د غټې کولمې پړسوب او د ناروغ کیسه او تجربه
په ۲۵ کلنۍ کې، په ما کې د غټې کولمې پړسوب او ټپ ناروغي تشخیص شوه. یاده ناروغي د کولمې د پړسوب د ناروغي یو ډول دی کوم چې په غټه کولمه کې د پړسوب او ټپ لامل کیږي. په دوامداره توګه د وینې بهیدنه یا بلغم او درد ورسره مل وي.
له تشخیص سره زما په روغتیا کې او د مسلک په لاره کې په چټکۍ بدلون رامنځته شوو. د دې لپاره چې ژوند ممکن کړم ما پنځه داسې لارې چارې د پلي کېدو لپاره ولیکلې کومو چې ماسره په فزیکي او زهني روغتیا ساتنه کې مرسته کړې.
۱ – د کار مالک د روغتیا په اړه خبرول
کله چې د انسان دنده هم نوې وي او له دندې تر لاسه کولو پس یې تشخیص شوې ناروغي هم نوې وي او هم داسې وي چې د انسان د فعالیتونو مخنیوی کوي نو د کار مالک ته یې ویل د ویرې احساس وي. د کولمې د پړسوب ناروغ معیوب ګڼل کیږي او ځینې هیوادونو کې ورته هماغه کاري سیستم مناسب شوی وي کوم چې روغتیا لرونکي خلک کاروي او له ناروغ سره د ناروغي له امله پکې د تعصب مخه نیول شوې وي.
۲ – د ځان خیال ساتنې ته لمړیتوب ورکول
کوم کسان چې اوږدمهاله ناروغۍ لري د ځان خیال ساتنه او ارام کول ورته ډېر اړین وي. ځینې وخت کې د اوږدمهالې ناروغي ناروغان ممکن اضافي ارام ته اړتیا ولري. که چېرې تاسې د ارام لپاره حالت او وخت په ګوته کړئ او له اړتیا سره یې ارام کولو ته مخه کړئ نو د علایمو د بېرته راګرځېدو مخنیوی به مو کړی وي. زما لپاره تر ټولو ښه د ارام طریقه په اوسمهال کې پاتې کېدنه وه.
۳ – داسې کار چې له کوره یې کولای شئ
تر کورونا مخکې له واټن څخه د چارو پر مخ وړل ډېر کم وو خو له کورونا پس اوس ډېر داسې پوسټونو شته چې تاسې پکې له خپل کوره کار کولای شئ. که چېرې تاسې خپل تشناب، خوړو او نورو توکو ته لاسرسی ولرئ نو د کولمې د پړسوب ناروغي به کم زورولي یاستئ.
۴ – له خپل مهال وېش سره ځان انعطاف مننونکي کړئ
که چېرې تاسې هغسې چارې نشئ ترسره کولای د کومو چې له ځانه تمه لرئ نو د خپل ځان بښل او له مهال وېش سره انعطاف کې کول زده کړئ.
۵ – تل د علایمو د ناڅاپه را ګرځېدو لپاره چمتو اوسئ
کار، له ډاکټر سره د لیدو لپاره وخت او یا نورو ادارو کې اخیستل شوی د لیدو لپاره وخت، ورځنۍ چارې، روغتون کې بستر کېدنه، درمل خوړل او د درملو اخیستل او له دې ټولو سره ناڅاپه د علایمو راګرځېدل چمتوالي ته اړتیا لري.