د فرانسې بل سپی – French bulldog

دا بل سپیان سپورتي سپیان نه دي. نسل ېې د ۱۸ پېړۍ په اخر کې اخیستل شوی. په فرانسه کې د ځایي وړو سپیانو او وړو بل سپیانو ګډ نسل ده. د بل سپیانو واړه همساري دي خو د دې سپیانو غوږونه تر بل سپیانو لږ غټ او په څوکه ګرد دي. تندی ېې د غوږونو تر منځ پراخ ده او له سترګو جګ ده. ډېر وخت په کورونو کې د کورني سپي په څېر ساتل کیږي خو کله کله د فارمونو څوکیداري هم کوي. 
قد ېې له ۱۱ تر ۱۲ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۱۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په هر رنګ کې پیدا کیږي.


Share
Hide Buttons