سټرس زمونږ د پېړۍ تر ټولو لویه ننګونه ده. د سټرس پیدا کوونکي حالتونه بې شماره او بیا تکرارېدونکي او پېښېدونکي دي، ځینې حالتونه یې د کاروبار او ورځني ژوند تل پاتې برخه وي. که چېرې حال کې دا حالت وپېژنو او راتلونکې کې یې په اړه وړاندوینه وکړای شو نو د سټرس کمولو یا له منځه وړلو کې مرسته کولای شي او په ډېره اسانۍ تاسې خپله ارامتیا ساتلی شی.
سټرس په چاپېریال کې هر بدلون، محدودیت او تهدید ته د بدن غبرګون دی. سټرس په بدن کې په اوتومات او طبیعي توګه رامنځته کیږي بدن د فشار لاندې نیسي تر څو یو بهرني محرک ته غبرګون وښي. دا چاره زهن چمتو کېدو ته هڅوي، چمتو کېدنه یا ممکن منفي وي او یا مثبته وي. دا چمتو کېدنه بیولوجیکي، فزیولوجیکي او اروایي زنځیري غبرګون دی.
هغه محرک له کوم سره چې باید زهن او بدن ځان همغږۍ کې کړي، د پورته یاد شوي زنځیر د پیل ټکی دی او د سټرېسور په نوم یادیږي. د سټرس غبرګون نیورولوجیکي او فزیولوجیکي مېکانېزم دی د کوم په ذریعه چې بدن ځان له حالت سره مطابقت کې کوي. له دې وروسته چلند دی د کوم په ذریعه چې مونږ خپل داخلي احساس بیانوو، تعبیر کوو او په تجربې بدلوو. د سټرس پیدا کوونکی حالت ممکن ریښتینی او په حال کې وي او یا ممکن تصور شوی او راتلونکې کې وي په دواړو حالتونو کې په بیولوجیکي او فزیولوجیکي کچه غبرګون سره برابر وي.
سټرس دوست دی که دشمن ؟ سټرس دوه ډوله دی یو ښه سټرس دی او یو بد سټرس دی. د یو کس کاري تولید د همدې کس د سټرس له کچې سره خپلمنځي اړیکه لري. ښه سټرس هغه دی کوم چې تاسې ته د عمل او عکس العمل اجازه درکوي، تاسې ته وړتیا درکوي چې متحرک واوسی او د کړنو زون ته داخل شی. که چېرې بدن کې د سټرس هورمون کمه کچه خپره شي کوم زیان نه لري او تاسې ته د فعالیت وړتیا درکوي. خو که چېرې بدن کې د سټرس د هورمون کچه زیاته شي تاسې کې تشویش، زهني نا ارامي او ستړیا پیدا کوي. نو په حقیقت کې ښه او بد سټرس نشته بلکې د سټرس ګټه او زیان ستاسې د غبرګون له کچې سره تړاو لري، په بدن کې مو د سټرس د هورمون د ازادېدو یا خپرېدو کچه هم له غبرګون سره تړاو لري، د اوږدمهال لپاره په وینه کې د کورټیزول او ادرېنالین زیاته کچه زهن او زړه ته زیان اړونکې ده.
غبرګونونه او د سټرس پړاونه
کله چې مونږ سټرس اوسو نو زمونږ بدن، زهن او احساسات مونږ ته د ګواښ سګنال راکوي. دا غبرګون مونږ ته وایي چې د عکس العمل ښودلو وخت دی، د عکس العمل ښودلو لپاره زمونږ بدن په انرژي ډکیږي. دې حالت کې ممکن د سټرس رامنځته کوونکی حالت لنډ مهاله وي او سټرس یې هم لنډ مهاله او بې زیانه وي او یا ممکن د سټرس حالت بیا تکرارېدونکی او اوږد مهاله او زیان اړونکی وي.
انسان سټرس ته په چلند خپلولو چټک غبرګون ښي، دا چاره انسان ته اجازه ورکوي چې له حالت سره په چټکۍ ځان همغږۍ یا تطابق کې کړي، انسان په رغونکې توګه خپلې سرچینې په کار اچوي.
انسان له یو اوږدمهاله سټرس کوونکي حالت سره مخ کیږي. د چمتوالي لپاره چې کوم پیغام د غبرګون شکل کې ترلاسه کوي نور کار نه ورکوي، دې حالت کې انسان انرژي له لاسه ورکولو باندې پیل کوي او سټرس یې اوږد مهاله سټرس باندې بدلیږي.
سټرس کوونکی حالت ادامه پیدا کوي، انسان په سټرس کې ډوبوي، ستړیا یې له انرژي خلاصوي او بې انرژي بدن یې د ډېپرېشن ښکار کیږي.
د سټرس د زیان د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د ګواښ سګنالونو ته غوږ شئ او له ځانه دا پوښتنه وکړی چې زه څرنګه احساس کوم ؟ د احساساتو، فزیکي بدن او زهن سګنال څه وایي ؟ دا سګنالونه لنډمهاله دي او تګ او بېرته راتګ کوي ؟ کوم حالت کې کله رامنځته کیږي ؟ دا سګنالونه ماته زما د اړتیاو په اړه څه پیغام لري ؟ څه کې باید بدلون راولم تر څو ښه احساس وکړم ؟
د سټرس سرچینې بې شماره دي او څرګندېدنه یې هم مختلف شکلونه لرلای شي. سترس ممکن د نړۍ یوه برخه وي او یا ممکن ستاسې د ژوند داسې حالت وي چې تاسې پکې اوسی. په ځینې هیوادونو کې سټرس د وسله والو شخړو له امله، د خوړو د نشتوالي او زیات قیمت له امله وي خو په ځینې هیوادونو کې چېرې چې سوله ده او خواړه پرېمانه او ارزانه دي د سټرس سرچینه سخته ورځ لرل یا هم نا څاپه زیات بیلونه راتلل او د ادا کولو توان نه لرل وي. سټرس ممکن نړیواله سرچینه ولري، ممکن سرچینه یې شخصي او یا هم مسلکي وي.
کومې پېښې چې د سټرس لامل کیږي :
– سیاسي پېښې لکه کودتا، انتخابات، سیاسي شخړې او بحران
– چاپېریالي پېښې لکه هوا، برېښنایي او ایلکټرو مقناطیسي څپې
– اقتصادي پېښې لکه مالي بحران
– ټولنیزې پېښې لکه بې امني، ټولنیز خوځښتونه
– اداري پېښې لکه ښونځی، ازموینې، مسلکي کار او مسولیتونه
– روغتیایي پېښې لکه روغتیایي بحران، د وبا خپرېدنه
– ټکنالوجیکي پېښې لکه په ټکنالوجي کې ستونزې پېښېدل، زیان اوښتنه، تخنیکي ستونزې، په ټکنالوجي کې بدلون
نورې پېښې لکه کورنۍ کې طلاق، شخړې، اولاد زېږېدنه، مړینه، شخصي اړیکې، ګاونډیانو سره اړیکې، ناسم پوهاوی، د کار د مالک لخوا فشار، هوکړې، له هوکړې سره مخالفت، د ځان ډیسپلین نلرل، د پوهې نلرل.
تاسې کولای شی د خپل ځان روزونکي شی،خپل سټرېسور وپېژنی، د سټرس په سرچینې کار وکړی. لمړی له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې هره ورځ مو په خپلو اړیکو کې، کار ځای، لار، کور، شخصي او ټولنیز ژوند کې څه سټرس کوي ؟
لاندې د سټرس ځینې لاملونو ته کتنه وکړئ :
– شور، تودوخه، رڼا، ګڼه ګوڼه، ټولنیز فعل او انفعال، په ټولنه کې بې ادبه کړنې، هوا، عامه ټرانسپورټ، ترافیک
– په اړیکو کې شخړې، ناروغي، مالي ستونزې، د خوښۍ پېښې لکه واده، کوژده، له مینې جلا کېدنه، د یو څه په اړه خپګان
– زیات کار، په دنده کې د چارو بدلون، له همکارانو سره ستونزه لرل، د وخت کموالی، له کاره وېستل
کله هم چې تاسې دا ډول یو نوملړ جوړ کړ نو له ځانه لاندې پوښتنې وکړئ :
– د سټرس سرچینې او لاملونه خیالي دي او که ریښتیني ؟
– دا سرچینې او لاملونه که ریښتیني وي، د تېر وخت دي، په حال کې دي او که د راتلونکې په اړه فرضیې دي ؟
– د سټرس حالت له غسې رامنځته کیږي ؟
– د حل لارې لپاره یې سرچینې لرم او که نه ؟
– د سټرس د سرچینو په اړه چا سره خبرې کولای شم، د باور کس شته ؟
– که چېرې سم او مناسب کار پرې وکړم نو حل لار شته ؟
– څوک د مرستې لپاره لرم ؟
– د مشورې لپاره د باور وړ کس شته ؟
د سوالونو د ځوابولو لپاره ځانته کافي وخت ورکړئ.
په پرمختللو هیوادونو کې سره له دې چې هڅه شوې داسې قوانین جوړ کړي چې د هرې ادارې کار کوونکي له اروایي ستونزو لرې وساتل شي خو له دې سره سره سټرس په هره اداره کې موجود دی. سټرس په ادارو کې د همکارانو ترمنځ د ترېنګلو اړیکو لامل دی، د بیا تکرارېدونکو شخړو لامل دی، سټرس د کاري تولید د کموالي لامل دی، سټرس د غیر حاضری لامل دی. سټرس د پرمختللو هیوادونو په ادارو کې له ریس نیولې تر مامور پورې د دوران حالت کې وي.
په کار ځای کې سټرس ډېر پېچلی وي او پېچلی حالت یې رامنځته کوي لاندې متن کې یې پېچلتیا ته په زیر کتنه وکړئ :
په کار ځای کې سټرس د توازن له نشتوالي رامنځته کیږي. د توازن دا نشتوالی ممکن ریښتینی وي او یا درک شوی وي. دلته پوښتنه دا ده چې په څه کې د توازن نشتوالی ؟ د کار کوونکي د خپلسریتوب یا خودمختاري او ترې د پایلې په توګه د کېدونکې تمې ترمنځ په توازن کې نشتوالی. په دې مانا چې تمه ترې زیاته ده خو د فعالیت لپاره د پرېکړو اختیار یې کم دی. په کار ځای کې له کار کوونکي غوښتنې لویې وي خو د پرېکړو اختیار یې کم وي او همدا د سټرس لامل او لویه سرچینه وي.
په کار ځای کې د سټرس دوېم لامل د یو کس د هڅو اندازه ده او د ادارې لخوا د جایزې نشتوالی دی. یو کس اداره کې هڅه کوي خو چې څه ترلاسه کوي د دواړو تر منځ د توازن نشتوالی د سټرس دویمه لویه سرچینه ده.
که چېرې د سټرس سرچینې له منځه ولاړې نشي او یا هم یوه برخه یې لرې نشي، په بله مانا که د سټرس پیدا کوونکی حالت ادامه ولري نو په روغتیا بد اغیز لرلای شي.
– په احساساتو اغیز : منفي احساساتو ته کم مقاومت، د منفي احساساتو نفوذ زیاتېدنه
– په زهني روغتیا اغیز : خپل ځانته د احترام کمېدل، په ځان باور کمېدل، د انګېزه کمېدل
– په فزیکي روغتیا اغیز : په عضلو کې نا ارامي پیدا کېدل، په بدن کې د شحمو کمېدل یا زیاتېدل، په هډوکو کې ستونزې پیدا کېدل، د بدن په ځینې نسجونو کې د ستونزو له امله نا ارامه کېدل
– فزیولوجیکي : د بدن ایمني سیستم کمزوری کېدل
– د مغز په هایپوکمپس برخه کې د سیناپټیک اړیکو کې بدلون رامنځته کېدل؛ په تمرکز، پام او حافظه ک ستونزه پیدا کېدل
که چېرې په وخت باندې پورته یادو شوو ستونزو ته پام ونشي نو د وخت له تېرېدو سره په لاندې یادو شوو ستونزو بدلیدای شي :
– اوږدمهاله ستړیا، په هاضمه کې ستونزې لکه درد، سیلیاک ناروغي، د معدې ټپ، د خوړو زغم نلرل، په عضلو کې فایبرو مایالجیا، په تنفس سیستم کې سالنډي، د سږو داخل کې پړسوب. په غوږ کې ستونزې پیدا کېدل، په پوستکي کې روغتیايي حالتونه، په خوب کې ستونزې او بې خوبي، په ایمني سیستم کې ستونزې، د زړه ناروغۍ، زهني ناروغۍ.
– زهني نا ارامي، زغم نلرل، پرېکړې نه کول، نا خوښ اوسېدل، په تمرکز کې ستونزه، ادرس ورکول، د تشویش بې نظمي، ډېپرېشن، داسې څه ویل او درک کول کوم چې حقیقت نلري، نورو ته زهن کې جزا ګاناې ټاکل.
سټرس کولای شي ستاسې شخصیت کې لوی بدلون رامنځته کړي او یو بل شکل ورکړي
– بې کچې زیات مبایل، کمپیوټر کارول
– د تباکو، کافې، چای، بورې او مخدره موادو معتاد کېدل
– د هر څه د پېښېدو مخنیوی کول
انسان تل له ستونزو سره مخ شوی او د حل لارو لپاره یې لټون کړی او هره ستونزه یې په فرصت بدله کړې. د دې لپاره چې تاسې هم هره ستونزه په فرصت بدله کړی نو اړینه ده چې د سټرس په میکانیزم ځان سم پوه کړئ تر څو سټرس د لاسته راوړنو لپاره وکاروی نه چې برعکس ستونزه کې نښتي پاتې شی او سټرس مو کمزوري کړي.
د سټرس د مخنیوي لپاره ستراتیژي
په ژوند کې ډېر داسې څه پېښیږي چې مخنیوی یې ناشونی وي، لکه ناروغي، طبیعي پېښې لکه زلزله، سیلابونه، ټولنیز خوځښتونه او ورسره مل بدلونونه، ټکر، وبا. له پوهې او تجربې سره سره یې تاسې وړاندوینه او مخنیوی نشی کولای. دا پېښې تحمیل کیږي او زمونږ غبرګون دې ننګونو ته مونږ د ځواب ویلو لپاره چمتو کوي. که چېرې د ستونزې پر وخت په ستونزه کې نښتي پاتې شو او په فریادونو پیل وکړو نو سټرس مو لاندې کوي او داسې څه درنه جوړوي چې نور نه د ځان لپاره ګټور یاستی او نه د نورو لپاره خو که چېرې مو د حل لارې لټون وکړ نو فزیکي او اروایي روغتیا به مو کم زیان لیدلی وي او ورسره به مو ستونزه په فرصت بدله کړې وي. همداسې به مو د سټرس پیدا کوونکی حالت له منځه وړی وي.
له سټرس د ځان ژغورلو لپاره تر ټولو اغیزمنه لار له ځان سره مرکه کول دي، د سټرس سرچینه په ګوته کول او بیا یې له منځه وړلو هڅه ده.
۱ – ډېر ګډ وډ اوسېدل : بې نظمه اوسېدل د سټرس تر ټولو لویه سرچینه ده. دا اړینه ده چې له کار وروسته د ځان لپاره هم وخت ولری. وخت مو د ژوند او کار لپاره په دوه برخو وویشی.
۲ – له ډوډۍ خوړلو تېرېدل : د انرژي نشتوالی ستاسې په بدن او زهن خپل اغیز لري، که چېرې د اوږد مهال لپاره تاسې دې عادت ته ادامه ورکړئ نو د تشویش او ډېپرېشن لامل کیږي. سهارنۍ د ورځې تر ټولو اړین خواړه دي، په غرمه کې داسې خواړه وخورئ کوم چې پروتین او کاربوهایډرېټ لري تر څو ټوله ورځ انرژي ولری. په ماښام کې مختلف ډوله سبزي خواړه کړئ.
۳ – له ډېرې کافي څکلو ډډه وکړئ ځکه چې نا ارامتیا پیدا کوي او خوب مو خرابوي
۴ – له ډېرې بورې خوړلو ډډه وکړئ، د بورې پوره کولو لپاره تازه میوه وخورئ، په تازه میوه کې د بورې تر څنګ فایبر او ویټامینونه هم موجود وي
۵ – له الکولو څکلو او هر ډول مخدره موادو ډډه وکړئ دواړه انسان کې روغتیايي ستونزې پیدا کوي، د منفي فکرونو سرچینه ګڼل کیږي او د وخت له تېرېدو سره انسان برید کوونکی چلند پیدا کوي
۶ – له کم خوب کولو ډډه وکړئ، که چېرې تاسې له ۷ ساعتو کم خوب وکړئ نو د احساساتي ستونزو، زهني نا ارامي او فزیکي ستړیا لامل کیږي
۷ – ځان ډېر بې خوځښته مه پاتې کوی، دوامداره سپورت د بدن د هورمونونو تنظیم کې مرسته کوي، د سټرس د مدیریت لپاره سپورت ګټور دی
۸ – له خپل ځان مخکې نورو ته لمړیتوب ورکول په دې مانا دي چې ته خپل ځان، خپلې خوښې، خپل ارزښتونه خاموش او بې غږه کوې، که چېرې دا چاره د اوږد مهال لپاره ادامه ولري نو تاسې ناخوښ کولای شي
۹ – په هر څه د کنټرول هڅه مه کوئ، که چېرې د هر څه کنټرول ته ادامه ورکړئ ستاسې داخل کې سرچینې تخلیه کولای شي
۱۰ – بې کچې وړاندوینې مه کوئ، ډېره اندېښنه کول، د راتلونکې په اړه فرضیې او وړاندوینې، د راتلونکې په اړه بې کچې زیات تعبیرونه کول د سټرس سرچینه ده، د دې په ځای په اوسمهال تمرکز وکړئ
له سټرس سره مقاومت
کله چې سټرس موجود وي او مونږ یې نور مخنیوی نشو کولای په داسې حالت کې باید له سټرس سره مقاومت وکړو، د خپل بدن د داخل او بهرنۍ غوښتنې وزغمو او کمې یې کړو، له دې حالت سره ځان تطابق کې کړو. د مقاومت لپاره لاندې خبرې سمې تحلیل کړئ :
– ستونزه او د حل لارې لپاره تګلاره : خلک له ستونزو سره مخ کیږي، ځینې یې ستونزې ته د فرصت فکر کوي او له ستونزمن حالته ګټه کوي خو ځینې خلک د ستونزې ګمان ورته کوي او حل لار ورته لټوي، ځینې خلک په ستونزه کې نښتي پاتې کیږي نه یې د ګټې لپاره فرصت ګڼي او نه د حل لارې لټه کوي یوازې غندنو او فریاد کې بوخت وي.
– احساساتي کنټرول : د دوامداره سټرس پر مهال مو داخل کې منفي احساسات ارام وساتئ ځکه چې سټرېسور مو د بدن داخل کې احساسات تولیدوي، په زهن او بدن باندې د سټرس د بد اغیز د مخنیوي لپاره د تولید شوو احساساتو مدیریت اړین دی.
– د ټولنیز ملاتړ هڅه کول : د سټرس پرمهال د دفاع او برید کوونکي چلند پر ځای له نورو د مرستې غوښتنه وکړئ.
Post Views: 605
Comments
So empty here ... leave a comment!