د میرګیانو حملې ته لنډه کتنه

د میرګیانو حملې ته په انګریزي کې (seizure) وایي او خپله د میرګیانو تکلیف ته (Epilepsy) نوم اخلي. د میرګیانو حمله په مغز کې غیرې نورمال الیکتریکي فعالیت. د مغز په مخکینۍ برخه کې د ټنډې شاته پیل کیږي او په انګرېزۍ کې د میرګیو دې ډول حملې ته (frontal lobe seizure) نومونه اخلي. د میرګیو حمله تر ۳۰ ثانیو پورې مغز کې ادامه لري او ممکن د خوب حالت کې هم رامنځته شي. د مېرګیانو حمله ممکن ساده او یا پېچلې وي. ساده حمله کې ناروغ په هوښ کې وي او له خپل چاپېریال څخه خبر وي او که چېرې پېچلې وي نو اغیزمن کس بې هوښه کیږي او له خپل چاپېریال نا خبره وي.

څه د میرګیانو د حملې لامل کیږي ؟
– په خپله اېپي لېپسي یا میرګي (د میرګیانو د حملې لامل کیږي)
– په کورنۍ کې د میرګیانو تکلیف لرل
– د تبې له امله د میرګیانو حمله (febrile seizures)
– د ضربې له امله په مغز کې ټپ، په مغز کې تومور
– په مغز کې عفونیت لکه مننجیت
– د مغز د وینې په رګونو کې ستونزه
– مغزي سکته

علایم
– د سر او سترګو یو لور ته خوځښت
– په خبرو کې ستونزه
– مقدساتو ته سپکاوی بیانول لکه خدای، قران او د پیغمبر، عبادت په اړه ګډې وډې ویل
– بې وجې خندل
– د بدن داسې حالت ته تلل لکه یو چې په چا برید کول غواړي
– ټکان یا لړزې ته ورته د بدن خوځښت
– نورو ته نېغ کتل، که خبرې ورسره وشي د خبرو ځواب نه کول
– په خوله داسې خوځښت کول لکه چې شخوند وهي، یا هم په خوله داسې خوځښت کوي لکه د کوم څه خوند چې احساس کوي
– ویره او د طبیعت یا مزاج بدلېدنه

تشخیص
ډاکټر لمړۍ پوښتنه د ټولې روغتیا په اړه او اوس وخت د کارونکو درملو په اړه کوي. د میرګیانو له حملې مخکې او وروسته مو د احساس په اړه پوښتنه کوي. د بدن په کومه برخه مو چې ډېر اغیز حملې کړی وي هم یې ډاکټر ته په تفصیل بیان کړئ. که چېرې د میرګیانو حمله ترې یوې زیاته وي ترمنځ یې د وخت د واټن په اړه هم ډاکټر ته ووایئ. ډاکټر د هرې حملې په اړه کوښښ کوي چې په تفصیل ځان پوه کړي. که چېرې امکان لري ډاکټر ته له ځان سره داسې کس بوځئ کوم چې د حملې پرمهال لیدلي یاستئ.

د تشخیص لپاره د مغز د ایلیکتریکي فعالیت یادون یا ریګارډ ته کتنه کیږي. له مخې یې د مغز په نورمال فعالیت کې بدلون پیدا کیږي. د مغز په ایلیکتریکي فعالیت کې ممکن د میرګیو حمله مالومه نشي او ډاکټر مو ممکن د خوب په وخت ویډیو ثبت کړي. دواړه تشخیص کې مرسته کوي.

د سي ټي سکېن یا اېم ار ای په ذریعه یې مغز کې غیرې نورمال برخه یا تومور لټول کیږي. په دې ازموینو کې ناروغ ته مایع ورکول کیږي. د ایم ار ای خونې ته له هېڅ ډول وسپنیزو توکو سره مه ننوځئ.

له دې پرته (SPECT scan and PET scan) ازموینې هم ممکن وشي.

د مېرګیانو درملنه څرنګه کیږي ؟
د درملنې موخه د میرګیانو د حملې په بشپړ توګه مخنیوی وي.
– درمل : درمل د میرګیانو د حملې مخنیوی کولای شي، د حملې پر وخت او یا هم هره ورځ د میرګیانو مخنیوی په درملو ممکن دی. درمل مو تر هغې په خپلسرې توګه مه بس کوئ تر څو چې مو ډاکټر نه وي درته ویلي.
عملیات : که چېرې په درملو ناروغ ښه نه شي په عملیات یې د حملو په شمېر کې کمی راوستل کیږي

د میرګیانو د حملې د مخنیوي لپاره باید یو کس څه وکړي ؟
– خپل درمل په یوه وخت کې او په وخت خوړل
– د سټرس مدیریت کول
– د بې خوبي مخنیوی کول ځکه چې بې خوبي هم د میرګیانو د حملې لامل کیږي
– الکول او مخدره مواد نه کارول
– د درملو د بس کولو یا ادامې لپاره مو له ډاکټر سره خبرې وکړئ او په خپلسر یې مه بس کوئ

د میرګیانو د حملې پر مهال نور له ناروغ سره څرنګه مرسته کولای شي ؟
– مرسته کوونکی باید له وارخطا کېدو او وېرېدو ډډه وکړي
– د ناروغ په خوله له څه ورکولو ډډه وکړي
– په ارام سره یې په ځمکه یا نرمه سطحه څملوي
– ناروغ باید په څنګ څملوي تر څو خپلې لاړې تېرې نه کړي او یا کانګې ونه کړي
– له ټپي کېدو د ناروغ ساتنه کول
– تر هغې ناروغ ارام ته پرېښودل تر کومې چې د میرګیانو حمله پای ته رسیږي
– که چېرې ناروغ کې سا اخیستنه او یا د ضربان بند شي سي پي ار ورکول
– د حملې پر مهال ناروغ ته د څکلو او یا خوړلو لپاره هېڅ نه ورکول

Sidebar



Share
Hide Buttons