د واورې پسونه (اوویس نیوي کولا) وحشي پسونه دي. دکپرینای فرعي کورنۍ (بوویدای کورنۍ، ارتیو دکتیلا ډله) ده چې د سایبیریا په شرقي غرونو کې ژوند کوي. دا پسونه ډېر د امریکا بیغورن پسونو ته ورته دي. لکه د نورو پسونو په څېر په دې پسونو کې هم نر پسه تر مېږې ۲۵% غټ بدن لري. تر ۱۵۰ کیلو ګرامه پورې ېې وزن رسیږي او تر یو متر پورې ېې قد لوړیږي. د دسمبر او جنوري مېاشت کې نزدیکت کوي او ۶ مېاشتې وروسته وریان زېږوي. کله چې واورې اوبه شي نو په ۲۰۰۰ متره د غرونو په لوړو کې تازه را ښکاره شوي واښه او بوټي خوري. خو ژمي کې بیا د غرونو لمنو ته راکوزیږي. په کومو سیمو کې چې دا پسونه ژوند کوي د تودوخې درجه تقریبا تر – ۶۰ درجو سانتي ګراده پورې وي. ډېر وخت په غرونو کې پمنکی او دې ته ورته بوټي خوري. په دې غرونو کې مرخېړی هم زېات ده چې د دې پسونو عمده خوراک جوړوي. ډېر وخت دغه پسونه د لیوانو لخوا داړل کیږي خو کله کله ېې ېږې هم ښکار کوي. ۵۰% وریان ېې د زېږون په اول کال د ژوند سختو شرایطو له وجې مړه کیږي.
دغو پسونو ته په هره سیمه کې جلا نومونه اخیستل کیږي. نسل ېې زېات ده خو ګمان کیږي چې د ښکاریانو له وجې په کمېدو ده.
په دې پسونو کې د پوتوران پسونو تعداد ۳۵۰۰، د کمچتکا تعداد ۱۲۰۰۰، د یاکوتین پسونو تعداد ۵۵۰۰۰ او د خوتسک پسونو تعداد ۱۱۰۰۰، د کوریاک پسونو تعداد ۳۰۰۰ او چوکوتسک ۳۵۰۰ اټکل شوی. دا ټول دواورې پسونه دي چې په هره سیمه کې خپل نوم لري.