د سټرس پېژندل او د مخنیوي لپاره لارې چارې لټول
۱ – سټرس هر انسان باندې په مختلفه طریقه اغیز کوي. که چېرې په دوامداره توګه تاسې د سټرس د سرچینې پیدا کولو او تعقیب هڅه وکړئ نو د سرچینې پیدا کولو کې مو تجربه زیاتیږي، د خپل ځان په اړه مو پوهه زیاتیږي، په دې کې مو پوهه زیاتیږي چې بدن مو څرنګه سټرس ته غبرګون ښي. که چېرې تاسې دا چارې تر سره کړئ نو په دې پوهېدای شی چې کله مو د سټرس کچه زیاتیږي او څه مو سټرس زیاتوي او په وخت یې مدیریت باندې پیل کوی.
۲ – د سټرس سرچینه پېژندل او مخنیوی اړین دی. په ځینې خلکو کې مثبت فعالیتونه د سټرس سرچینه وي. په دې ډول حالت کې سټرس ستاسې د پرمختګ مخه ډب کولای شي.
۳ – په اوسمهال کې له فزیکي احساس، احساساتو او زهن کې له فکر د ځان خبرول زده کړئ خو د ښه او بد قضاوت مه پرې کوئ یوازې یې د سټرس د مدیریت لپاره وکاروئ. دا چاره مو تشویش کموي، یاد او پام کې مو ښه والی رامنځته کوي. همداسې که کوم کس اوږد مهاله درد لري د درد په مدیریت کې مرسته ورسره کولای شي.
۴ – په فزیکي توګه تل فعال اوسئ. فزیکي فعالیت د سټرس د مدیریت لپاره تر ټولو اغیزمنه لار ده. فزیکي فعالیت مو بدن کې اېنډورفین زیاتوي، د خوب نا ارامتیا له منځه وړي او خوب کې ښه والی رامنځه کوي. په منځنۍ کچه فزیکي فعالیت د سټرس د مدیریت لپاره تر ټولو اغیزمنه لار ده خو بې کچې زیات فزیکي فعالیت خپله د سټرس لامل کیږي.
۵ – د خوښونکو او تفریحي فعالیتونو نوملړ جوړ کړئ. څېړنو موندلې چې کوم څه چې کوو زمونږ په احساس خپل اغیز لري. د سټرس کمولو او ځان خوښولو لپاره تفریحي کړنې اغیزمنه لار ده.
۶ – د سټرس ډېری علایم ځینې وخت د سټرس له امله نه وي د بلې ناروغۍ علایم وي. که مو چېرې سټرس ته ورته سخت علایم لرل نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
Comments
So empty here ... leave a comment!