د غیزمنو خبرو اترو وړتیا کې اړین ټکي

د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا له مختلو وړتیاو جوړه ده او دا مختلفې وړتیاوې په ګډه کاریږي تر څو تاسې په اغیزمنه توګه خبرې اترې وکړای شئ. خبرې اترې د مختلف ډوله مالوماتو تر بل رسول او له بل ترلاسه کولو ته وایي. ځینې وخت ممکن تاسې نوي نظرونه، نوی احساس او یا د خپلې پروژې اوسمهالیزه مالومات له نورو سره شریک کړئ او ځینې وخت ممکن دا مالومات تکراري وي او تاسې ډېره بلدتیا ورسره ولرئ.

په ملګرتیا کې تل ریښتینولي، مهرباني، باور او پوهاوی وده کوي. همداسې د کار ځای اړیکو کې هم یادو شوو ته وده ورکول اړین دي.

په کار ځای کې خلک تر ډېره هغو نظرونو ته ځواب وایي چې له بیان سره یې په ځان باور هم مل وي لکه د سترګو اړیکه، نېغ کېناستل یا درېدل، خپل نظر او فکر مخکې له مخکې د وینا لپاره چمتو کول.

نیوکه کول او د بل نیوکه زغمل د هغه کس ځانګړنه وي کوم چې د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا لري. دا ډول کسان بل ته د رغونکې نیوکې لپاره د غوږ ایښودنې وړتیا لري او بل ته هم رغونکی پیغام رسوي. نیوکه باید پوښتنو ته ځواب ویونکې، د حل لارې رامنځته کوونکې او پروژې ځواکمنونکې وي.

د بل احساسات درک کول په اغیزمنو خبرو اترو کې ډېر اړین وي. د بېلګې په توګه که یو کس تاوان کړی وي او احساسات یې خپګان وي او ته ورسره په ټوکو ټکرو پیل وکړې نو ممکن خبرې اغیزمنې او د بل احساساتو ته پام کوونکې نه وي. د بل په احساساتو پوهېدل او د هغې له مخې یې ځواب ویل د اغیزمنو خبرو ارو یوه برخه ده.

مقابل لوري ته احترام اړین دی او د احترام تر ټولو اړینه برخه داده چې په دې پوه شې کله په خبرو اترو پیل وکړم او کله خبرې وکړم او ځواب ووایم. په ټیم کې د نورو په خبرو کې نه ورغورځېدل اړینه وړتیا ګڼل کیږي. د خبرو په وخت کې په موضوع باندې خبرو ته دوام ورکول، په روښانه توګه پوښتنه کول او د بل پوښتنې ته روښانه ځواب ویل نورو ته احترام ګڼل کیږي.

د اغیزمنو خبرو اترو ډېری وړتیاوې عادتونو دي کومو ته چې یو کس د وخت اوږدو کې وده ورکوي. دې عادتونو ته د ودې ورکولو لپاره د فرصت لټه کې اوسئ تر څو یې تمرین کړئ.

که چېرې ته د نورو په احساس، نظرونو او موخې پوه شې نو په دې هم پوهېږې چې کله خبرې اترې ورسره وکړې.

کله چې یوه حالت مخالفت او شخړه رامنځته کړې وي نو په ډېره اسانۍ احساسات د انسان خبرو کې بیانیږي. د احساساتو په ځای د فکر د بیان تمرین کول اړین دي او د مخالفت او شخړې پرمهال ارام پاتې کېدل ارین دي.

Share
Hide Buttons