د نفوذ کولو او هڅونې وړتیا

۱ – نفوذ کول او هڅونه د خبرو اترو یو شکل دی
د انسانانو هر ډول فعل او انفعال د خبرو اترو یو شکل دی. په سوداګریزه نړۍ کې، د اغیزمنو خبرو اترو له لارې له نفوذ او هڅونې پرته هېڅ هم نشي ترلاسه کېدای. که چېرې د نړۍ تر ټولو بریالۍ سوداګرۍ په اړه څېړنې وکړی نو د بریا راز یې تل د نفوذ کولو او هڅونې وړتیا وي. تاسې به په دې پوه شی چې د خبرو طریقه کې، د خبرو ښې طریقه کې د اغیزمنو خبرو اترو له طریقې سره لوی توپیر موجود دی. کوم کسان چې د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا لري یوازې په دې نه پوهیږي چې له نورو سره څرنګه خبرې وکړي بلکې په دې هم پوهیږي چې د خبرو له لارې په نورو کې څرنګه نفوذ وکړي او څرنګه یې یو څه ته وهڅوي. د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا د وړتیاو لویه ټولګه ده کومه چې هر عام کس نلري. د وړتیاو دا ټولګه زده کیږي او تمرین کیږي.
 
ځینې خلک په نورو کې د غوړه مالي یا برید کوونکي چلند له لارې نفوذ کوي، دوي ممکن وخت نا وخت د نورو توافق یا هوکړه ترلاسه کړي خو د هوکړې لاندې ممکن غیرې فعال یا غیر مسقتیم مخالفت موجود وي کوم چې په ټیم وروسته خپل اغیز لرلای شي. په نورو کې نفوذ او یو څه ته هڅول هغه وخت په سالمه توګه امکان لري کله چې ستاسې نظر د تعقیب او پلي کولو ارزښت ولري، تاسې خپل نظر ته په غوړه مالۍ یا برید کوونکي چلند ارزښت نشی وربښلی. د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا لرونکی کس په دې پوهیږي چې یو کس د څه اورېدو ته اړتیا لري، په څه باور کولو ته اړتیا لري، د څه لیدو ته اړتیا لري تر څو نفوذ پکې امکان ولرلای شي او یو څه کولو ته وهڅول شي. د دې وړتیا لرونکي کسان په دې فکر نه کوي چې څه باید څرنګه ووایي بلکې په دې فکر کوي چې نور خلک د څه اورېدو ته اړتیا لري.

په وړتیا د نورو کنټرول یا اداره کول یا هم لاسوهنه کولو له نفوذ او هڅونې سره توپیر
 
ځینې خلک په دې اند دي چې نفوذ او هڅونه لاسوهنه او یا په وړتیا د نورو کنټرول دی. دا خلک د لاسوهنې منفي مفهوم په زهن کې لري. د لاسوهنې مانا په خپله خوښه او خپلې ارادې په یو څه کې بدلون دی. لاسوهنه هغه وخت یوه منفي چاره ده چې بل ته د زیان اړونې له لارې د خپل ځان په ګټه یو څه کې بدلون وي. په نورو کې د نفوذ او هڅونې موخه تل مثبت هدف لري. د بېلګې په توګه که چېرې مو یو همکار منفي چلند لري تاسې یې د چلند بدلولو هڅه کوی نو په ډېره روښانه توګه د خبرو اترو له لارې په دې کس کې نفوذ کوی او د چلند بدلولو ته یې هڅوی. د دې لپاره باید تاسې په دې پوه اوسی چې چلند یې په ټیم او موخې څه ډول اغیز لري او دا کس څه اورېدو ته اړتیا لري تر څو یو څه کولو ته وهڅول شي، دا ټول باید په مثبته او روښانه توګه بیان شي.

د نفوذ کولو او هڅونې لپاره اړیکې جوړول
د نفوذ کولو لپاره سالمې اړیکې جوړو تر هر څه اړینه چاره ده. تاسې زهن کې فکر وکړئ چې یو کس مو خوښ او بل کس مو نه وي خوښ نو تاسې د کوم یوه لخوا نفوذ کول او یو څه ته هڅونه منی ؟ همداسې که یو کس سم پېژنی او بل تر اوسه نه پېژنی نو د اشنا او که نا اشنا کس لخوا نفوذ کول او یو څه ته هڅونه منی ؟ ټول انسانان لمړی یو کس سره د اړیکو په جوړولو اشنا کیږي او له هغې وروسته توافق یا هوکړه ورسره کوي. اړینه نه ده چې اشنا کس مو باید د نړۍ تر ټولو خوښ کس وي تر څوه هوکړه ورسره وکړای شو.
 
– کله هم چې چا سره خبرې اترې کوی نو ارام اوسئ
– په دې ځان ډاډه کړئ چې د خبرو له لارې مو موخه، ارزښت او یا مطلوبه پایله شریکه کړې یا بیان کړې
– داسې احساس ولرئ چې بل کس تاسې اورېدلي یاستی
– بل کس ته خبرو کې احترام ولرئ او بېرته ترې د احترام تمه ولرئ

۲ – د پیغام استولو مخنیونکي خنډونه
د خبرو اترو په هنر کې د پیغام رسولو مخنیونکي خنډونه مختلف کلتور، مختلفې تمې، مختلفې تجربې، لرلید، د خبرو اترو مختلفې طریقې او داسې نور ډېر … ګڼل کیږي. د خبرو اترو پر مهال ممکن تاسې له یوه خنډ سره مخ شی، ممکن له ټولو خنډونو سره یو ځای مخ شی. کوم کسان چې د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا لري په دې پوهیږي چې پیغام لار کې یې پورته یاد شوي خنډونه هم موجود دي، د دې وړتیا په ټولګه کې یوه وړتیا داده چې د پیغام رسونې لپاره کس د دې خنډونو په لرې کې هم تجربه لري. له شک پرته چې خبرې اترې یو طرفه لار نه ده بلکې دوه طرفه لار ده او مقابل کس هم هڅه کوي تاسې ته خپل پیغام ورسوي او همداسې د مقابل کس د پیغام لار کې هم پورته یاد شوي خنډونه پراته وي. د اغیزمنو خبرو اترو د وړتیا په ټولګه کې دا هم شامل دي چې د مقابل کس په پیغام ځان په روښانه توګه پوه کړې. د دې لپاره چې خبرې اترې د نفوذ او هڅونې لپاره وکارولای شی په دې پوهېدل اړین دي چې پورته یاد شوي خنډونه یوازې په یوه ځای کې د پیغام رسېدو مخنیوی نه کوي بلکې په مختلفو ټکو کې د پیغام لپاره خنډ کیدای شي. د دې لپاره باید د خبرو اترې په بهیر سم ځان پوه کړو.
 
د خبرو اترو بهیر :
 
۱ – د خبرو اترو سرچینه : د خبرو اترو سرچینه د پیغام لیږونکی دی. د دې لپاره چې ښه سرچینه واوسې نو اړینه ده چې پیغام مو روښانه وي. په دې باید پوه واوسی چې د څه کولو لپاره بل هڅوی او ولې یې هڅوی. په هڅولو یې تاسې د څه ترلاسه کولو تمه لری. که برعکس وي تاسې بل کې نفوذ نشی کولای او یو څه کولو ته یې نشی هڅولی.
 
۲- پیغام : هغه مالومات دي چې تاسې یې تر بل رسول غواړی. د مالوماتو رسولو کې اړین د مالوماتو لنډیز کول دي.
 
۳ – د پیغام کوډ کول : د پیغام کوډ کول د مالوماتو په یو ځانګړي چوکاټ، شکل یا بڼه کې بل ته د لیږلو بهیر دی. مالومات له لیږلو مخکې لیږلو ته د چمتو کولو بهیر دی تر څو یې ترلاسه کوونکی ستاسې پیغام باندې ځان پوه کړای شي. که چېرې مالومات کوډ نه کړل شي نو تاسې به مالومات لیږلي وي خو خپل پیغام به مو د مالوماتو له لارې بل ته نه وي رسولی.
 
د دې لپاره چې مالومات سم کوډ کړی اړینه ده چې تاسې فکر وکړئ چې بل کس باید په څه پوه شي. په دې لنډیز کې تاسې ټول مالومات راغونډ کړي تر څو مقابل کس ترې لوی انځوی تصور کړای شي ؟ کلتوري ژبې ته مو پام پکې کړی تر څو د ناسم پوهاوي لامل نشي ؟ د پیغام د کوډ کولو لپاره تاسې دې ته اړتیا لری چې په دې پوه شی چې مقابل لوری مو په څه پوهېدو ته اړتیا لري. د مالوماتو لپاره داسې ژبه کارول اړین دي چې مقابل لوری پرې پوهیږي. که چېرې د ژبې کارولو تفصیل ته سمه پاملرنه وکړی نو د نفوذ کولو او هڅونې ته به مو لار هواره کړې وي.
 
۳ – چینل : د پیغام رسونې لپاره لارې یا طریقې ته وایي. د خبرو اترو چینل ممکن یو بل سره مخامخ خبرې وي، ممکن د ټیلیفون له لارې وي، ویډیو کنفرانس، ایمیل او یا فکس وي. هر چینل خپلې ګټې او زیانونه لري خو د اړیکو جوړولو لپاره، د پیغام رسولو لپاره تاسې هر چینل کارولی شی.
 
۴ – د کوډ لرې کول : له پیغام ترلاسه کولو وروسته په پیغام د لوست له لارې ځان پوه کول، د اورېدو له لارې ځان پوه کول او یا په پوښتنې د نورو مالوماتو له لارې ځان سم پوه کولو ته وایي.
 
۵ – د پیغام ترلاسه کوونه : کله هم چې تاسې یو پیغام بل ته استوی، تر لاسه کوونکي له یو بل سره په نظر، تجربې او تمه کې توپیر لري او د نظر، تجربې او تمې له مخې پیغام ترلاسه کوي. اړینه ده چې ګروپ کې تر کلیدي کسانو پورې خپل پیغام رسولو ته پام وکړئ.
 
۶ – نیوکه او وړاندیز : د نورو لخوا نیوکه او وړاندیز ډېری خلک د دې لپاره کاروي چې ځان په دې پوه کړي چې پیغام یې څومره اغیزمن وو. له دې لارې د لیږل شوې پایلې ارزونه کوي. په خپلې وړتیا کې یې د سمون لپاره کاروي.

۳ – ستاسې زهن کې پیغام جوړېدل او د بل کس تر زهن پورې د پیغام رسېدل، د دواړو زهنونو ترمنځ د پېښو رامنځته کېدل : خبرې اترې د مالوماتو په ترلاسه کولو ترسره کیږي. کوم څه چې ستاسې زهن د سترګو او غوږونو له لارې ترلاسه کوي، تاسې یې په خپلو تجربو فلټر او تعبیر کوی او زهن کې له ترلاسه شوو مالوماتو مانا اخلی. د بېلګې په توګه تاسې د یو غسه کس مخ ته ګوری سملاسي زهن کې مانا ترې اخلی او بېرته د غسې، ویرې یا مقاومت په توګه غبرګون ورته ښیی. غبرګون مو مقابل کس ته ځواب وي. د نفوذ کولو او هڅونې وړتیا لرونکی کس په دې پوهیږي چې پیغام ته یې ستاسې غبرګون او ځواب څه دی.
 
د انسان زهن په دوامداره توګه بې شماره مالومات ترلاسه کوي. د مالوماتو ترلاسه کولو بهیر یا په ارادي توګه وي لکه د بل خبرو ته غوږ ایښودل، د کتاب لوستل او یا په غیرې ارادي توګه وي لکه د ګڼې ګوڼې اوازونه اورېدل. په دواړو حالتونو کې مغز په اسانۍ مالوماتو ته پروسېس نه ورکوي او لامل یا خو مالومات اړین نه وي تر څو زمونږ پام جلب کړي او یا هم مغز نه غواړي بې کچې زیات د مالوماتو په پروسېس کولو بوخت شي.
 
د انسان مغز له پنځه لارو مالومات ترلاسه کوي د لید له لارې، د اورېدو له لارې، د لمس له لارې، د مزې یا خوند او بوي له لارې. په سوداګرۍ کې د مالوماتو او پیغام لیږلو لپاره د خوند او بوي طریقه هغه وخت کاریږي چې د خوړو یا عطرو سوداګري وي. نورې درې طریقې یې تقریبا هره سوداګري کاروي.
 
د انسان زهن فلټرونه لري او د ترلاسه کوونکو مالوماتو ته د پروسېس ورکولو لپاره یې کاروي. کله هم چې زهن مالومات ترلاسه کړي نو مانا کې یې بدلون رامنځته کوي او ممکن مانا یې د هغې موخې په څېر نه وي د کومې لپاره چې زمونږ زهن ته مالومات رالېږل شوي. ټولو مالوماتو ته د مانا ورکولو طریقه زمونږ د زهن له فلټرونو سره تړاو لري او هر انسان کې دا فلټرونه له بل سره توپیر لري. د دې فلټرونو له امله زهن لاندې درې چارې ترسره کوي :
– مالومات ډیلیټ کوي او د ډیلیټ کولو لامل یې مالومات “د منلو وړ” نه وي او یا “اړین” نه وي.
– مالوماتو ته انحراف ورکول، مالوماتو کې د مانا اضافه کول، د مالوماتو شکل بدلول
– عام کول، په داسې حالت کې زهن له مالوماتو سره اشنا دی او مخکې یې تجربه کړي. په داسې حالت کې زهن مالوماتو ته د پخوانۍ تجربې مانا ورکوي.
 
زمونږ فلټرونه مختلفې سرچینې جوړوي په دې سرچینو کې زمونږ ټولې تجربې شاملې دي. په دې کې ارزښتونه، باورونه، د تېر وخت تجربې، تعصب، احساس او چاپېریال شامل دي.
 
کله هم چې زهن د فلټرونو په مرسته له مالوماتو انځور جوړ کړي نو د تېر وخت له اشنا انځورونو سره یې پرتله کوي که چېرې مالومات نوي وي نو د نوي انځور په توګه یې ساتي. له دې وروسته تاسې مالوماتو ته غبرګون او چلند اختیار کوی. د مالوماتو ترلاسه کول، فلټر کول، مانا ورکول، غبرګون او چلند ورته اختیار کول که چېرې تاسې په دې پروسه سم ځان پوه کړی نو په نورو کې د نفوذ کولو او یو څه ته د هڅونې وړتیا ځان کې اضافه کولای شی.

۴ – د اړیکو جوړلو تخنیک
د خبرو اترو په طریقه مو پورته ځان پوه کړ چې څرنګه اړیکې جوړوي. اوس په دې باید پوه شو چې څرنګه د یو کس په احساس د خپل ځان په اړه اغیز لرلای شو کوم چې د نورو هڅونه کې مرسته کولای شي. دا ډول اړیکه جوړونه له نا خبره د ورته والي له احساس لرنې له امله رامنځته کیږي. کله هم چې تاسې له یو چا سره سملاسي اړیکه لرل احساس کړی لامل دا دی چې تاسې داخل کې فکر کوی چې په یوه نه یوه طریقه دا کس ستاسې په څېر دی.
 
له بل سره د ځان ورته ښودلو لپاره لاندې ټکي پام کې ونیسئ :
– د بل فزیولوجي ته ورته والی
– د بل غږ ته ستاسې د غږ ورته والی
– د بل ساه اخیستنې طریقې ته ستاسې د ساه اخیستنې د طریقې ورته والی
– مالوماتو کې ګډ ټکي ورسره لرل
– یو بل سره ګډې تجربې شریکول
– د ځواکمنې اړیکې لپاره شریک ټکي لټول

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons