د کاري سپیانو نسل ده او نسل ېې د رمو د څر او د فارم ساتونکو له سپیانو اخیستل شوی. تر۱۹۷۰ لسیزې دا نسل په انګلستان کې د الساتیېن په نامه پېژندل کېده. قوي بدن لري، له ۲۲ تر ۲۶ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې له ۳۴ تر ۴۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن د وېښتانو کچه ېې درمیانه اوږده ده. ډېر وخت زېړ او تور رنګ لري خو نور رنګونه سپین ډوله زېړ او تور او داسې نور هم شته. د ډېر هوښیاروالي او وفاداري په وجه په ټوله نړۍ کې نامتو دي. پولیس او پوځ سره د کار لپاره ساتل کیږي او همداسې له ړندو خلکو سره په لار موندنه کې مرسته کوي.