د رایو سیستم کې

د ډېرو رایو ترلاسه کوونکی یو بریالی کاندید (First Past the Post) د انګریزانو سیستم دی، په دې کې یوې ډلې ته، یوه کلي، یوې ولسوالۍ او یا یوه ولایت ته د نوماندانو نوملړ ورکول کیږي او ټول پکې د خپلې خوښې د نوماند تر څنګ چلیپا نښان رسموي. له رایو شمېرلو پس چا چې ډېرې رایې ګټلې وي ګمارل کیږي.

له یوې سیمې یوازې یو کاندید ګمارل کیږي. که چېرې د خلکو د یادې ډلې دوه کسان یا درې کسان استازیتوب کوي نو هر وګړی حق لري چې په یاد نوملړ کې د دوه یا درې استازو تر څنګ چلیپا رسمه کړي ځکه چې استازیتوب یې یو کس نه کوي. په دې سیستم کې تر ډېره له یوې سیمې یوازې یو استازی ټاکل کیږي. انګریزانو ویسټمنسټر ته په دې سیستم د پارلمان غړي ټاکل. د انګرېزانو په مستعمرو کې همدا سیستم کارېده، ځینو لکه استرالیا، نیوزلنډ، ایرلنډ، قبرس، مالټا او سوېلې افریقا یاد سیستم لغوه کړی خو د انګرېزانو ځینې کالونۍ لکه متحده ایالتونه، کاناډا، هند، د افریقا او د کربین سمندر ډېر ایالتونه یې تر اوسه کاروي.

په دې ډول رایې ورکولو کې د رایې اچونې موده یوه ورځ وي. رایه اچونکي د کاندیدانو یو نوملړ ترلاسه کوي او ټوله سیمه کې یوازې یو استازی د خلکو له لوري ټاکل کیږي.

د رایو په سیستم کې، د نړۍ ډېر هیوادونه د تناسبي استازیتوب سیستم (Proportional Representation) کاروي. که چېرې یو تنظیم نیمې رایې ترلاسه کړي نو پارلمان کې نیمې چوکۍ ترلاسه کوي. په دې سیستم کې د رایو له ترلاسه کولو پس په پارلمان کې چوکۍ د رایو د تناسب له مخې ترلاسه کوي. په پارلمان کې د کیناستو لپاره ډېرې طریقې کاریږي ځینې یې لږ او ځینې یې ډېرې تناسبي دي. تر ټولومناسب تناسب به داسې وي که چېرې یو تنظیم د ټولو رایو له درې برخو یوه برخه ترلاسه کړي نو پارلمان کې هم باید له درې برخو یوه برخه چوکۍ ترلاسه کړي.

May be an image of text that says 'VOTE VOTEONCE BALLOT VOTE.CHCEONLYC0 E OINCE ONLY ONLY00 00) PAPER ALAN JONES JAMES PARTY PINK SMITH FOTHERINGTON EMILY PARTY BLUE RITA ANDERSON PARTY PURPLE BARBARA 4OKTH PARTY GREEN TEAL PARTY X'

Share
Hide Buttons