د نباتاتو تکثیر – Propagation of plants
په باغدارۍ کې د مصنوعي یا طبعي لارې د بوټو خپرېدا یا تکثیر ته وايي.
له جنسي لارې خپرېدا
هغه بوټي چې تخم تولیدوي او له همدې لارې خپل د مثل تولید کوي. له تخم څخه وده کول ترټولو ارزانه او د قناعت وړ طریقه ده. ډېر تخمونه په خلاصه ځمکه کې، په ډېر لوندوالي یا وچوالي کې کرل کیږي. خو ځنې تخمونه د ودې کولو لپاره ځانګړو شرایطو ته اړتیا لري او په داسې ځای کې کرل کیږي چې لوندوالی او تودوخه دواړه کنټرول کیږي. ډېر وخت په شګه یا جغل کې کرل کیږي، د کرنې په ځای کې ډېر تخلخل دغه ځای ډېر ژر وچوي، همداسې لوندوالی باید په ډېر پام سره مدیریت شي. په کومه خاوره، شګه یا جغل کې چې بوټي کرل کیږي باید په اور یا کیمیاوي توکو باندې تعقیم یا له باکتریاو څخه پاکه شي تر څو په دې خاورې کې مرخېړي یا فنګسونه شنه نشي کوم چې د تخم لپاره زېان رسونکي ګڼل کیږي. ځنې وخت دغه باکتریا خپله تخم هم له ځان سره راوړي او له کرلو مخکې د تخم په کیمیاوي توکو له باکتریا پاکول ګټور دي.
له غېرې جنسي لارې خپرېدل
ځنې بوټي په خپل کرل شوي شکل کې تخم نه تولیدوي لکه کېله، ان ناس، ګني او داسې نور… کوم تخم چې له داسې ډول نبات څخه لاسته راځي ډېر کم ېې د کرلو وړ وي. نو په همدې وجه ېې باغداران یا بڼوالان له غېرې جنسي لارې خپروي او د خپرونې یا تکثیر لپاره ېې د اصلي بوټي یوه برخه پرې کوي او بیا ېې کري. له دې پرته نورې ډېرې طریقې هم شته لکه د غوزې له لارې، د پرې کوونې له لارې، له بوټي سره د نښتې څانګې منځ خښول، د پیوند له لارې هم غېرې جنسي تکثیر کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!