د ستونزو حل څه ته وایي ؟
د ژوند په اوږدو کې هر انسان له ستونزو سره مخ کیږي او دې ته اړ کیږي چې ستونزې هوارې کړي. ډېری خلک ګمان کوي چې یو مدیر او ناظر د ستونزو حل کې مخکښ وي خو دا ریښتیا نه دي. هر انسان د مدیر په څېر ژوند کې له مختلف ډوله ستونزو سره مخ کیږي او هر یو د خپلې پوهې او تجربې له مخې حل لار لټوي او ستونزې حل کوي. د بېلګې په توګه یو پلار د کورنۍ د اړتیا لپاره نوملړ جوړوي که چېرې د نوملړ د پېرلو لپاره پیسې ورسره کمې شي نو ګټلو ته یې مخ کوي.
ستونزو سره مخ کېدل او حل کول یې یوازې له انسانانو سره تړاو نه لري بلکې د ژوندیو ډېری ډولونه له ستونزو سره مخ کیږي او ستونزو هواروي. د شمال قطب کې هوا دومره سړه ده چې ډېر کم وخت ژوند سره انسان پکې مخ کیږي خو په دې سړو کې پیشوګانې ژوند کوي او کله چې ژمی وي تقریبا د ځمکې ټوله سطحه واورې پوښلې وي خو یادې پیشو ګانې هغه ټولې ستونزې هواروي له کومو سره چې ژمي کې مخ وي. په دې سړه سیمه کې سویان هم ژوند کوي. په دې سړه هوا کې پیشو خپله انرژي په ډېره چټکۍ له لاسه ورکولای شي او له همدې امله په هغو سویانو پسې منډه نه کوي د کومو چې نیول ناممکن وي او د دې چارې لپاره لمړی پیشو څېړنه کوي او ځان په دې پوه کوي چې نیول یې امکان لري او که نه. د څېړنې لپاره پیشو د فزیک بنسټیزو قوانین کاروي تر څو حل لار پرې پیدا کړي.
د ستونزو حل په هره رشته کې جلا مانا لري د بېلګې په توګه په اروا پوهنه کې د ستونزې حل زهنې مسلې ته د حل لار موندل دي، په ستاتیستیک کې داسې طریقه چې ده کومه چې د حل د ترلاسه کولو لپاره کاریږي، د ځینې ستونزو حل لارې په اسانه نه موندل کیږي خو ځینې ستونزې په ډېره اسانۍ هوارېدلی شي.
که تاسې په هره رشته کې یا خپل شخصي ژوند کې له ستونزو سره مخ شئ نو د حل لپاره یې یا له منطق کار اخلئ او یا د ستونزې تعبیر کوئ. دا اړینه نه ده چې د حل لپاره یې کومه طریقه کاروئ، په هره طریقه کې لمړی تاسې د حل لپاره لارې لټوئ او د ستونزې موخه ټاکئ. دبېلګې په توګه تاسې یو ساعت لس کلنو ماشومانو ته د انګریزي درس ورکوئ، په دې یو ساعت کې ستونزه د ماشومنو پام یو بل لور ته اوښتل دي او حل لار یې یو ساعت د دوي پام د لوست لور ته جذبول دي. د یادې ستونزې د حل لپاره ممکن یو کس دوي ته دوامداره درس ورکړي خو بل کس په خپل خلاق فکر ځان په دې پوه کړي چې ماشومان له ګېم سره مینه لري او له لوست څخه ګیم ورته جوړ کړي.
د ستونزو د حل په اړه د تکامل نظر
ټول په دې پوهیږي چې د تکامل تیوري چارلز داروین رامنځته کړې خو ډېر کم خلک په دې پوهیږي چې دې تیوري ته وروسته د دې لپاره وده ورکړل شوې چې انسان د ژو په مختلفو کتګوریو کومې چې پیدا کیږي ځان پوه کړي. یاده تیوري په اروا پوهنه کې هم خپل لوی ارزښت لري ځکه چې د دې تشرېح کوي چې د مختلفو موخو لپاره څرنګه ځینې ډولونه پیدا شوي. اروا پوهنه د همدې تیوري له مخې د یادو ډولونو تشرېح او د چلند وړاندوینه کوي. یادې موخې داسې څه وې چې باید یادو ډولونو ترلاسه کړې وې.
په تکامل کې مختلف عام عنصرونه شامل دي یو تر ټولو عام یې “طبیعي انتخاب” دی. طبیعي انتخاب د بدیلو ډیزاینونو داسې ټولګه ده له کومو چې یو داسې ډیزاین انتخاب کیږي کوم چې له ډول سره موخې ته رسېدو کې مرسته کوي. په بدیلو ډیزاینونو کې انتخاب موخې ته د رسېدو له مخې کیږي. دا عنصر د دې لپاره دی تر څو هر کس له مختلف حالت سره ځان تطابق کې کړي او د ستونزو په حل کې همدا عمده عنصر دی تر څو مخې ته پرته ستونزه پرې حل کړي. په پورته متن کې ډیزاین یا بدیل ډیزاین د حل په مانا ده.
که چېرې یو کس په دې پوه شي چې تطابق ګټور وو نو بل نسل ته یې د انتقال هڅه کوي.
بل اصلي عنصر د جنسي اړیکې لپاره انتخاب دی. په دې بهیر کې داسې ځانګړنې موجودې دي د کومو له مخې چې یو ډول د خپل ډول مخالف جنسیت ته په لویه کچه جذب کیږي او د خپل ډول هغو غړو سره پرې رقابت کوي چې له همدې ډول سره ورته جنسیت لري. د رقابت دا مفهوم ډېری وخت د ستونزو په حل کې کاریږي. خلک چې کله د فشار لاندې حالت کې وي ممکن دا چاره ورته ستونزمنه وي چې نورو ته له ګوتې نیولو ځان را وګرځوي او یا یې ګرم ونه ګڼي خو دا ستونزه هم حل کېدای شي.
هره رشته د ستونزو حل کاروي او هر یو د ستونزو د حل د کارولو لپاره جلا لرلید لري.
اروا پوهنه
په اروا پوهنه کې د ستونزو حل د دې لپاره کاریږي چې زهني روغتیا کې ستونزو ته پرې حل لارې پیدا کړي. هغه حالت ته رجوع کوي په کوم کې چې ته یوې موخې ته د رسېدو هڅه کوې. په دې وخت کې ممکن یو کس پېچلی منطق وکاروي تر څو په حالت ځان پوه کړي او هغه چاود یا درز سره پیوند کړي کوم چې له موخې واټن پیدا کړی تر څو د موخې په لور تګ وکړی شي. په دې بهیر کې لمړی ستونزه موندل کیږي، بیا په ستونزې ځان پوه کیږي، وروسته ستونزې ته یو روښانه شکل ورکول کیږي او له هغې پس د ستونزې په حلارې کار کیږي.
په کمپیوټر ساینس کې د ستونزې حل
کله هم چې یو شرکت یو نوی سافټ ویر جوړوي نو پکې رامنځته کېدونکې ستونزې (troubleshoot) کوي. په مصنوعي زیرکتیا کې چېرې چې الګورېتم داسې طریقې دي د کومو په ذریعه چې پروګرام ډېزاین یا طرحه کیږي، په دې کې د ستونزو حل کوونکی اتل دی ! په دې رشته کې کار کوونکی لمړی باید ستونزه په ګوته کړي او له هغې وروسته باید په بهیر کې هر ډوپلیکېشن ډیلیټ کړي، له څېړنې وروسته بیا ستونزو حل کوي.
که چېرې پروګرامران یا وده ورکوونکي د نوي اپلېکېشن په کوډینګ کې بګ پیدا کړي نو لمړی هغه کرښه پیدا کوي په کوم کې چې تېروتنه رامنځته کیږي، له تېروتنې موندلو پس په کوډ کې ګوري چې کوم بل ځای کې خو به دا تېروتنه نشته وي له کتنې او موندنې وروسته د ستونزې په هوارولو کار پیل کوي. ستونزه ممکن د پروګرامر له کمې پوهې رامنځته شوې وي، په دې حالت کې مدیر او یا ناظر ممکن د پوهې په زیاتولو کې له پروګرامر سره کار وکړي او یا همدا کوډینګ په بل پروګرام وکاروي.
په انجنیري کې د ستونزې حل
کله چې د یوه تولید بهیر له ستونزې سره مخ شي د همدې لپاره د ستونزو حل لار کاریږي. له دې لارې ستونزې کې سمون یا اصلاح رامنځته کیږي او په دې ځان ډاډه کول چې بېا ځلې هواره شوې ستونزه رامنځته نشي. له دې پرته ستونزو ته د حل لار د ستونزې د اټکل لپاره هم کاریږي د کومې چې بهیر کې د رامنځته کېدو امکان وي. ځینې وخت ممکن تاسې اړ شئ چې وروسته لور ته چارې بوځئ تر څو ترسره شوو چارو کې ستونزه په ګوته کړئ.
د ستونزمنو ستونزو ځانګړنې
ستونزمنې ستونزې هغه ستونزې وي کومې چې ناسمې تعریف شوې وي. ځینې ځانګړنې یې لاندې یادې شوي :
– د روښانتیا نشتوالی : که چېرې د ستونزې په اړه روښانتیا نشته وي نو د حالت په اړه هم پوهېدل نا ممکن وي. که چېرې تاسې د ستونزې لټون پیل کړئ نو ممکن په دې اند شئ چې حل یې ستاسې دنده یا مسولیت نه دی. ممکن تاسې یې په هوارولو پیل وکړئ او تر یو ځای پورې تګ هم وکړئ خو له هغې پس لوری ورک کړئ. که چېرې د ستونزې موخې باندې په تفصیل سره روښانتیا نه وي اچول شوې نو د حل لارې پېژندل هم ستونزمن وي.
– مختلفې موخې : د بېلګې په توګه یو شرکت صابون جوړوي، ممکن د تولید څانګه یې د صابون د کیفیت په اړه ستونزې هوارې کړي، د مارکېټینګ څانګه یې ممکن پلور لپاره د اعلاناتو ستونزې هوارې کړي. همداسې هره بله څانګه یې ممکن د خپلې څانګې د ستونزو په هوارولو کار وکړي.
– مختلف توکي، پرېکړې او اړیکې : لکه پورته بېلګه کې هره څانګه مختلفې موخې لري، یادې موخې ممکن په یوه وخت کې ترلاسه کېدونکې وي او یا د ترلاسه کولو موخې لکه ورځ او شپه جلا وختونه وي، که چېرې د څانګو ترمنځ د پېغام لېږد او ترلاسه کول په مناسبه مسلکي طریقه نه وي ستونزې زېږوي.
– وخت : کله چې په ستونزې کار کوو نو باید د ستونزې د ادامې لپاره د وخت ارزونه هم وکړو، که چېرې داسې ونه کړو نو ممکن بهرني فکتورونه پرې خپل اغیز ولري. د بهرنیو فکتورونو اغیز ممکن سملاسي وي او یا ممکن په راتلونکې کې وي. په ستونزه باندې د یاد اغیز د مخنیوي لپاره اړینه ده چې تاسې د ستونزې داینامیک حالت په ګوته کړئ او هر هغه فکتور چې اغیز پرې لرلای شي په ګوته کړئ.