د غټې کولمې د پړسوب او ټپ او څېړنې
د درملنې نوملړ یې د وخت له تېرېدو سره اوږدیږي او اوسمهال تر ډېره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل یې د علایمو د کنټرول لپاره کاریږي. که چېرې غټه کولمه کې د پړسوب او ټپ لامل مالوم شي نو ممکن اغیزمنه درملنه کې یې مرسته هم وکړي. په ۲۰۲۰ کې یوه څېړنه خپره شوه، یادې څېړنې موندلې وه چې د ګېډې مکروبونه د کولمو په پړسوب کې ونډه اخلي.
که چېرې یې درمل په اغیزمنه توګه مخنیوی ونه کړي نو بله حل لار یې عملیات دی. په عملیات کې ټوله غټه کولمه پرې کیږي او د وړې کولمې پای کې غایطه مواد د ګېډې لور ته بهر وځي. تقریبا نیمایي هغو کسانو کې چې عملیات یې کړی وي د وړې کلمې پای کې پړسوب پیدا کیږي. د کومو کسانو چې له عملیات پس د وړې کولمې پای کې پړسوب پیدا شوی وو د دوي د هاضمې په کانال کې دوېم یا فرعي د صفرا تېزاب نه وو؛ همداسې د باکتریا (Ruminococcaceae) ډول پکې کم وو. که چېرې تصدیق یې وشي نو داسې اضافي خواړه به چمتو شي کوم چې ګېډه کې مکروبونه بېرته زیاتولی شي او یا ممکن هغه باکتریا پکې تولید کړل شي کوم چې یاد مکروبونه پیدا کوي.
په ۲۰۲۱ کې بلې څېړنې دا موندلې چې په غټه کولمه کې له پړسوب او ټپ مخکې د ګېډې په باکتریا کې بدلون رامنځته کیږي. که چېرې دا څېړنه ادامه وکړي نو ممکن ډاکټران په یادې ناروغۍ له اخته کېدو مخکې د ناروغۍ مخنیوی وکړای شي.
د اوس لپاره نورې څېړنې د چاپېریالي فکتورونو په اړه، د سګرټو، خوړو او سپورت په اړه او د جنتیک په اړه روانې دي.