د مفصلونو پړسوب څه ته وایي ؟

په انګریزۍ کې ورته ارترایټېس (Arthritis) وایي. د بدن په یوه یا ډېرو مفصلونو کې پړسوب دی. تر ۱۰۰ زیات ډولونه لري، د هر ډول د پیدا کېدو لامل او درملنې طریقې یې توپیر سره لري. تر ټولو عام پېښېدونکی ډول یې اوسټیو ارټرایټېس (Osteoarthritis OA) دی. په دوېمه کچه نور عام پېښېدونکي ډولونه یې (rheumatoid arthritis RA, psoriatic arthritis, PsA and gout) دي.
 
علایم یې د وخت په اوږدو کې پیدا کیږي خو ممکن نا څاپه هم راڅرګند شي. د (rheumatoid arthritis) ډول یې د ۳۰ کلنۍ او ۵۰ کلنۍ تر منځ پیدا کیږي خو په ورته وخت کې په کوچنیانو او ځوانانو کې هم وده کولای شي. د (Osteoarthritis) ډول یې له ۵۰ کلنۍ او ۶۰ کلنۍ وروسته پېښېدای شي خو ښځو کې بیا له ۴۰ وروسته هم تشخیص شوی. په هغو کسانو کې زیات وي کوم چې زیات وزن لري.

نښې او علایم

تر ټولو عام علایم یې د بندونو درد، د بندونو د خوځښت پر مهال سختي او درد او پړسوب دی. په سهار کې له خوبه د پاڅېدو پر وخت یې علایم تر نورو وختو زیات محسوس کېدونکي وي. نور علایم یې :
 
– کله چې بندونه قاتوی په بندونو کې کلېک ته ورته غږ
– د مفصلونو چار چاپېره برخه کې د عضلو کمزورتیا
– په ګوتو کې د هډوکو وده
– په زنګنونو کې ناخوښونکی غږ
– ستړیا
– کمه تبه
– په خوله او سترګو کې پړسوب
– د زړه په عضلو او رګونو کې پړسوب
– د وینې کمې سرې حجرې

لاملونه

– د مفصلونو بې کچې زیاتې کارونې له امله مفصل کې ستونزه پیدا کېدل
– زیات عمر
– ټپي کېدنه
– زیات وزن
– په ایمني سیستم کې بې نظمي
– جېن یا د کورنۍ مخینه
– د عضلاتو کمزورتیا
 
Osteoarthritis
که چېرې د مفصل په کرپندوکي (غضروف) کې ټپ یا عفوني کېدنه رامنځته شي نو دا حالت یې ستونزه کې زیاتوالی رامنځته کولای شي. کرپندوکی یا غضروف په بندونو کې کلک خو د قاتېدو وړ نښلونکي نسجونه دي، کله چې تاسې په بندونو فشار اچوی او یا هم بندونه مو ټکان وخوري نو کرپندوکی یې ساتنه کوي. که چېرې د کرپندوکي په حجم کې کمی هم رامنځته شي د پړسوب یو ډول پیدا کولای شي. که چېرې مو کورنۍ کې د (Osteoarthritis) مخینه لرلې وي نو تاسې کې یې هم د پیدا کېدو چانس ډیر وي.
 
Rheumatoid arthritis
لامل په ایمني سیستم کې بې نظمي وي. کله مو چې د بدن ایمني سیستم په نسجونو برید پیل کړي نو بندونو او د بدن نورو غړو کې د پړسوب لامل کیدای او یاد حالت رامنځته کیدای شي. کله چې د دې حالت له امله بندونو کې پړسوب پیدا شي نو پړسوب یې په (synovium) اغیز کوي کوم چې بندونو کې مایع تولیدونکی او د کرپندوکي غوړ ساتونکی دی او دا چاره دواړه کرپندوکی او هډوکی له منځه وړلای شي. تر اوسه دا نه ده مالومه چې ولې ایمني سیستم په نسجونو برید کوي خو ساینس پوهانو دا موندلې چې د دې حالت پیدا کېدو لامل ارثي دی.

تشخیص

لمړی ډاکټر سره لیدل اړین دي او له ډاکټر نه د متخصص په اړه مالومات ترلاسه کول دوېم ګام دی. خو که چېرې مو علایم سخت وي نو د ډاکټر په ځای مستقیما له (rheumatologist) سره وخت واخلی. ځکه چې چټکه درملنه او تشخیص کې مو مرسته کوي. د درملنې لپاره یې د حکیمانو درمل او کریمونه یا هم نور توکي مه کاروئ، د تعویذګرو په تعویذونو مو وخت او پیسې مه ضایع کوی او د ناروغي حالت مو د ځنډ له امله نور مه سختوئ.
 
د تشخیص لپاره د پړسوب کچه په وینه، تنفس او د بندونو په مایع کې کتل کیږي. د درېواړو له مخې د پړسوب له ۱۰۰ ډولونه متخصص د پړسوب ډول پیدا کوي. په وینه کې د ځانګړو انټي باډیز د موجودیت کتنه کیږي لکه anti-cyclic citrullinated peptide (CCP), rheumatoid factor (RF) and antinuclear antibody (ANA) د هډوکي او کرپندوکي کتلو لپاره متخصص انځوریزې ازموینې کوي لکه اېم ار ای، سي ټي سکېن او یا اېکس رې.

درملنه

درملنه یې د درد په کمولو او د هډوکي د زیان لیدلو په مخنیوي کیږي. له دې پرته لاندې یاد شوي هم ممکن د درملنې برخه وي :
– درمل او د بدن اړتیا پوره کوونکي
– فزیکي درملنه
– د ځانګړو خوړو سپارښتنه
– د دوامداره سپورت سپارښتنه
– د وزن کمولو سپارښتنه
– د خوځښت کولو لپاره امسا یا نور ورته توکي

درمل
مختلف ډوله درمل د بندونو په پړسوب کې خپل رول لري، په خپل سر درمل کارول روغتیا ځپلی او ژوند اخیستلی شي.
 
په (Analgesics) کې لکه hydrocodone (Vicodin) or acetaminophen (Tylenol) درمل د بندونو د درد لپاره اغیزناک دي خو پړسوب نه کموي
په Nonsteroidal anti-inflammatory drugs (NSAIDs) کې ibuprofen (Advil) and salicylates. دې ته مو پام چې (Salicylates ) درمل وینه نرۍ کوي او له نورو داسې درملو سره یې مه کاروئ چې وینه نرۍ کوي
د (Menthol or capsaicin creams) کریم له بندونو انتقالیدونکي د درد سګنالونه بلاک کوي
په (Steroids) کې (prednisone) درمل پړسوب کموي خوکارونه کې یې باید احتیاط وشي او د محدودې مودې لپاره وکارول شي
همداسې (Immunosuppressants and biologics. Immunosuppressants and biologics) د بې کچې زیات پړسوب لکه (RA) په څېر پړسوب لپاره نسخه کیږي
 
د ډېرو هغو درملو لپاره چې له بوټو جوړ دي کلینکي تصدیق نه دی شوی له کارولو یې ډډه وکړي. اوکادو، د کب تیل او زرچوبه د بندونو د پړسوب په کمولو کې مرسته کولای شي.

عملیات
که چېرې پړسوب بې کچې زیات وي ډیری وخت د زنګون او د ورانه د مفصل لپاره عملیات کیږي او په ځای یې مصنوعي مفصل لګول کیږي.

د مخنیوی لپاره سپارښتنې
زیات وزن کمول او د مناسب وزن ساتنه، که چېرې د بندونو پړسوب لری او وزن کم کړی نو د علایمو په نرمېدو کې مرسته کوي. د خوړو رژیم داسې کړی چې خپل ځان کې انټي اوکسیډنټ ځانګړنې لري دا مو د وزن په کمولو کې مرسته کوي لکه تازه میوه، خامه سبزي او نور بوټي. وچه میوه او کبان مو هم پړسوب کې کمی راوستی شي او په بندونو کې د پړسوب پیدا کېدو مخنیوی کولای شي.
 
که چېرې د بندونو پړسوب لری او یا یې هم د پیدا کېدو له خطر سره مخ یاستی نو سره کړي خواړه، کنګل شوې غوښه، په ډبلیو کې ساتل شوي خواړه، هر وخت تازه غوښه مه خورئ. له دې سره هره ورځ تر ۶۰ دقیقو سپورت کوئ.
Gout Signs and Symptoms
Medical animation still showing swelling, joint stiffness and aching around the joint in foot

Comments

This post currently has one response

  • Hey would you mind sharing which blog platform
    you’re using? I’m planning to start my own blog soon but I’m having
    a difficult time deciding between BlogEngine/Wordpress/B2evolution and Drupal.
    The reason I ask is because your design seems
    different then most blogs and I’m looking for something
    completely unique. P.S Apologies for getting off-topic but I had to ask!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons