د مغز بې نظمي څه ته وایي ؟
په مغز کې مختلف ډوله ستونزې مختلف لاملونه لري لکه ناروغي، جنتیک او ټپ. د هر لامل خطر، تشخیص او درملنه له یو بل سره توپیر لري. ستاسې مغز ستاسې د بدن د کنټرول مرکز دی. د عصبي سیستم یوه برخه ده، په دې کې شوکي نخاع او د عصابو لویه شبکه او نیورونونه هم شامل دي. عصاب مو د هر څه کنټرول کوي، په بدن کې له ټولو عضلو نیولې تر ټولو حسونو پورې عصاب کنټرول کوي. که چېرې مغز زیان وویني نو د انسان له شخصیت نیولې تر حسونو او حافظې پورې اغیز کوي. ټول هغه حالتونه د مغز بې نظمي ګڼل کیږي کوم چې د مغز په فعالیت اغیز کوي.
د مغز ټپي کېدنه
د مغز ټپي کېدنه د مغز نسجونو ته، نیورونونو او عصابو ته زیان اړولی شي او له بدن سره یې د اړیکې په وړتیا اغیز کولای شي. د مغز د ټپي کېدنې بېلګې :
– د مغز په نسجونو کې د وینې ټینګېدل او له امله یې نسجونو کې پړسوب
– د وینې ټیګېدنه
– د مغز د نسجونو شینوالی
– د سر کوپړۍ کې پړسوب
– په سر ضربه خوړل
– سکته
د مغز د ټپي کېدو عام علایم
– زړه بدوالی او کانګې
– په خبرو کې ستونزه
– له غوږونو د وینې بهېدل
– بې حسه کېدل
– سر درد
– فلج کېدنه
– د حافظې له لاسه ورکول
– په تمرکز کې ستونزه پیدا کېدل
ممکن وروسته پکې لاندې یاد شوي علایم پیدا شي
– د وینې لوړ فشار
– د زړه کم نرخ
– په غیرې منظمه توګه سا اخیستنه
– د سترګو د ګاټو د منځ پراخېدنه
درملنه یې د ټپي کېدنې له ډول سره تړو لري خو معمولا په درملو، بېرته نورمال حالت ته په راوستو او یا د مغز په عملیات کیږي. که یو کس مغز کې زیان لیدلې برخه ولري نو په جراحي یې یا د زیان لیدلې برخې ترمیم کیږي او یا له مغز څخه لرې کیږي او یا پرې واردېدونکی فشار لرې کیږي. خو که چېرې مغز کې ټپ ډېر کوچنی وي ممکن یوازې د درد لپاره درمل ورته نسخه شي. بېرته نورمال حالت ته راوستلو کې یې فزیکي درملنه، د خبرو اترو درملنه او د عصابو د ډاکټر لخوا د درملو نسخه شامل دي.
په مغز کې تومور
په مغز کې د تومور رامنځته کېدنه ډېر زیات خطر لرلای شي، که چېرې مستقیما په زهن کې تومور وده کړې وي نو په طبي ژبه کې ورته (primary brain tumors) نوم اخلي، خو که چېرې د بدن له بلې برخې سرطان مغز ته خپور شي دې ډول تومور ته (secondary or metastatic brain tumors) نوم اخلي. په دوېمې اصطلاح کې د (metastatic) مانا داده چې د (metastasis) پر بنسټ یې وده کړې وي او د (metastasis) مانا دا ده چې تومور په مستقیمه توګه په همدې برخه کې وده نه وي کړي بلکې د بلې برخې سرطان خپور شوی وي یا هم په ساده توګه ویلی شو چې د (metastasis) کلیمې مانا (secondary brain tumors) ده.
که چېرې تومور سرطاني (cancerous) وي په طب کې (malignant) ګڼل کیږي، د دوېم کلیمې (malignant) مانا هم سرطاني ده ؛ که غیرې سرطاني (noncancerous) وي نو (benign) ګڼل کیږي، د دوېمې کلیمې (benign) مانا هم غیرې سرطاني ده. په مغز کې تومور ممکن کم برید کوونکی یا خپرېدونکی وي او یا ممکن زیات برید کوونکی یا خپرېدونکی وي، ډاکټران یې د برید کچه په ۱، ۲، ۳ او ۴ ښي، څومره یې چې شمېره لوړه وي همدومره زیات برید کوونکی وي.
په مغز کې د تومور لامل تر اوسه په پراخه کچه نامالوم دی او په هر انسان کې، په هر عمرکې پیدا کېدای شي. د مغز د تومور علایم د تومور له کچې او موقیعت سره تړاو لري. عام علایم یې لاندې یاد شوي :
– سر درد
– د نیول کېدنې احساس
– په پښو او لاسونو کې بې حسي او یا د ستنې ستنې کېدو احساس
– زړه بدوالی او کانګې
– په شخصیت کې بدلون
– په خوځښت او توازن کې ستونزه
– په خبرو، اورېدو او لید کې ستونزه
د مغز د تومور درملنه له ګڼ شمېر فکتورونو سره تړاو لري لکه د تومور کچه، د ناروغ عمر، د ناروغ د ټولې روغتیا کیفیت یا څرنګوالی. درملنه یې په کیمو تېراپي، عملیات او وړانګو امکان لري.
د عصبي سیستم د خرابېدنې ناروغي (Neurodegenerative diseases)
د (Neurodegenerative) مانا د عصبي سیستم خرابېدنه ده، په ځانګړې توګه په مغز کې د نیورونونو. دا ناروغي د وخت له تېرېدو سره مغز او عصاب له منځه وړي، د مغز او عصابو نسجونه خرابوي.
ځینې ناروغۍ د عمر له تېرېدو سره رامنځته کېدای شي لکه الزایمر ناروغي او د فکر په بهیرونو کې او حافظې په توازن کې په ورو توګه بدلون راوستی شي. همداسې ځینې ناروغۍ جنتیکي دي لکه (Tay-Sachs disease) او په ځوانۍ کې پیل کیږي. له یادو دوه ناروغیو پرته نورې عامې د عصابو او مغز خرابونکو ناروغیو کوچنی نوملړ لاندې وګورئ :
– د هنټینګټون ناروغي
– د کلو ګېرېګ ناروغي د (amyotrophic lateral sclerosis) نوم هم ورته اخلي
– د پارکېن سن ناروغي
– د عقل د زوال یا ډیمنشیا ټول ډولونه
د مغز او عصبي سیستم د خرابونکو ناروغیو عام علایم
– د حافظې له لاسه ورکول
– تل هېرېدل
– په هر څه کې بې علاقې کېدل
– تشویش
– فزیکي نا ارامتیا
– شرمېدنه (وېره او لرېوالی)
– په مزاج کې بدلون
د مغز او عصابو خرابونکې ناروغۍ بېرته نه رغېدونکی ویجاړی رامنځته کوي او د ناروغۍ له ځنډینۍ کېدو سره یې علایم هم سختیږي. درملنه نه لري او یوازې یې په درملو علایم ارام ساتل کیږي.
د مغز د بې نظمیو لپاره لمړی ممکن ډاکټر ستاسې د اورېدو، لید او فزیکي توازن ازموینه وکړي او وروسته ممکن د سي ټي سکېن، اېم ار ای، پي اي ټي سکین سپارښتنه وکړي.
د زهني روغتیا بې نظمۍ (Mental health disorders)
د زهني روغتیا بې نظمي یا د زهني روغتیا حالتونه د ستونزو لوی ګروپ دی او د انسان په چلند اغیز کوي، تر ټولو عامې یې لاندې یادې شوي :
– ډېپرېشن
– تشویش
– د بي پولر بې نظمي
– شېزوفرېنیا
د زهني روغتیا د بې نظمیو علایم په هر زهني حالت کې توپیر کوي. که چېرې مو په چلند کې توپیر ته پام شو اړینه ده چې له مسلکي ډاکټر سره خبرې وکړئ. درملنه یې دوه عمده ډولونه لري یو درمل او بل اروایي درملنه ده خو د دواړوترکیب ډېر اغیزمن وي.