د تیانو د سرطان لپاره مموګرام ازموینه یا مموګرافي
د اېکس رې ځانګړی ډول دی، د تیانو په نسجونو کې د سرطان او نورو بې نظمیو د سکېن کولو لپاره کاریږي. مموګرام دواړه د تشخیص او د کتنې لپاره کاریږي او د دواړو لپاره یې کارېدنه هم تقریبا ورته ده. لکه د معمولي اېکس رې په څېر کومه چې بدن کې جوړښت ښکاروي، همداسې مموګرام د وړانګو څپې کاروي ترڅو د تیانو نسجونه ښکاره کړي. د مموګرام ازموینې پر مهال تاسې د اېکس رې ماشین مخې ته د انځور اخیستنې لپاره نه درېږئ، په مموګرام ازموینه کې د دوه قابونو ترمنځ تیانو ته فشار ورکول کیږي، فشار یې د ازموینې لپاره سیمه نرۍ کوي او له همدې امله مموګرام د معمولي اېکس رې په پرتله د وړانګو کمزوری ډوز کاروي.
په مموګرام ازموینه کې لږ نه لږ له دوه مختلفو زاویو د تیانو نسجونو ته کتنه کیږي.
که چېرې ښځې په تیانو کې غوټه یا تومور هم ونه لري له ځانګړې مودې پس د تیانو مموګرام ازموینه کوي ځکه چې د تیانو د سرطان د درملنې لپاره وخته تشخیص ډېر اړین دی. مموګرام ازموینه د تیانو د سرطان تشخیص د علایم له راڅرګندېدو مخکې کوي. هره ښځه چې ځانګړي عمر ته ورسیږي باید مموګرام وکړي. کومې ښځې چې د ۵۰ او ۷۴ کلونو ترمنځ عمر لري باید هر دوه کاله پس مموګرام ازموینه وکړي. د ۴۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ باید له خپل ډاکټر سره د تیانو د سرطان د خطر په اړه خبرې وکړي.
که چېرې د یوې ښځې په کورنۍ کې د جنتیکي بدلون مخینه او یا نور فکتورونه موجود وي باید په ځوان عمر کې د مموګرام ازموینه وکړي.
۳ ډي مموګرام تقریبا ۲ ډي مموګرام ته ورته والی لري. ۳ ډي مموګرام ته (breast tomosynthesis or digital breast tomosynthesis) نومونه هم اخلي. په ۲ ډي کې له دوه مختلفو زاویو د تیانو نسجونو ته کتنه کیږي خو ۳ ډي له تیانو تاویږي او د تیانو نسجونو ته پکې بشپړ کتنه کېدلای شي. وروسته ډاکټر نسجونو ته د نږدې کتنې لپاره انځورونه په برخو کې کتلای شي.
د کتنې لپاره مموګرام او د تشخیص لپاره مموګرام ترمنځ توپیر :
– کله چې په تیانو کې د سرطان علایم، تومور یا غوټه نشته وي د کتنې لپاره مموګرام ازموینه کیږي.
– کله چې تیانو کې د سرطان علایم، تومور یا غوټه شته وي د تشخیص مموګرام ازموینه کیږي.
– په پورته دواړو حالتونو کې ډاکټر د ټول تي ازموینه کوي خو د تشخیص په مموګرام کې ډېر انځورونه اخلي.
د مموګرام ګټه او زیان
ګټې یې یوازې یو څو خو د ژوند لپاره اړینې دي. تر ټولو لمړۍ ګټه یې تر علایمو مخکې په لمړیو پړاونو کې د سرطان تشخیص دی، د سرطان وخته تشخیص په بریالۍ درملنه کې اړین رول لري. زیان یې دا دی چې ځینې وخت په مموګرام کې ناسم تشخیص د تشویش او نورو ازموینو لامل کیږي. همداسې ۲۰ % کسانو کې امکان لري چې سرطان ولري خو مموګرام یې تشخیص نشي کړای. د مموګرام لپاره وخت اړین دی، له میاشتینۍ ناروغۍ یوه اونۍ مخکې یا د میاشتینۍ ناروغۍ پر مهال تیان درانده او پړسېدلې وي او داسې وخت کې یې ازموینه ناسم تشخیص ته لار هوارولای شي.
ځینې ښځې هر کال مموګرام ازموینه کوي خو ځینې بیا اوږده وقفه پکې کوي. ډېری کسان یې هر کال کوي، ځینې یې دوه کاله پس او ځینې یې درې کاله پس کوي. د اومیدوارۍ پر مهال کوم زیان نه لري خو که تاسې د تیانو د سرطان له خطر سره نه یاستی مخ نو د احتیاط لپاره یې د اومیدوارۍ پر مهال مه کوئ.
د ازموینې پر وخت تخرګونو کې د ګنده بغل لپاره ډیوډورنټ، په بدن سینګار، کریم، عطر او پوډر مه کاروئ. د انځور اخیستنې لپاره باید جامې وباسئ نو اړینه ده چې داسې کمیس ولرئ کوم چې په اسانۍ وېستلی او اغوستلی شئ. که چېرې تیان مو ناسم د قابونو تر منځ برابر کړي وي نو د فشار پر وخت ممکن درد وکړي خو فشار یې یوازې څو ثانې وي. که تاسې د تیانو پلاستيکي جراحي کړې وي ډاکټر ته مو ووایئ تر څو ځینې نورې ازموینې هم وکړي.
که چېرې مموګرام کې ډاکټر د سرطان یا کومې بلې بې نظمۍ شک وکړي نو د اېم ار ای، الټرا سونډ یا بیوپسي سپارښتنه کوي. که چېرې د سرطان د درملنې لپاره تی پرې شوی وي وروسته د بیا کتنې لپاره یې مموګرام نه کیږي او د ممو ګرام په ځای نورې ازموینې ترسره کیږي.
سړیان هم باید مموګرام ازموینې وکړي ؟
د مموګرام ازموینې لپاره د سړیانو په تیانو کې ډېر کم نسجونه موجود وي او له بلې خوا په سړیانو کې ډېر کم وخت د تیانو سرطان رامنځته کیږي. د کومو کسانو چې کورنۍ کې د سرطان مخینه موجوده وي او یا هم د جنتیکي بدلون ستونزه لري نو ممو ګرام ازموینه باید وکړي.