د کاري سپیانو نسل ده چې په سایبیریا کې ېې د چوکچي په نامه خلک ساتي. او دا خلک ترې په کور ساتنه فارم ساتنه کې کار اخلي. په کال ۱۹۰۹ کې الاسکا ته انتقال شول او هلته پرې د منډې وهلو لوبې پېل شوې او په منډه وهلو کې تر ټول تېز سپی وګڼل شو. پاسه ولاړ غوږونه لري، د بدن وېښتان ېې نرم دي، قد ېې له ۲۰ تر ۲۴ انچه پورې لوړیږي، د بدن رنګ ېې معمولا خړ، سور قهويي او یا تور او سپین وي. په اوربوز باندې تور ماسک لري. په سایبیریا کې له سلګونو کلونو د دې سپیانو نسل له نورو سره د ګډیدو نه ساتل شوی او خلک ېې د هوښیاري او ارام طبعیت لرلو په وجه ډېر خوښوي.