د غټې کولمې پړسوب او ټپ څه دی ؟
د کولمې د پړسوب د ناروغي یو ډول دی. علایم یې له ځواکمنو نیولې تر نرمو علایمو پورې امکان لري. په ځینو حالتونو کې شته وي خو علایم یې دومره کمزوري وي چې ناروغ یې شتون نشتي تجربه کولای. د درملنې موخه یې د علایمو کمول او مدیریت وي. څېړونکي ګمان کوي چې لامل یې بې کچې زیات فعال ایمني سیستم دی خو تر اوسه یې روښانه لامل نه دی مالوم. تر ۱۴ % کسانو کې ارثي وي. د هر رنګ خلکو کې پیدا کېدلای شي خو تر ټولو زیات په سپین پوستو کې عام دی. چاپېریالي فکتورونه، باکتریا، ویروسونه، خواړه او نور انټي جېن د ایمني سیستم غبرګون راپارولی شي. کوم درمل چې د خولې له لارې د اومیدوارۍ د مخنیوي لپاره خوړل کیږي هم په غټه کولمه کې پړسوب پیدا کولای شي.
تشخیص یې د وینې په ازموینه، د غایطه موادو په ازموینه، سي ټي سکېن، اېنډوسکوپي، بیوپسي، د انعطاف وړ سېګمواېډوسکوپي او کولونوسکوپي کیږي.
که چېرې مو ګېډه کې بې کچې درد وي، کولمې کې د وینې جریان پیدا شي، دوامداره نس ناستی ولرئ، بدن کې مو اوبه کمې شي، د مفصلونو پړسوب پیدا کړئ نو هر مرو روغتون ته ولاړ شئ. درملنه یې په امینو سېلې سېلېټونو کیږي کوم چې لاندې یاد شوي :
mesalamine (Asacol HD, Lialda)
sulfasalazine (Azulfidine)
balsalazide (Colazal)
olsalazine (Dipentum)
ځینې کسان ممکن کورټي کوسټېرویډونو ته اړتیا ولري تر څو پړسوب کم کړي خو تر ډېره برعکس اغیز لري او له همدې امله یې ډاکټر نه نسخه کوي او یا یې د محدودې کارونې سپارښتنه کوي. که چېرې ټپ ورسره وي نو ممکن انتي بیوتیک هم نسخه کړي. که مو علایم ځواکمن وي نو ممکن ډاکټر بیولوجیکي درمل نسخه کړي. د بیولوجیکي درملو بېلګه یې لاندې یاده شوې :
adalimumab (Humira)
golimumab (Simponi)
infliximab (Remicade)
ustekinumab (Stelara)
vedolizumab (Entyvio)
ډاکټر مو ممکن د ایمني سیستم تنظمیونکي تاسې ته نسخه کړي کوم چې د ایمني سیستم په فعالیت کې بدلون رامنځته کوي لکه ۵-اېس اې اېس درمل
جراحي هغه وخت کې اړینه ده کله چې بې کچې زیاته وینه ضایع کیږي، علایم دوامداره وي او ناروغ بې کچې زیات کمزوری کړي، کولمه کې ټپونه وي او د پړسوب له امله کولمه کې بندولی رامنځته شي. په جراحي کې د غټې کولمې پرې کول او د رفع حاجت لپاره نوې لاره جوړول وي. نوې لار یې د ګېډې په دیوال کې سوری کول وي او د وړې کولمې پای ورسره نښلوي او رفع حاجت په یوه کڅوړه کې خالي کیږي. کڅوړې ته اوسټومي کڅوړه (ostomy bag) نوم اخلي.
د جراحي دوېم ډول کې یوازې د غټې کولمې اغیزمنه برخه پرې کیږي او ناروغ د غټې کولمې له لارې رفع حاجت کوي. له جراحي پس ممکن د رفع حاجت لپاره اړتیا دوامداره وي او غایطه مواد هم نري وي.
که چېرې یې درملنه ونشي نو د غټې کولمې سرطان پیدا کولای شي، د کولمې دیوال کې ډبلوالی پیدا کوي، غټې کولمه کې ټپ او د وینې بهېدنه پیدا کوي، سېپسیس یا د وینې عفوني کېدنه رامنځته کولای شي، سترګو، مفصلونو او پوستکي کې روغتیایي حالتونه رامنځته کوي، په پښتورګو کې تېږې پیدا کوي.