Vagus Nerve – واګوس عصب

د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي لسم یې واګوس عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو خوځښت او د ځینو مرغړیو فعالیت کنټرول کوي. کوم چې حسي مالومات مغز ته لېږدوي دندې ته یې (sensory functions) وېل کیږي او کوم چې عضلات او د مرغړیو فعالیت کنټرول کوي دندې ته یې (motor functions) نوم اخیستل کیږي. په دې عصابو کې ځینې دواړه دندې پر مخ وړي. د سر د کوپړۍ عصاب د موقیعت له مخې په رومي اعدادو ښودل شوي. د سر د کوپړۍ په عصابو کې واګوس عصب ته په انګرېزۍ کې (cranial nerve X) نوم هم اخلي لنډیز یې (CN X) لیکل کیږي.

که واګوس عصب ستونزه پیدا کړي د یوې بریښنایي الې په ذریعه تحریک کیږي. دا اله د (epilepsy) او ډېپرېشن د ځینو حالتونو درملنه هم کوي. د واګوس عصب د تحریک لپاره د سینې د پوستکي لاندې کېښودل کیږي او یو سیم یې د کیڼ اړخ له واګوس عصب سره وصل کیږي. کله چې اله فعاله شي نو د واګوس عصب په ذریعه د مغز ساقې ته سګنال لېږدوي او له دې وروسته مغز ته د مالوماتو لېږد پیل کوي. اله د مغز او عصابو د متخصص لخوا کنټرول کیږي خو ډېری وخت ناروغ کس ته هم د کنټرول لپاره لاسي اله ورکول کیږي.

د واګوس عضب زیان لیدنه
واګوس عصب ډېر اوږد دی او که چېرې زیان وویني د بدن په زیاتو برخو اغیز کولای شي، که چېرې زیان وویني نو احتمالي علایم یې په لاندې توګه وي :
– په خبرو کې ستونزه او یا د غږ ورکېدل
– د خبرو په غږ کې غورېدنې یا خرېدنې ته ورته غږ
– د مایع په څښلو کې ستونزه
– په غوږ کې درد
– غیرې عادي د زړه ضربان
– غیرې عادي د وینې فشار
– د معدې د اسیدو په تولید کې کموالی
– زړه بدوالی او کانګې
– په ګېډه کې درد
علایم د دې عصب د زیان لیدنې له ځای سره هم تړاو لري
Gastroparesis
ځینې متخصصین په دې باور دي چې که چېرې واګوس عصب زیان وویني ممکن د (Gastroparesis) په نامه حالت رامنځته کړي. دا حالت د هاضمې د سیستم په بې اختیاره انقباض او خوځښت باندې اغیز کوي او بلاخره د معدې نورمال خالي کېدنه ډب کوي. علایم یې لاندې وګورئ :
– د نا هضمم شوو خوړو بېرته ګرزول
– په ګېډه کې درد
– د وزن له لاس ورکول
– د وینې په بوره کې بې ثباتي یا تغیر
Vasovagal syncope
واګوس عصب د سټرس ځینو تحریک کوونکو ته هم له کچې زیات غبروګون ښي لکه :
– بې کچې تودوخې ته څرګندتیا
– د فزیکي خطر ویره
– د وینې لیدل او یا د وینې ورکول
– زور وهل په دې کې په تشناب کې د بولو پر وخت زور وهل هم شامل دي
– د اوږد مهال لپاره په پښو درېدل
واګوس عصب په زړه کې ځینې عضلې تحریکوي یا په خوځښت راولي کومې چې د زړه د ضربان په وروالي کې مرسته کوي که چېرې دا عصب له کچې زیات غبرګون وښي د زړه ضربان او د وینې فشار کې کموالی رامنځته کیږي او بلاخره انسان بې هوښه کیږي همدې حالت ته (Vasovagal syncope) وایي.
واګوس لاتیني کلیمه ده مانا یې سرګردان دی ځکه چې دا عصب ډېر اوږد غزېدلی.
د واګوس عصب حسي فعالیت (sensory functions of the vagus)
د واګوس عصب حسي فعالیت په دوه اجزاو وېشل شوی :
۱ – په پوستکي کې یا عضلو کې حس (Somatic components)
۲ – د بدن په غړو کې حس (Visceral components)
د واګوس د حسي فعالیت تشرېح لاندې وګورئ :
– د مرۍ ځینو برخو ته، د غوږ شاته پوستکي ته او د غوږ بهرني کانال ته د (somatic sensation) مالومات چمتو کوي
– د هاضمې د کانال زیاتو برخو ته، زړه ته، قصبه الریه (trachea) ته، مرۍ، سږو او حلق ته (visceral sensation) مالومات لېږدوي
– د ژبې له ریښې سره نږدې د خوند په حس کې کمه اندازه رول لري
د واګوس موټور فعالیت (Motor functions of the vagus nerve)
– په حنجره، حلق او د تالو په پای کې له مرۍ سره نږدې د عضلاتو خوځښت کې مرسته کوي
– په زړه کې د عضلو په تحریک کې مرسته کوي کوم چې د زړه د ضربان کم نرخ ته لار هواروي
– د هاضمې په سیستم کې په بې اختیاره انقباض کې مرسته کوي چې په دې کې د مرۍ، معدې او د کلمو بې اختیاره خوځښت هم شامل دی، د همدې خوځښت په مرسته خواړه د هاضمې په کانال کې حرکت کوي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons