ګمان کیږي چې دا نسل د افریقا یا چینایي بې وېښتو سپیانو چې هسپانویانو په ۱۶ پېړۍ کې له ځان سره امریکا ته انتقال کړي وو اخیستل شوی وي. د قد درې کچې لري یو ډول ېې تر ۱۲ انچه پورې لوړیږي، بل ډول ېې تر ۱۵ انچه پورې لوړیږي او بل ډول ېې تر ۲۲ انچه پورې لوړیږي. په مکیسکو کې ورته چینایي سپیان وایي خو کوم داسې شواهد نشته چې رسما ېې د شواهدو په اساس مالومات درج کړل شي.