د فعال اوسېدنې چلند څوک لري ؟

نړۍ کې درې ډوله خلک موجود وي : یو ډول یې هر څه پېښوي، دوېم ډول یې د پېښو ننداره کوي او درېم ډول پېښو ته حیرانتیا کوي. په ۱۹۹۴ کې هامېل او پرا هالډ همدا خبر په بل ډول د شرکتونو په اړه کړې. دوي وايي د راتلونکې په لور لار کې ډرېوران، سپرلۍ او لار کې د ټکر له امله مړه شوي کسان وي. په هره سوداګرۍ کې مدیران تشویق کیږي چې فعال واوسي، همداسې شرکتونه غواړي چې خپله راتلونکې په فعاله توګه جوړه کړي. په ۱۹۹۸ کې رابرټ کیلي شرکتونه او خلک پېښو ته په غبرګون ښودونکو او مخکې له مخکې په خپله پېښونکو باندې وېشلي. کله چې د فعال اوسېدنې کلیمه وکارول شوه نو خلکو دا پوښتنه کوله چې مدیریت کې یو بل ژر تېرېدونکی موډ دی او که د وخت اړتیا ده ؟ که چېرې فعال اوسېدل په روښانه توګه تعریف او پلي شي نو تر هر وخت زیات په ۲۱ پېړۍ کې د مدیریت او د هرې بریا ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده. د فعال اوسېدنې چلند په هر هیواد کې او په هر مسلک کې د بریا راز دی.

دوه کسان کوم چې په ورته دنده کې په ورته مقام کې کار کوي ممکن دواړه په ډېره مختلفه طریقه خپلې چارې ترسره کړي. فعال کس مسولیت اخلي، رغونکی بدلون او اصلاحات رامنځته کوي او هر څه په داسې طریقه پر مخ وړي چې مخکې له مخکې ترسره شوي او پلان شوي وي. پېښو ته غبرګون ښودونکی دوېم کس ممکن کار ځای کې داسې چلند ولري لکه کوم کس چې د ډوبېدو حال کې وي او هڅه کوي سر له اوبو بهر وساتي تر څو سا واخلي او پای کې یې د اوبو جریان یا بهېدنه له ځان سره لاهو کوي. د اصلاحاتو او بدلون په ځای د هر وخت په څېر د عادت له مخې چارې پیل کوي او پای ته یې رسوي. فعال کس دا هیله لري چې وضعیت کې بدلون رامنځته کړي او داسې بدلون پکې رامنځته کوي د کوم چې لوری خپله فعال کس ټاکلی وي خو د دوېم کس چارو په خپلسر خپل لوری ټاکلی وي. کوم کس چې فعال وي د ورته خلکو له ډلو سره توپیر لري او کومه سوداګرۍ کې چې مدیر وي نو سوداګري یې له نور مارکېټ سره توپیر لري.

فعال کس بدلون رامنځته کوي او یا یې خپله طرحه کوي او پېښو ته غبرګون ښودونکی بدلې او نامالومې راتلونکې ته ځان د همغږي کولو یا تطابق کې بوخت وي. د فعال کس لمړۍ چاره په سوداګرۍ کې د ښه والي رامنځته کولو پیل وي. کوم کس چې پېښو ته غبرګون ښودونکی وي تل ځان وروسته کوي او بل ته اجازه ورکوي چې هر څه پېښ کړي او په دې هیله وي چې د نورو لخوا پرې تحمیل شوي بدلون سره به ځان همغږی کړای شي او خپلې چارې به پر مخ یوړای شي.

ډېری خلک په کړنو کې بوخت وي او دا کړنې یې په ناغوښتل شوې توګه د بدلون لامل کیږي. بدلون یې منفي او یا مثبت اغیز لري. دا خلک فعال نه وي او نه هم د فعال اوسېدو چلند دی. دوېم ډول خلک بیا جوړښت ته مخه کوي د همدې بیا ځلې جوړښت پر بنسټ یو حالت ته نوی تعبیر، مانا او چوکاټ لټوي. دا چاره هغه وخت ګټوره ده چې کله یو ګواښ ته د فرصت تعریف ورکړل شي، د ډېر سټرس پیدا کوونکي حالت ته پرې د کنټرول کېدونکي حالت ګمان وشي. خو ځینې مدیران یې د دې لپاره کاروي چې ریښتینی خطر پرې له پامه وغورزوي او زهن کې د همدې بیا ځلې جوړښت پر بنسټ داسې فکر کوي چې د کار کولو وړتیا لري او مخه یې ډب کولای شي. دا ډول خلک د حقیقت له بدلولو پرته یوازې خپل زهني درک بدلوي او دا خلک هم فعال خلک نه ګڼل کیږي.

درېم ډول خلک ارادي پرېکړې کوي تر څو له یوه حالته بهر شي او بل حالت ته داخل شي دا د فعال اوسېدو چلند دی. دا خلک هر بدلون په مستقیمه او ارادي توګه په خپله رامنځته کوي او هېڅ بدلون ترې په خپلسر نه وي رامنځته شوی. د اوسني حالت لپاره بدیل حالتونه لټوي.

فعال خلک څه کوي ؟ لاندې یې وګورئ :

۱ – لمړی د بدلون لپاره په زهن فرصتونه سکن کوي. د ودې لپاره نوي فرصتونه لټوي. د همدې چارې لپاره دوامداره لټون کوي.

۲ – ټول تمرکز یې په ترسره کولو وي او د هرې چارې ترسره کول یې ریښتینی اغیز لري. تر ډېره د خپلو خدماتو او تولیداتو د پلور په فکر کې نه وي بلکې د پېرودونکو د ځواکمنتیا په فکر کې وي.

۳ – د ستونزو وړاندوینه کوي او تر پېښېدو مخکې یې مخنیوی کوي. د ستونزو مخنیوی یوازې په هیله لرلو نه کوي بلکې په ریښتینې توګه د مخنیوي لپاره اغیزمن ګامونه اخلي.

۴ – له نورو سره توپیر لرونکې چارې ترسره کوي او یا هم ورته چاره په داسې طریقه ترسره کوي چې له نورو سره یې د ترسره کولو طریقه توپیر لري. د یو څه ترسره کولو لپاره دودیزې طریقې نه کاروي.

۵ – ترسره کول کوي. ډېر څه یې په کولو زده کړي وي، د هر څه په کولو کې لمړي وي او له همدې امله تر نورو مخکې د ډېر څه مخکښ وي.

۶ – کله هم چې له خنډونو سره مخ شي نو ځان نه وروسته کوي بلکې خنډ له مخې لرې کوي. په دې اند وي که چېرې دې بس کړل نو یوازې بس کول نه دي بلکې ډوبېدل دي نو له همدې امله مخکې تګ کوي. وړې ننګونې د بریا راز ګڼي له کومو سره چې هره ورځ، هر اونۍ او هره میاشت مخ کیږي. ورته تخنیکونه او ستراتېژي نه کاروي بلکې خپل لوری د وخت له اړتیا سره بدلوي.

۷ – پایلې تر لاسه کوي.

کوم شرکتونه چې بدلون رامنځته کوي ګټونکي او کوم شرکتونه چې د بدلون ننداره کوي د بریا له نوملړ پاکیږي. کوم خلک چې د فعال اوسېدو چلند لري د ښې مشري وړتیا هم لري، تل د ګډون کولو هیله لري.

د فعال اوسېدو چلند لکه د نورو کاري چلندونو په څېر دی هر انسان یې په خپل ځان کې لرلای شي. دلرلو لپاره د طریقې خوښولو او روزنې ته اړتیا ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons