د عقل زوال یا ډیمنشیا ته لنډه کتنه
یو روغتیایي حالت دی او له امله یې انسان خپله حافظه له لاسه ورکوي، د خپل فکر کنټرول نشي کولای او قضاوت نشي کولای. الزایمر ناروغي د ډیمنشیا د رامنځته کېدو تر ټولو لوی لامل دی. نور هغه لاملونه کوم چې ډیمنشیا پیدا کوي په مغز کې د وینې بهېدنه ده، د عصابو د ریښې زیان لیدنه ده. د عقل د زوال مخنیوی او درملنه امکان نه لري خو علایم یې په درملو ارام ساتل کېدای شي.
څه د ډېمنشیا لامل کیږي ؟
– په کورنۍ کې د ډېمنشیا مخینه لرل
– ناروغۍ لکه د وینې لوړ فشار او شکر
– زهري توکي لکه سګرټ او د سګرټ لوګی
– کم فزیکي فعالیت او سپورت نه کول
– ویرسونه او باکتریا کوم چې د اېچ ای وي او سیفیلیس په څېر ناروغۍ پیدا کوي
د ډمنشیا علایم
که چېرې سر ضربه وخوري نو ډېر ژر څو میاشتو کې ډمنشیا وده کولای شي خو که چېرې دالزایمر له امله وي نو ممکن وده یې ورو او کلونه موده واخلي. حافظه او نورې زهني وړتیاوې پکې په دوامداره توګه له لاسه ورکوي. د حافظې او نورو زهني وړتیاو له لاسه ورکوونه یې ممکن بند شي او له څه مودې وروسته بیا ادامه پیدا کړي. ممکن لاندې علایم هم ورسره مل وي :
– لمړی لنډمهاله حافظه له لاسه ورکول او ورپسې اوږدمهاله حافظه له لاسه ورکول
– تشناب ته د خالي ادرارو او د غایطه موادو لپاره د تللو هېرېدل
– غسه او برید کوونکی چلند
– ډېپرېشن، تشویش
– د داسې څه لیدل، اورېدل، احساس کول کوم چې نشته وي
د ډېمنشیا تشخیص څرنګه کیږي ؟
ډاکټر د ناروغ له نږدې خپلوانو پوښتنې کوي.
– د زهني فعالیت ازموینه : په دې ازموینه کې د ناروغ فکر ته کتنه کیږي او د ستونزو د هوارېدو وړتیا ته یې کتنه کیږي، د بېلګې په توګه ناروغ ته ویل کیږي چې دیوالي ساعت رسم کړي، په ساعت کې ممکن د ورځې د ځانګړي وخت رسمولو غوښتنه وشي، ممکن د اوسنۍ میاشتې د نوم پوښتنه وشي، د ښار د نوم پوښتنه وشي. همداسې ځینې نورې ازموینې د پام او د خبرو د وړتیا ازمویلو لپاره ترسره کیږي، د توکو ترمنځ د واټن په اړه ترې ازموینه اخیستل کیږي.
– د حافظې ازموینه : د حافظې ازموینې له ځانګړو مودو پس په دوامداره توګه ترسره کیږي تر څو یې په حافظې کې بدلون باندې ډاکټر پوه شي. د اوږمهاله حافظې د ازموینې لپاره د تېر وخت په اړه پوښتنې کیږي او د لنډمهاله حافظې د ازموینې لپاره د نویو مالوماتو په یاد ساتنې لپاره سپارښتنه کیږي.
– د وینې ازموینه : ځینې لنډمهاله روغتیایي حالتونه کوم چې د درملنې وړ دي خو علایم یې ډیمنشیا ته ورته والی لري، تشخیص یې د وینې په ازموینه کیږي.
– اېم ار ای یا سي ټي سکېن : که چېرې ډیمنشیا مغز ته فزیکي زیان اړولی وي نو په یادو ازموینو کې موندل کیدای شي. انځوریزو ازموینو کې د وینې د بهېدنې ستونزې ته هم کتنه کېدای شي. د اېم ار ای لپاره تاسې ته مایع درکول کیږي که چېرې مو مخکې له یادې مایع سره حساسیت لرلای وي نو خپل ډاکټر ته له ازموینې مخکې ووایئ. د ایم ار ای خونې ته له هېڅ ډول وسپنیزو توکو سره مه ننوځئ ځکه چې ماشین مو له وسپنې سره یو ځای د ځان لور ته د مقناطیس په ذریعه کش کولی او سخت مو ټپي کولی یا وژلی شي. که چېرې مو بدن کې یا هډوکو کې وسپنه نصب وي نو له ازموینې مخکې مو ډاکټر ته ووایئ.
د ډیمنشیا درملنه څرنګه کیږي ؟
د درملنې موخه د اوسنۍ روغتیا تر هغې ساتنه وي تر کومې چې امکان لري او دا چاره په لاندې یادو شوو کیږي :
– د ډمنشیا لپاره درمل تر څو د حافظې له لاسه ورکول ورور کړي
– د پسیکوز یا پسیکوسیس ضد درمل (انګریزي تلفظ یې انټي سایکوټیک دی) د غسې او شخړې د مخنیوي لپاره او د چلند د کنټرول لپاره نسخه کیږي
– د تشویش درمل : د زهن ارام ساتنې لپاره نسخه کیږي
– د ډېپرېشن ضد درمل : د ښه مزاج او د ډېپرېشن د علایمو د ارامولو لپاره نسخه کیږي
د ډیمنشیا لپاره لاندې یاد شوي درمل نسخه کیږي
Haldol
haloperidol
Hydergine
Haldol Decanoate
ergoloid mesylates
د ډمنشیا مدیریت څرنګه کیږي ؟
کوم کس چې ډمنشیا لري په کور کې داسې کس ته اړتیا لري چې ورځنۍ چارې او مسولیتونه یې وریاد کړي.
– ناروغ باید خپل بدن او زهن دواړه فعال وساتي لکه هنري چارې تر سره کول، په باغچه کې کار، له خلکو سره خبرې او یا په دوامداره توګه د نورو کره تلل. دا چارې مو ټولنیزې وړتیاوې ژوندی ساتي او ډېپرېشن مو کموي.
– ناروغ باید خپل ټول درمل هغسې وکاروي لکه څرنګه چې ډاکټر سپارښتنه کړې وي ځکه په سمه توګه د درملو کارونه د لوړ فشار، د کولسټرولو او شکر مخینوی کوي.
– ناروغ یا باید خپله او یا د بل چا په مرسته د خپلې ټولې ورځې فعالیت ولیکي او یو بل پسې یې ترسره کړي
– ساعت او جنتري داسې ځای کې باید ناروغ له ځان سره ولري چېرې یې چې په اسانۍ لیدلی شي.
– سګرټ نه څښول او پرېښودل : د سګرټو نیکوتین او په سګرټو کې نور بې کچې زیات کیمیاوي توکي د وینې رګونو ته لوی زیان اړوي، د پرېښودنې لپاره یې د تباکو له متخصص مرسته وغواړئ.
– خواړه مو روغتیا لرونکي یا سالم کړئ بېلګې یې تازه میوه، سبزي او د بشپړ غلې له وړو پخه شوې توره ډوډۍ ده (د داسې غلې اوړه چې د میل په پروسو کې نشایسته، ریښه او پوستکی د پروسو په ذریعه نه وي جلا شوی او درېواړه اوړو کې وي). که چېرې له شیدو جوړ تولید وي نو باید داسې وي چې شحم پکې کم وي. هر ډول لوبیا، نرۍ سره غوښه او کبان.
کله باید ناروغ ډاکټر ته یوړل شي ؟
– که چېرې ناروغ بې کچې زیاته زهني ګډوډي تجربه کوي، داسې څه اوري او یا احساس کوي او یا ویني کوم چې هلته نشته وي.
– که چېرې ناروغ برید کوونکی چلند اختیار کړي او نور یې نشي ارامولی.
– که ناروغ بې هوښه شي
– که چېرې د ناروغ مزاج او چلند په دوامداره توګه بدل شي او تبه ولري.