د زړه تېز بې نظمه ضربان
په انګریزۍ کې ورته (Atrial fibrillation) نوم اخلي. ډېری وخت د زړه ډېر تېز او بې نظمه ضربان وي. د زړه بې نظمه ضربان ته اېرېتمیا (arrhythmia) وایي. د زړه تېز بې نظمه ضربان په زړه کې د وینې د ټینګېدو لامل کېدای شي. د سکتې او د زړه د حملې او د زړه د نورو ناروغیو خطر هم زیاتولی شي.
د زړه پورته جوفونو ته (atria) نوم اخلي او په دې بې نظمي کې درزا یا ضربان بې نظمه او تېز وي، همداسې یې درزا د زړه له لاندې جوفونو سره په همغږږۍ کې نه وي. لاندې جوفونو ته یې (ventricles) نوم اخلي. په ډېرو خلکو کې د زړه تېز بې نظمه ضربان علایم نه لري خو په ځینې خلکو کې بیا د زړه تېز ضربان څرګند وي او سر یې چکر کوي.
د تېز بې نظمه ضربان دوره تګ او بېرته را تګ کوي او یا دوامداره وي. که چېرې بې درملنې پاتې شي نو د سکتې لامل کېدای شي. په درملنه کې یې د زړه د ضربان هغه سګنالونه بلاک کیږي کوم چې یاد حالت رامنځته کوي. په دې ډول ناروغانو کې ممکن (atrial flutter) حالت هم موجود وي د دواړو درملنه یوه ده.
نښې یا علایم
– د ززړه تېز ضربان
– د سینې درد
– د سر چکر
– ستړیا
– د سپورت کولو وړتیا کمېدل
– سا لنډي
– کمزورتیا
ځینې خلکو کې یاد حالت موجود وي خو علایم پکې څرګند نه وي.
– که چېرې د زړه تېز بې نظمه ضربان تلونکی او بېرته را ګرځېدونکی حالت وي نو طب کې ورته (paroxysmal atrial fibrillation) نوم اخلي. علایم یې له څو دقیقو نیولې تر څو ساعتو پورې دوام کوي خو کمو خلکو کې تر یوې اونۍ پورې هم ادامه لرلای شي. ډېر کم خلک پکې درملنې ته اړتیا پیدا کوي.
– دوامدار د زړه تېز بې نظمه ضربان کې د زړه سرعت کې سمون په خپل سر نه رامنځته کیږي. که چېرې علایم پیدا شي د زړه د سرعت د سمون لپاره درملنې ته اړتیا وي.
– اوږدمهاله او دوامداره تېز بې نظمه د زړه ضربان تقریبا تر ۱۲ میاشتو پورې یې علایم ادامه لري. درملنه کې یې درمل او طبي بهیرونه دواړه شامل وي.
– دایمي د زړه تېز بې نظمه ضربان نه سمیږي. درملنه کې یې د زړه سرعت کنټرول کیږي او د وینې د ټینګېدو مخنیوی پکې کیږي.
په ډېرو هیوادونو کې ډاکټر د یادو علایمو لرونکی کس د زړه ډاکټر ته لیږي او د زړه ډاکټر یې له ازموینو پس درملنې ته مخ کوي.
د رامنځته کېدو لاملونه
که چېرې په دې پوه شو چې زړه څرنګه درزا کوي نو د رامنځته کېدو په لاملونه باندې یې هم پوهېدای شو.
زړه څلور جوفونه یا داخل کې خالي ځایونه لري. کوم چې د زړه پورته برخه کې دي د (atria) نوم ورته اخلي او کوم چې د زړه لاندې برخه کې دي (ventricles) نوم ورته اخلي. د زړه پورتنیو جوفونو کې چې کوم ښي اړخ کې جوف دی په داخل کې د (sinus node) په نامه د حجرو ګروپ لري، یادې حجرې سګنال جوړوي او هر سګنال یې د زړه درزا یا ضربان رامنځته کوي. تولید شوي سګنالونه د زړه په پورتنیو جوفونو کې خوځښت کوي او ورپسې د (AV node) په نامه حجرو ته را رسیږي او په دې حجرو کې سګنال معمولا ورو کیږي. ورپسې دا سګنالونه د زړه لاندې جوفونو ته انتقالیږي. په روغتیا لرونکي زړه کې دا سګنال په ارامۍ تګ کوي او په یوه دقیقه کې له ۶۰ تر ۱۰۰ ځلې درزیږي خو د زړه په تېز بې نظمه ضربان کې د زړه پورته جوفونه ډېر تېز ضربان ترسره کوي او سنګالونه یې پکې ډېر تولیدیږي.
د زړه د تېز او بې نظمه ضربان تر ټولو لوی لامل د زړه په فزیکي جوړښت کې ستونزه ده. د زړه لاندې یاد شوي تکلیفونه یې هم پیدا کولای شي :
– د زړه داسې تکلیف کوم چې مور زادي وي
– ناروغ سینوس سېنډروم
– د (obstructive sleep apnea) په نامه بې خوبي
– د زړه حمله
– د زړه د والونو ناروغۍ
– د وینې لوړ فشار
– د سږو ناروغي، نمونیا هم پکې شامله ده
– د وینې بند شوي رګونه
– ډېر فعال تایرویډ مرغړی
– د ویروسونو له امله عفونیت
– د زړه عملیات، د عملیات له امله یې سټرس
– زیاته کافې څکل
– الکول څکل
– د مخدره موادو کارول
– سګرټ
– داسې درمل کارول کوم کې چې محرک موجود وي په دې کې د زکام او الرجي درمل هم شامل دي
مخنیوی
د مخنیوي لپاره یې :
– د شکر مخنیوی، د لوړ فشار او لوړ کولسټرولو مخنیوی اړین دی
– د سګرټو نه څښول او یا پرېښودل
– داسې خواړه خوړل کوم کې چې مشبوع غوړ کم وي
– هره ورځ له ۳۰ دقیقو تر یو نیم ساعت پورې سپورت
– له ۷ ساعتو نیولې تر ۹ ساعتو پورې د شپې ارام خوب
– روغتیا لرونکی وزن ساتل
– د سټرس مدیریت کول
تشخیص
تشخیص یې ممکن له علایمو ونشي او ناروغ خبر هم نشي چې د زړه تېز بې نظمه ضربان لري. کله چې ناروغ د کومې بلې روغتیایي ستونزې لپاره ازموینې تر سره کوي ستونزه یې پکې تشخیص کیږي. د تشخیص لپاره مو ډاکټر د روغتیا د مخینې او علایمو په اړه پوښتنې کوي. ازموینې د دې لپاره کیږي چې د زړه د بې نظمه ضربان لامل پیدا کړي لکه د زړه او تایرویډ ستونزې.
ازموینې :
– د وینې ازموینې د دې لپاره کیږي تر څو وینه کې هغه توکي وګوري کوم چې د زړه ستونزه په ګوته کوي او یا د زړه په ضربان اغیز کوي.
– اېلیکټروکرډیوګرام (ECG or EKG) د زړه ایلیکتریکي یا بریښنایي فعالیت کچه کوي. په دې ازموینه کې د ایلیکټروډ په نامه راډونو ته ورته ټاپې په سینه کې او ځینې وخت په مټه او پښه کې نښلول کیږي. د سیمانو په ذریعه ایلیکټروډ له کمپیوټر سره وصل وي او یاد کمپیوټر د ازموینې د پایلې ښودنه او پرنټ کوي. په دې کې (ECG) د زړه د سرعت، د ورووالي او تېزوالي ښودنه کوي او د زړه د تېز بې نظمه ضربان لپاره اصلي ازموینه ده.
– هوټلر منیټر د وړل کېدو وړ (ECG) اله ده. د زړه فعالیت ثبت کوي. د یوې یا دوه ورځو لپاره اغوستل کیږي او د اغوستنې پرمهال یې نورمال فعالیت ته ادامه ورکول کیږي.
– د پېښې ثبت کوونکی یا (Event recorder) لکه د هوټلر منیټر په څېر اله ده خو یوازې په ځینې وختونو کې د څو دقیقو لپاره ثبت کوي او تر ۳۰ ورځو پورې کاریږي.
– د زړه د پېښو ثبت کوونکی یا (Implantable loop recorder.) په نامه اله تر درې کالو پورې د زړه فعالیت ثبت کوي.
– ایکوکردیوګرام د انځور اخیستنې لپاره غږیزې څپې دي. د زړه د ضربان انځور پرې اخیستل کیږي.
– د سینې اېکس رې کې د سږو او زړه روغتیا کتل کیږي.
درملنه
د درملنې موخه یې د زړه ضربان کې سمون او د وینې د ټینګېدو مخنیوی وي. درملنه یې د زړه د تېز بې نظمه ضربان له مودې سره، له علایمو سره او رامنځته کوونکي لامل سره تړاو لري. درملنه یې په درملو، عملیات او یا کاتېټر په بهیرونو کیږي. په درملو یې د زړه د ضربان سرعت کنټرول کیږي، د زړه سرعت بېرته نورمال حالت ته بیول کیږي، د وینې د ټینګیدو او د خطرناکو عوارضو مخنیوی کوي.
درمل
بېټا بلاکر : د زړه ضربان ورور کوي
د کلسیم چینل بلاکر : د زړه سرعت ورو کوي خو هغو کسانو ته باید نسخه نشي کوم چې د زړه ستونزه لرلې وي او یا د ټیټ فشار ستونزه لري.
ډیګوکسین : یوازې د ارام په وخت کې د زړه سرعت کنټرول کوي، د فعالیت وخت کې یې نشي کنټرول کولای.
د وینې نري کوونکي درمل : د وینې د ټینګېدو مخنیوی کوي.
کوم درمل چې د زړه سرعت او ضربان کنټرول کوي د (anti-arrhythmics) په نامه یادیږي.
کارډیو ورژن د زړه د ضربان د بېرته سمولو لپاره یو بهیر دی. هغه وخت یې ډاکټر کاروي کله مو چې د زړه تېز بې نظمه ضربان نا ارامه کوونکي وي. کارډیو ورژن په دوه طریقو ترسره کیږي :
– الیکتریکي کارډیو ورژن کې زړه ته بریښنایي ټکان لېږدول کیږي، د لېږلو لپاره یې سینه باندې پایډلونه او یا ټاپې ایښودل کیږي.
– د درملو کارډیو ورژن کې د خولې له لارې یا ورید کې د تذریق له لارې درمل اخیستل کیږي تر څو د زړه سرعت کې سمون راولي.
کارډیو ورژن معمولا په روغتون کې ترسره کیږي. که چېرې د بیړني حالت له امله وي نو مخکې له مخکې کوم ځانګړي چمتوالي ته اړتیا نه لري خو که چېرې ناروغ له ډاکټر سره وخت اخیستی وي نو ممکن ناروغ ته سپارښتنه وشي چې څو اونۍ د وینې نري کوونکي درمل لکه ورفارین (جانتو وېن) وکاروي ځکه چې د وینې د ټیګېدو او د سکتې خطر ورسره کمیږي.
که چېرې د زړه تېز بې نظمه ضربان ښه نه شي نو ممکن (cardiac ablation) ته اړتیا پیدا شي کوم چې ځینې وخت لمړی غوراوی وي. په دې طریقه کې سړه یا توده انرژي کاریږي تر څو په زړه کې ټپ پیدا کړي. ډاکټر د وینې په رګ کې نړی ټیوپ یا پایپ داخلوي نوم یې کاتېټر وي او له همدې لارې توده یا سړه انرژي داخل کې کاروي.
د (cardiac ablation) مختلفې طریقې موجود وي هرې یوې ته یې لاندې کتنه وکړئ :
– په Atrioventricular (AV) node ablation طریقه کې د زړه په نسجونو توده انرژي کاریږي تر څو ایلیکتریکي سګنالونه له منځه ویسي، له درملنې پس یاد کس د ضربان جوړونکي ته اړتیا لري.
– په (Maze procedure) طریقه کې، سړه یا توده انرژي باندې د زړه پاسنیو جوفونو کې ټپ جوړیږي.
په (Hybrid atrial fibrillation ablation) طریقه کې د دوه طریقو ترکیب کاریږي تر څو دوامداره اوږدمهاله د زړه تېز بې نظمه ضربان پرې سم کړي.
– په (Pulsed field ablation) طریقه کې سړه یا توده انرژي نه کاریږي بلکې د لوړې ایلیکتریکي انرژي ضربان کاروي تر څو زړه کې ټپ پیدا کړي. ټپ یې د ناسم سنګال مخنیوی کوي.
که چېرې له درملنې پس بېرته د زړه تېز بې نظمه ضربان پیدا شي نو ډاکټر ممکن د درملنې بله طریقه وکاروي.