Armadillidiidae – ارما ډیليډي ایډی

د لرګیو د سپږو کورنۍ ده، په وچه کې اوسېدونکي کلک پوسته یا کروستاسیا دي، په اېزو پوډا ډله کې ګروپ شوي. د لرګیو د سپږو د نورو کورنیو برعکس د دې کورنۍ غړي کولای شي ځان د توپ په څېر تاو کړي. د توپ په څېر تاوېدنې ځانګړنه یې په زر پښي پېل او ځینې نورو ژو کې هم شته. په انګرېزۍ کې (pill) ګولۍ ته وایي، دوېمه مانا یې یې د جاکټ یا له وړۍ جوړې شوې ټوټې پر سطحه له تارونو غوټې جوړېدو ته وایي کوم چې ډېری وخت د زړېدو له امله وي. د دې سپږې نوم هم له همدې جوړښت اخیستل شوی.

د دې کورنۍ غړو ته (Roly polies, slaters, potato bugs, doodle bugs and cheeselogs) نومونه هم اخلي. ډېر ډولونه یې د مدیترانې د سمندر سره سیمو کې پیدا کیږي خو یو څو ټولونه یې د اروپا په ډېرو سیمو کې ژوند کوي. د (Armadillidium vulgare) ډول یې د متحده ایالتونو نیو انګلنډ سیمې ته په ۱۹ پېړۍ کې انتقال شوی او اوسمهال د شمالي امریکا لویې برخې ته خپور شوی.

ارما ډیليډي ایډی کورنۍ د لرګیو د سپږو له نورو کورنیو سره د انتونو په وېښتو کې، په لکۍ کې چې په ارتروپوډ کې ورته (uropods) نوم اخلي او د توپ په څېر د تاوېدو ځانګړنه کې توپیر لري.


ایکولوجي او چلند
خپل بدن د توپ په څېر تاوولی شي او د تاوېدو بهیر ته یې (conglobation) نوم اخلي. دا ځانګړنه یې له کوکو مچیو سره، ارمادیلو سره، زر پښي پېل او ځینو نورو ژو سره شریکه ځانګړنه ده. ممکن د لړزې یا فشار په ذریعه یې ترسره کوي. د توپ په څېر د تاوېدو چلند له ښکار کېدو د دفاع لپاره کاروي.

خواړه یې د بوټو خثی شوې یا تجزیه شوې برخې دي لکه پاڼې خو کمه اندازه د لرکي فایبر هم خوري. په لانده حالت کې په تازه بوټو هم ځان تغذیه کوي. د کرنې په ځینې سیستمونو کې لوی افت کېدلای شي په ځانګړې توګه هغوسیمو کې چېرې چې باران او سیلابونه ډېر وي. د کرنې په زیاتو بوټو د بادرنګ، جوار، لوبیا، کدو، نخود، هندوانه، چغندر، سرې مولۍ، کچالو، ځمکني توت، پالک او کاهو په شمول ځان تغذیه کوي. تر ټولو زیات زیان ځمکنیو توتانو ته اړوي. ځینې ډولونه یې د ژو په غایطه موادو او مردار شوي جسد ځان تغذیه کوي. که چېرې د مار پوستکی او یا نورې مړې شوې سپږې هم پیدا کړي ځان پرې تغذیه کوي.


ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس  مالاکوستراکا
له ډلې پورته پېراکاریډا
ډله اېزوپوډا
له ډلې لاندې انسیډیا
کورنۍ ارما ډیليډي ایډی

په ارما ډیليډي ایډی کورنۍ کې لاندې ۱۵ نسلونه شامل دي :

  • Alloschizidium
  • Armadillidium
  • Ballodillium
  • Cristarmadillidium
  • Cyphodillidium
  • Echinarmadillidium 
  • Eleoniscus
  • Eluma
  • Paraschizidium
  • Paxodillidium
  • Platanosphaera
  • Schizidium
  • Trichodillidium
  • Troglarmadillidium
  • Trogleluma
  • Typhlarmadillidium
د ډول علمي نوم یې (Armadillidium granulatum) دی د تاوېدو مختلف پړاونه یې انځور شوي
دلرګیو پېل سپږه په لرګیو کې

 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons