د فضا بې ثباته حرکت – Atmospheric turbulence

په وړه کچه د بادونو غېرې منظم حرکتونه چې جهت او سرعت ېې په خپلمنځ کې توپیر لري. د فضا بې ثباته حرکت ډېر اړین ده ځکه چې فضا سره ګډوي، د اوبو د تبخیر لامل کیږي، لړې یا غبار او همداسې نور تغیرات رامنځته کوي. له دې پرته په فضا کې په افقي او عمودي توګه د انرژۍ وېش کوي. د فضا بې ثباته حرکتونه د ځمکې سطحې ته نږدې او د فضا پاسه برخه کې له یو بل سره توپیر لري. د ځمکې سطحې ته څو سو ه متره کې کله چې اسمان شین او یا کمه وریځ وي نو د فضا بې ثباته حرکتونه ورځنی توپیر لري. کله چې ورځ نیمه شي او د لمر وړانګې فضا ګرمه کړي نو بادونه تر نورو وختو ډېر خوځېدونکي یا فضا کې لامبو وهونکي کیږي او په دې وخت له پاسه خوا سړه هوا راکوزیږي چې د ګرمو بادونو ځای نیسي. له پاسه په عمودي توګه راکوزېدونکي بادونه چې کله د ټیټې سطحې له بادونو سره ګډیږي نو د فضا بې ثباته حرکت رامنځته کوي. د شپې لخوا کله چې کله چې لمریزې وړانګې نه وي دغه بادونه ډېر ژر سړیږي او په تودوخه کې با ثباته کموالی راولي او همداسې د هوا د سړېدو په وجه د بادونو سرعت هم کمیږي.
کله چې اسمان ورېځ وي د ټیټي سطحې د بادونو تودوخه په شپه او ورځ کې کم توپیر لري او همداسې د فضا په بې ثباته حرکت کې هم لوی توپیر نه راځي.

د فضا د پاسه برخې بادونه تقریبا منظم حرکت لري او کله چې بې ثباته حرکت وکړي نو د الوتکو په الوتنو اغیز کوي.