د غټې کولمې ټپ او پړسوب او د ارام خوب لارې چارې
د غټې کولمې پړسوب او ټپ ممکن فزیکي او احساساتي علایم ولري او دواړه ډوله علایم ممکن د ناروغ په خوب خپل اغیز ولري. که چېرې علایم یې سخت وي او درد، د ګېډې نیول کېدنه او رفع حاجت کول ورسره مل وي نو ممکن ناروغ تر څلور ساعتو پورې هم خوب ونشي کړای. که چېرې ناروغ خپل خوب کې سمون رانولي نو له درملو کارولو سره سره یې علایم بېرته په چټکۍ را ګرځېدای شي.
۱ – په مختلف اړخ ویده کېدل
په ځینې اړخونو څملاستل ممکن د ناروغ علایم سخت کړي، د علایمو بېرته راګرځېدل او سختېدل د کولمې له داسې اړخ سره تړاو لري کوم کې چې پړسوب زیات وي. که چېرې یو اړخ درد کوي اړینه ده چې اړخ بدل شي او د ملا په تخته څملي او وګوري چې درد ورسره ارامیږي او که نه.
۲ – خپلو درملو ته کتنه
ځینې درمل لکه کورټي کوسټیرویډونه خوب تښتوي. که چېرې ناروغ فکر کوي چې خوب یې درمل تښتوي نو خپل ډاکټر سره دې ناروغ د درملو بدلولو، له درملو سره بل درمل د خوب لپاره اضافه کول او یا د درملو خوړلو لپاره د وخت بدلولو په اړه خبرې وکړي.
۳ – له ډاکټر سره خبرې کول
په خپل سر د بې خوبي مدیریت مه کوئ بلکې له ډاکټر سره مو خبرې پرې وکړئ. د ژوند د طریقې بدلولو او درملو لپاره تل له ډاکټر سره خبرې وکړئ. د بېلګې په توګه که ناروغ د شپې لخوا د ګېډې درد احساس کړي او د درد له امله یې خوب تېښته کوي نو ډاکټر ممکن د درد لپاره درمل ورته نسخه کړي او یا ممکن د ګېډې د نیول کېدو لپاره د شاخک ضد درمل نسخه کړي. که چېرې یو کس کې نس ناستی د خوب د تېښته لامل کیږي ممکن ډاکټر د نس ناستي درمل ورته نسخه کړي. دا اړینه ده چې تاسې د غټې کولمې د پړسوب او ټپ هغه علایم نوټ کړئ کوم مو چې خوب خرابوي او له ډاکټر سره پرې خبرې وکړئ.
۴ – ماښامنۍ مو وخته وخورئ
څېړنو ښودلې چې که چېرې د غټې کولمې د پړسوب او ټپ ناروغ تر ویده کېدو یو ساعت مخکې ماښامنۍ وخوري نو د خوب کیفیت باندې یې اغیز لرلای شي. که چېرې ۳ ساعته مخکې له ویده کېدو ماښامنۍ وخوړل شي نو ناروغ څوځلې خوب کې ویښوي او تر ډېره د ویښیدو لامل یې د معدې تېزاب او داسې نور وي. د ویده کېدو وخت سره نږدې له دروند خوراک ډډه وکړئ. او که چېرې د شپې مو ځان وږی احساس کړ نو کمه اندازه داسې خواړه وخورئ چې علایم مو نه راګرځوي. داسې خواړه چې لکټوز، بوره، مساله، کافې او فایبر پکې نه وي.
۵ – د زهني روغتیا ساتنه او درملنه
د غټې کولمې پړسوب او ټپ له زهني روغتیا سره تړاو لري او دواړه د خوب په کیفیت اغیز لري. تر ډېره تشویش او ډېپرېشن د بې خوبي لامل کیږي. د زهني روغتیا ساتنه او درملنه مو د خوب کیفیت ښه کوي.
۶ – په اوسمهال کې د اوسېدو طریقه زده کول او تمرین کول مو زهني روغتیا ساتي او د خوب کیفیت مو ښه کوي.
۷ – لاندې چارې مه هېروئ
– د خوب خونه داسې کړئ چې شور پکې نه اورئ، رڼا پکې نه وي او په مناسبه توګه سړه وي
– ماښام کې له ډېرو خوړو ډډه وکړئ، کافې او چای مه څکئ
– په یوه وخت ویده کیږئ
– د ورځې سپورت کول مه هېروئ
– د خوب په خونه کې مبایل، کمپیوټر او تلویزیون مه کاروئ
۸ – که چېرې مو د ګېډې نیوک کېدنه احساس کړه نو ټکور ورکړئ
۹ – مګنیزیم د خوب لپاره ښه دي خو ډېر بې کچې زیات مګنیزیم ممکن ناروغ کې نس ناستی او زړه بدوالی پیدا کړي