د تیانو سرطان څه دی ؟
د تي سرطان هغه وخت پیدا کیږي کله چې د تیانو حجرې بدلون پیدا کړي، له بدلون پس سره ووېشل شي او شمېر یې زیات شي. په پیل کې ممکن ناروغ غوټه یا مرغړی، بې رنګه کېدل، د پوستکي په کیفیت کې بدلون او ځینې نور علایم په تي کې احساس کړي.
کله چې د انسان په هغو جېنونو کې بدلون رامنځته شي کوم چې د حجرې وده کنټرول کوي په سرطان بدلیږي. یاد بدلون حجرو ته اجازه ورکوي چې سره ووېشل شي او خپل شمېر په نه کنټرول کېدونکې توګه زیات کري. د تیانو سرطان معمولا د تیانو په نرمیو کې او یا د شیدو په کانالونو کې وده کوي. نرمۍ د تیانو په داخل کې هغه مرغړي دي کوم چې شیدې تولیدوي او د شیدو کانالونه یې له مرغړیو د تي سر ته راوړي. سرطان د تي په فایبري او شحمي نښلونکو نسجونو کې هم وده کولای شي. نا کنټرول شوې د تیانو سرطاني حجرې ډېری وخت د تیانو په روغتیا لرونکو نسجونو برید کوي او د تخرګونو لاندې لنفاوي مرغړیو ته داخلیږي. کله چې لنفاوي مرغړیو ته داخل شي نو له دې لارې د بدن نورو برخو ته هم داخلېدای شي.
د تیانو د سرطان علایم
په پیل کې ممکن علایم ونه لري، خو تومور شته وي او د محسوس کېدو لپاره ډېر کوچنی وي خو په مموګرام ازموینه کې یې تشخیص امکان لري. که چېرې تومور غټ وي نو د غوټې په څېر راڅرګندیږي. په تیانو کې د سرطان هرو ډول مختلف علایم هم لرلای شي، تر ټولو عام علایم یې لاندې یاد شوي :
– په تیانو کې غوټه یا کلک شوي او ډبل شوي نسجونه کوم چې مخکې نشته وو
– په تیانو کې درد
– په تیانو کې د پوستکي سوروالی او یا بې رنګه کېدل
– په ټول تي کې یا د تي یوې برخې کې پړسوب
– د تیانو له سرونو مایع او وینې وتل
– د تیانو پوستکی اچول
– د تیانو په کچه او شکل کې بدلون
– د تیانو د سر داخل ته ننوتل
– د تخرګ لاندې غوټه
که چېرې تاسې کې یو یا څو علایم وي په دې مانا نه ده چې هرو مرو سرطان لری د بېلګې په توګه غیرې سرطاني سیسټ په تیانو کې درد او غوټه پیدا کوي، خو که چېرې یاد علایم درکې پیدا شي ازموینه اړینه ده.
د تیانو د سرطان ډولونه
د تیانو سرطان مختلف ډولونه لري او ټول په دوه کټګوریو کې سره وېشل شوي : یو یې برید کوونکی یا خپرېدونکی دی او بل یې برید نه کوونکی یا نه خپرېدونکی دی. د تیانو نه خپرېدونکي سرطان ته په انګریزۍ کې ( breas cancer in situ) نوم هم اخلي او په کومو نسجونو کې یې چې وده کړې وي له هغې نور بدن او د تیانو روغتیا لرونکو نسجونو ته نه خپرېږي.
د تیانو تر ټولو عام د سرطان ډولونه لاندې یاد شوي :
– د (Ductal carcinoma in situ) ډول برید نه کوونکی یا نه خپرېدونکی د سرطان ډول دی، سرطاني حجرې یوازې د شېدو په کانالونو کې محدودې وي او ورسره چار چاپېره نسجونو باندې یې برید نه وي کړی.
– د (Lobular carcinoma in situ) ډول د تیانو په هغو مرغړیو کې وده کوي کوم چې شیدې تولیدوي. د نرمیو چار چاپېره نسجونو باندې یې برید نه وي کړی.
– د (Invasive ductal carcinoma) ډول تر ټولو ډولونو زیات عام دی، د شیدو په کانال کې پیل کوي او د تیانو نسجونو ته خپرېږي او له هغه ځایه د بدن نورو غړو ته خپرېږي.
د (Invasive lobular carcinoma) ډول د تیانو په نرمیو یا د شیدو تولیدونکو مرغړیو کې پیل کوي او نورو نسجونو او د بدن غړو ته خپریږي.
د (Paget disease of the nipple) ډول د سرطان کم پېښېدونکی ډول دی، د تیانو د سر په داخل کې رامنځته کیږي خو له ودې سره په اریولا او د تي د سر پوستکي باندې هم اغیز کوي.
– د (Phyllodes tumor) ډول د سرطان ډېر کم پېښېدونکی ډول دی او د تیانو په نښلونکو نسجونو کې پیل کیږي. په دې برخه کې ډېری تومورونه غیرې سرطاني وي خو سرطاني تومور هم وده پکې کولای شي.
د (Angiosarcoma) ډول د سرطان ډېر کم پېښېدونکی ډول دی او په تیانو کې، په لنفاوي شبکه کې او یا د وینې رګونو کې وده کوي.
په تیانو کې د پړسوب سرطان (Inflammatory breast cancer)
د برید کوونکي یا خپرېدونکي سرطان کم پېښېدونکی ډول دی، یوازې له ۱ تر ۵ % ناروغانو کې رامنځته کیږي. له سینې سره نږدې لنفاوي غوټې بلاک کوي او له همدې امله له سینې لنفاوي تونلونه نه خالي کیږي. د تومور جوړولو په ځای په سینه کې پړسوب، سوروالی او ګرموالی پیدا کوي. ډېر برید کوونکی او ډېر ژر وده کوونکی وي او له همدې امله که چېرې مو علایم تجربه کړل نو له ډاکټر سره کتل او ازموینې اړینې دي.
په تیانو کې (Triple-negative breast cancer) د سرطان بل ډول دی، له ۱۰ تر ۱۵ % ناروغانو کې پیدا کیږي. په ازموینو کې باید لاندې درې یادې شوې ځانګړنې په تومور کې نه وي تر څو (triple-negative breast cancer) سرطان ونه ګڼل شي :
– تومور باید د اېسټروجېن اغذ کوونکي ونه لري : په حجره کې اخذ کوونکي وي او له اېسټروجېن هورمون سره نښلي، که چېرې یو تومور د اېسټروجېن اخذ کوونکي ولري نو اېسټروجېن د سرطان وده تحریکوي.
– د پروجېسټېرون اخذ کوونکی باید ونلري : دا اغذ کوونکي له پروجېسټېرون هورمون سره نښلي، پروجېسټېرون هورمون د سرطان وده تحریکوي.
– باید (HER2) پروتین په خپله سطحه ونلري : یاد پروتین د تیانو د سرطان د ودې لپاره تیل دي.
که چېرې یو تومور کې درېواړه موجود وي نو (triple-negative breast cancer) تومور ګڼل کیږي. د سرطان دا ډول تر نورو ډولونو ژر وده کوي او ژر بدن ته خپریږي. درملنه یې ډېره ستونزمنه ده ځکه چې د تیانو د سرطان لپاره په هورمون درملنه اغیزمنه نه ده.
د تیانو د سرطان پړاونه
ډاکټران د تیانو سرطان د خپرېدنې له مخې او د تومور د کچې له مخې سره په دوه کټګوریو وېشلي. هغه سرطان کوم چې غټ وي او نږدې نسجونو ته خپور شوی وي د نا خپور شوي او واړه په پرتله پرمختللي پړاو کې ګڼل کیږي. د پړاو د ټاکنې لپاره باید ډاکټر په لاندې یادو شوو پوه شي چې :
– سرطان برید کوونکی یا خپرېدونکی دی او که نه
– تومور څومره غټ دی
– لنفاوي مرغړي هم پکې شامل دي او که نه
– سرطان نږدې نسجونو یا د بدن غړو ته خپور شوی او که نه
د تیانو سرطان پنځه عمومي پړاونه لري کوم چې له صفر پیل تر څلورو پورې دي.
د تیانو د سرطان صفري پړاو
سرطان په هغو نسجونو کې وي چېرې چې رامنځته شوی وي او نږدې نسجونو ته نه وي خپور شوی.
لمړی پړاو
اې ۱ : بنسټیز تومور ۲ سانتي متره یا تر دې کم وي. په لنفاوي مرغړیو یې اغیز نه وي کړی.
بي ۱ : نږدې لنفاوي مرغړیو ته هم سرطان خپور شوی وي، په تیانو کې تومور نشته وي او یا له دوه سانتي مترو کوچنی وي.
دوېم پړاو
اې ۲ : تومور تر ۲ سانتي مترو کوچنی وي او سرطان له ۱ تر ۳ پورې لنفاوي مرغړیو ته خپور شوی وي او یا تومور د دوه او پنځه سانتي مترو ترمنځ وي او لنفاوي مرغړیو ته نه وي خپور شوی.
بي ۲ : تومور د ۲ او ۵ سانتي مترو ترمنځ دی او د تخرګ له ۱ تر ۳ پورې لنفاوي مرغړیو ته هم خپور شوی وي او یا له ۵ سانتي مترو غټ وي او سرطان لنفاوي مرغړیو ته نه وي خپور شوی.
درېم پړاو
اې ۳ : سرطان له ۴ تر ۹ پورې لنفاوي مرغړیو ته خپور شوی وي او یا یې د تي لنفاوي مړغړي غټ کړي وي، تومور هره کچه لرلای شي / یا تومور له ۵ سانتي مترو غټ وي، سرطان د تخرګ له ۱ تر ۳ پورې لنفاوي مرغړیو ته خپور شوی یا د سینې په هډوکو کې لنفاوي مرغړیو ته خپور شوی وي.
– بي ۳ : تومور د سینې دیوال او یا پوستکي باندې برید کړی وي، ممکن تر ۹ پورې لنفاوي مرغړیو ته خپور شوی وي او یا نه وي خپور شوی.
سي ۳ : سرطان د تخرګ تر لسو لنفاوي مرغړیو کې شته وي، د وږې هډوکي ته خپور شوی وي.
څلورم پړاو
تومور هره کچه لرلای شي، سرطاني حجرې لرې لنفاوي مرغړیو ته خپرې شوې وي، سرطاني حجرې لرې غړو ته خپرې شوې وي.
په نرانو کې د تیانو سرطان
معمولا ډېر کم وخت نرانو کې د تیانو سرطان پیدا کیږي، خو نران هم د ښځو په څېر د تیانو نسجونه لري او له همدې امله پکې د تیانو سرطان وده کولای شي خو ډېر کم وخت داسې پېښیږي. په تور پوستو نرانو کې د تور پوستو ښځو په پرتله ۷۰ ځلې کم دی او په سپین پوستو نرانو کې ۱۰۰ ځلې د سپین پوستو ښځو په پرتله کم دی. د نرانو د تیانو سرطان د ښځو د تیانو د سرطان په څېر جدي خطر لري. علایم یې هم د ښځو علایم ته ورته دي. که چېرې مو علایم تجربه کړل تر ناوخته کېدو مخکې ډاکټر سره ووینئ او ازموینې وکړئ.
د تیانو په سرطان کې د ژوندي پاتې کېدو نرخ
د بقا نرخ یې له مختلفو فکتورونو سره تړاو لري. دوه تر ټولو اړین فکتورونه یې د سرطان ډول او د تشخیص پرمهال پړاو دی. نور فکتورونه یې د ناروغ عمر، جنسیت، توکم او د سرطان د ودې نرخ دی. د سپین پوستو په پرتله د رنګ لرونکو کسانو د مړینه نرخ لوړ دی او یو لامل یې ممکن د درملنې نا برابري وي. که چېرې درملنه یې په وخت وشي د ژوندي پاتې کېدو امکان یې له ۹۰ تر ۹۵ % پورې دی.
د تیانو د سرطان تشخیص
په دې پوهېدل چې علایم مو د سرطاني تومور له امله دي او که غیرې سرطاني روغتیاي حالت له امله نو لمړی مو ډاکټر د تیانو فزیکي ازموینه کوي او وروسته ممکن د نورو ازموینو لپاره سپارښتنه وکړي.
– مموګرام : د تیانو د سطحې لاندې د کتنې لپاره مموګرام انځوریزه ازموینه ترسره کیږي. کومې ښځې چې څلوېښت کلنۍ ته رسېدلې وي او یا یې تر دې عمر زیات وي هر کال مموګرام ازموینه کوي. که چېرې د مموګرام په ازموینه کې ډاکټر د تومور نښې وویني نو د نورو ازموینو سپارښتنه کوي.
– الټراسونډ : د تیانو الټراوسونډ د تیانو داخل کې د نسجونو د انځور جوړونې لپاره غږیزې څپې کاروي. د الټراسونډ په ذریعه ډاکټر د تومور او سیسټ ترمنځ توپیر کولای شي.
د تیانو بیوپسي
که چېرې په مموګرام او یا الټراسونډ ازموینه کې ډاکټر فکر وکړي چې تیانو کې سرطان دی نو د تیانو بیوپسي کوي. په بیوپسي کې داکټر د تي له هغې برخې نسجونه اخلي په کومې یې چې د سرطان ګمان کړی وي. د تیانو بیوپسي مختلف ډولونه لري، د بیوپسي ځینې ازموینو کې ډاکټر په ستنه د تي یوه برخه اخلي خو ځینې وخت پرې کېدو ته اړتیا وي. د نسجونو پرې شوې برخه لابراتوار ته لیږل کیږي او که چېرې سرطان پکې وموندل شي نو د ډول پیدا کولو لپاره یې هم ازموینه کیږي.
د تیانو د سرطان درملنه
درملنه یې د تومور له کچې او د سرطاني حجرو له خپرېدو سره تړاو لري. د درملنې د ټاکنې لپاره ډاکټر د سرطان کچې، پړاو او درجې ته کتنه کوي. د سرطان درجه د سرطان د ودې او خپرېدنې ښودنه کوي. تر ټولو عامه درملنه یې جراحي ده خو ډېری خلک بیا اضافي درملنه هم کوي لکه کیمو تېراپي، په وړانګو او یا هورمون درملنه.
جراحي
د تیانو د سرطان د درملنې لپاره مختلف ډوله عملیات ترسره کېدای شي. هر ډول ته یې لاندې کتنه وکړئ :
– که چېرې جراحي کې یوازې تومور او ورسره چار چاپېره نسجونه لرې شي او له نور تي سره کار ونه لري دې ډول جراحي ته (Lumpectomy) نوم اخلي.
– که چېرې یو یا دواړه تیان پرې کړل شي نو عملیات ته (Mastectomy) نوم اخلي.
– که چېرې یو څو داسې لنفاوي غوټې لرې شي کومې چې د تومور برخه تخلیه کوي، عملیات ته ېی (Sentinel node biopsy) نوم اخلي، د وېستل شوو لنفاوي مرغړیو ازموینه کیږي چې سرطان پکې شته او که نه. که چېرې سرطان ونه لري نو د نورو لنفاوي غوټو لرې کولو لپاره بل عملیات نه کیږي. که چېرې سرطان ولري نو د نورو لنفاوي مرغړیو لرې کولو لپاره عملیات ته (Axillary lymph node dissection) نوم اخیستل کیږي.
– که چېرې د یوې ښځې په یوه تي کې سرطان وي او دوېم تی یې روغتیا ولري خو د احتیاط لپاره دوېم تی هم پرې کړي دې ډول عملیات ته (Contralateral prophylactic mastectomy) نوم اخلي.
په وړانګو درملنه
د وړانګو په درملنه کې د وړانګو لوړ ځواک لرونکي بیمونه کاریږي تر څو سرطاني حجرې په نښه کړي او له منځه یې یوسي. د وړانګو په درملنه کې تر ډېره بهرني بیمونه د درملنې لپاره کاریږي، په دې تخنیک کې له بدن بهر لوی ماشینونه وي. اوسمهال داسې هم امکان لري چې د بدن داخل کې په وړانګو سرطاني حجرې په نښه کړای شي او دې ډول درملنې ته (brachytherapy) نوم اخلي، په دې طریقه کې د وړانګو تخم له تومور سره د لنډې مودې لپاره ایښودل کیږي.
کېمو تېراپي
درمل دي او د سرطاني حجرې له منځه وړلو لپاره کاریږي. ډېری خلک یې خپله کوي خو تر ډېره له بلې درملنې سره کیموتېراپي کیږي په ځانګړې توګه له عملیات سره. ځینې کسان لمړی عملیات کوي او بیا ورپسې په وړانګو درملنې ته او یا کېموتېراپي ته مخه کوي. ځینې بیا لمړی کیمو تېراپي کوي او وروسته عملیات ترسره کوي. کیمو تېراپي سخت جانبي عوارض هم لري.
د هورمون درملنه
که چېرې د ناروغ د سرطان ډول له هورمون سره حساس وي نو ممکن ډاکټر یې درملنه په هورمون پیل کړي. دوه ښځینه هورمونونه اېسټروجېن او پروجېسټرون کولای شي د تیانو د سرطاني تومور وده تحریک کړي. د هورمون درملنه د یادو ښځینه هورمونونو تولید بلاک کوي او یا په سرطاني حجرو کې د هورمونونو اخذ کوونکی بلاک کوي. دا چاره د سرطان وده یا ورور کوي او یا یې وده دروي.
اضافي درمل
ځینې داسې درمل شته چې د سرطاني حجرو پر بدلون برید کوي د بېلګې په توګه (trastuzumab) درمل انسان کې د (HER2) پروتین تولید بندوي، یاد پروتین د سرطاني حجرو په وده کې مرسته کوي.