د شولو پټي – Paddy

په انګریز ي کې ورته (rice paddy) نوم هم اخلي. په شرقي او جنوبي اسیا کې هغه پټي چې اوبه پکې ډنډ کړل شوې او وریجې پکې کرل شوې وي. په غربي اسبا کې، دلندو وریجو کرنه یا په ډنډ کې کرل شوې وریجې یو پراخ دود ده چې د پټیو کمه کرل شوې برخه د کلیو یوه لویه برخه نفوس تغذیه کوي.
په لومړي ځل د وریجو کرنه د زېږېدیز کال څخه ۳۵۰۰ کاله وړاندې شوې خو ۲۰۰۰ کاله وړاندې تقریبا د نړۍ په ټولوهغو سیمو کې چې اوس وریجې کري، وکرل شوې. ډېر وخت د شولو پټي دسیندونو، د بارانو، د سیلابونو له اوبو ډکیږي خو په ځنې سیمو کې دغه پټي اوبه کیږي. دشولو پټیو کې له ۴ تر ۶ انچه (۱۰ سانتي متره) پورې اوبه ډنډ کیږي او دغه ډنډ د فصل د مودې له ۴/۳ پورې ساتل کیږي. پرته له هند څخه په ټوله نړۍ کې وریجې بزګر کري (د کرنې لپاره ېې لکه د نورې غلې ماشینونه نه کاریږي). د کرلو طریقه ېې هم لکه څرنګه چې ۲۰۰۰ کاله وړاندې کرل شوې وې هماغسې ده (د کرنې په طریقه کې ېې کوم بدلون نده رامنځته شوی).

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons