولو لپاره (Breast Cancer Risk Assessment Tool) کاریږي کوم ته چې (Gail Model) نوم هم اخلي. یاد توکي په راتلونکو پنځو کلونو کې ستاسې د تیانو د سرطان د خطر ارزونه کوي او ارزونه یې د پورته یاد شوي نوملړ پر بنسټ وي. که چېرې تاسې (carcinoma in situ DCIS, lobular carcinoma in situ LCIS) لرلای وي او یا مو مخکې د تیانو سرطان لرلای وي او یا هم (family cancer syndrome) لری نو په ارزونه کې یې مرسته نشي کولای. همداسې د هرې ښځې په اړه ارزونه نشي کولای. دوه ډوله نور وسایل (Tyrer-Cuzick model and the Claus model) د کورنۍ د مخینې پر بنسټ ارزونه کوي. همداسې ارزونه یې هم باوري نه وي چې تاسې به هرو مرو د تیانو په سرطان اخته کیږی بلکې یو اټکل وي.
دا درمل باید هغو ښځو ته په هیڅ وجه ورنکړل شي کومې چې د وینې د لخته کېدو یا ټینګېدو ستونزه لري
هغوښځو ته ورنکړل شي چې اوسمهال اومیدواره دي او یا هم د اومیدواره کېدو اراده لري
هغو ښځو ته ورنکړل شي چې بچیانو ته تی ورکوي
هغو ښځو ته ورنکړل شي چې هورمون لرونکي درمل خوري لکه ایسټروجین یا هم د (aromatase inhibitor) کوم بل ډول کاروي
هغو ښځو ته ورنکړل شي چې عمر یې تر ۳۵ کالو کم وي