د نیوکې فکر ته لنډه کتنه
د نیوکې فکر د نظرونو موندلو کې مرسته کوي. د نیوکې فکر په ورته وخت کې چلند او وړتیا ده. د نیوکې د فکر چلند کې دا شامل وي چې د هر نظر په اړه پوښتنې وشي، د نیوکې د فکر وړتیا کې دا شامل دي چې بیان شوی نظر په روښانه توګه تعریف کړل شي، هغه شواهد وښي کوم چې د یاد نظر ملاتړ کوي، پلي کوونه یې تشرېح کوي او د پلي کېدو پایله یې په ګوته کوي.
– د نیوکې پوښتنې طرحه کول یا جوړول : پوښتنه مو باید مالومه وي او داسې څه وي په کوم چې تاسې پوهېدل غواړئ.
– لرلید : لرلید مو د نظر له هر اړخ څخه جوړ کړئ، ځان کې دا وړتیا پیدا کړئ چې خپل لرلید مو په روښانه توګه بیان کړای شئ.
د مالوماتو په اړه پوهه : د نظر په اړه د شواهدو او هغو مالوماتو ازموینه وکړئ کوم چې د نظر ملاتړ کوي، تر څو په دې پوه شئ چې تر کومې کچې د اعتبار وړ او د پلي کولو له بهیر سره برابر دي.
– څېړنه او پایله : د نظر د جوړښت د اجزاو ازموینه کول، په دې ځان پوه کول چې له اجزاو، بحثونو او ادعا څه ډول پایله ترلاسه کیږي. په دې ځان پوه کول چې کومه ادعا ځواکمنه ده.
– د فکر سفر : د خپلو فکرونو په اړه فکر کول، د هغه څه مخنیوی وکړئ کوم چې تاسې د ژر قضاوت لور ته بیایي، له هغو مالوماتو یا نیوکو سره مخالفت مه کوئ کوم چې ستاسې د لرلید او نظر د بدلون لامل کېدای شي.
– لیکل شوې خبرې اترې : د لیکل شوې ژبې په ذریعه مو پیغام، مالومات او نظر نورو ته ورسوئ.
– د خبرو اترو ژبه : د خبرو اترو له لارې مو خلکو ته پیغام، مالومات او نظر نورو ته ورسوئ.
– په فزیکي ژبه خبرې اترې : د بدن په مناسب خوځښت مو خلکو ته پیغام نورو ته ورسوئ.
– فعاله غوږ ایښودنه : کله هم چې تاسې د بل خبرو ته په مناسبه طریقه غوږ کېږدئ نو په خپله ژبه مو د اورېدل شوي پیغام د اړینو برخو بیا تکرار وکړئ تر څو په دې ډاډه شئ چې دواړه لوري په خبرو پوه شوي. فعاله غوږ ایښودنه له هر کس سره مرسته کوي چې د ناسم پوهاوي مخنیوی وکړي، د شخړو هواری وکړي او د باور فضا رامنځته کړي.
– د اړیکو جوړول او ساتل : یوې موخې ته د رسېدو لپاره دوامداره د چارو ترسره کوونکې اړیکې جوړول او ساتل.
– ګروپ یا ټیم : په دې ځان پوه کړئ چې ټیم څرنګه جوړ شوی وي، د یوې موخې لپاره څرنګه په ګډه چارې ترسره کوي.