د مثبت فکر ګټې

مثبت فکر لوی ځواک دی خو که چېرې مناسب ځای کې، په مناسب وخت کې په سمه توګه وکارول شي. د مثبتې اروا پوهنې او خوشبیني په مناسبه توګه کارول یو هنر دی او هر انسان یې زده کولای شي. کومې ستونزې چې د مثبتې اروا پوهنې چار چاپېره حل شوي د خلکو پام یې خپل کړی دی خو په ورته وخت کې یې د خلکو لخوا ناسم تعبیر خلک ناسم لوري ته هم هدایت کړي.

د ارسطو لپاره خوښي د انسان د وجود تر ټولو وروستی هدف دی کومه چې د یو کس د ژوند په اوږدو کې په نیک فضلیت ترلاسه کیږي. له ارسطو لسګونه پېړۍ وروسته مسلو د خپلې تیوري په غونډۍ ته ورته اهرام کې د انسان اړتیاوې نورې هم پېچلې یادې کړي، په دې اهرام کې د انسان پېچلې غوښتنې احساساتي اړتیاوې ترلاسه کول، کرامت او وقار، په خپله د بریا په لور د ګام اخیستو وړتیا لرل، د اروایي اړتیاو لاسته راوړل او خوندي چاپېریال دي. د مسلو په تیوري کې ټول یاد شوي په ښه فضیلیت یا مثبت فکر ترلاسه کېدای شي. په بله مانا یو کس باید دا زده کړي چې مثبت احساسات کله او څرنګه په اغیزمنه توګه وکاروي.

د مثبت فکر تر ټولو لمړۍ ګټه له احساساتو سره انعطاف او د هر ډول فشار مدیریت دی. کوم کسان چې د انعطاف وړتیا لري د منفي احساساتو له اغیز ژر ځان خلاصوي او د ډېرې لوړې کچې سټرس هم په ډېره اسانۍ مدیریت کوي. د انعطاف وړتیا لرونکي خلک د ډېر فشار لاندې هم مثبته انرژي اخلي. څېړنو موندلې چې دا ډول خلک ډېر کم وخت جرم کوي او یا قانون ماتوي. د مثبت فکر لرونکي کسان د کار دروند بار په ډېر سرعت پر مخ وړي.

Sidebar



Share
Hide Buttons