د وینې لوړ فشار ناروغي نه ده بلکې علایم دي. که چېرې تاسې ډاکټر ته ولاړ شئ او د لوړ فشار د ناروغي لامل پوښتنه ترې وکړئ نو ۹۰ % کسانو ته به ووایي چې لامل یې نه دی مالوم. نن زه درته وایم چې لامل یې څه دی ! لمړی لامل یې دا دی چې د درملو شرکتونه له تاسې لامل پټوي تر څو له تاسې د پیسو بانک جوړ کړي، دا شرکتونه ستاسې ګېډې ته درمل دراچوي او له جیبونو مو پیسې باسي. که چېرې تاسې یې په لامل پوه شئ نو د شرکتونو سوداګري بندیږي.
ستاسې د وینې رګونه د اېنډو تېلیل طبقې (endothelial cells layer) په نامه د حجرو یوه طبقه لري. په دې طبقه کې د اینسولین لپاره واړه اخذ کوونکي یا رېسپټر موجود وي. اینسولین کوم داسې څه کوي چې ستاسې د وینې د رګونو د ارامېدو لامل ګرځي. کله هم چې یاده طبقه زیان وویني او له منځه ولاړه شي نو تاسې کې د وینې لوړ فشار پیدا کیږي. ځینې وخت کې که تاسې د اینسولین مقاومت کې سمون راولئ نو بیا هم د وینې لوړ فشار په خپل حالت پاتې کیږي، دا ولې داسې کیږي ؟ ځکه چې اېنډو تېلیل طبقې زیان لیدلی وي او نور اینسولین نه اخذ کوي او رګونه ارام نشي کولای. په ورته وخت کې اینسولین حجرې ته د زیات کلسیم تلو لامل کیږي او شرکتونه له همدې امله د لوړ فشار لپاره د کلسیم د چینلونو بلاک کوونکي کاروي. لامل یې د اینسولین مقاومت وي کوم چې شرکتونو او ډاکټرانو له پامه غورزولی وي تر څو په دوامداره توګه له ناروغانو پیسې واخلي.
د اېنډو تېلیل طبقه د ګلایکوکالیکس (glycocalyx) په نامه یو پوښ لري، کله چې یاد پوښ له منځه ولاړ شي نو مستقیما حجرې زیان ویني، په همدې برخو کې سوریان پیدا کیږي، پړسوب پکې پیدا کیږي، کلسیم پکې جمع کیږي، هره برخه کې وینه ټینګه شوې وي. ګلایکوکالیکس له ګلوکوز او فروکټوز سره ډېر حساس وي او ډېر ژر یې له منځه وړي. کله هم چې ستاسې بدن کې د وچې ډوډۍ، کچالو، کیک، کلچو او داسې نورو خوړو ډېره بوره او نشایسته وي نو یاده طبقه په ډېره چټکۍ له منځه وړي.
د اینسولین مقاومت انسان کې ډېر نور کمښت رامنځته کوي او که چېرې یاد کمښت نورمال حالت ته را ونه ګرځول شي نو فشار مو هم لوړ پاتې کېدای شي. اینسولین لمړی کمښت د ویټامین ډي رامنځته کوي، ویټامین ډي په ګولیو کې مه کاروئ، په مایع شکل کې لوړ ډوز وکاروئ. د اینسولین مقاومت ستاسې بدن له مګنیزم خالي کوي. د مګنیزیم تر ټولو ښه ډولونه مګنیزیم ګلای سینېټ او مګنیزم سایټرېټ دي نور ډولونه یې بدن ته تر ۵ % زیات نه جذبیږي. ستاسې بدن کې باید مګنیزیم پوره وي او کچه یې له کلسیم سره توازن کې وي. کلسیم شخوالی رامنځته کوي او مګنیزیم نرموالی رامنځته کوي او که چېرې مګنیزیم نه وي نو عضلې مو ډېرې شخې بې مقاومته پاتې کیږي. په ورته وخت کې مګنیزیم له ویټامین ډي سره مرسته کوي چې کار وکړي. ویټامین ډي له مګنیزیم پرته کار نه کوي او مګنیزیم له ویټامین پرته کار نه کوي. دواړه د لوړ فشار لپاره ډېر اړین دي. په ورته وخت کې مګنیزیم کورټیزول او اډرینالین هم کموي. مګنیزیم د پړسوب ضد ځانګړنه لري او بلاخره د وینې د رګونو له پاسه د د اېنډو تېلیل طبقې پوښ یا ګلایکوکالیکس بېرته رغوي.
د لوړ فشار لپاره بل خواړه پوتاسیم دي. که چېرې تاسې لوړ فشار لرئ نو د پوتاسیم ۱۰۰۰ ملي ګرامه واخلئ. پوتاسیم هم د اېنډو تېلیل طبقې پوښ یا ګلایکوکالیکس بېرته رغوي، پوتاسیم بدن کې سودیم کموي او په مستقیمه توګه لوړ فشار ټیټوي.
د لوړ فشار لپاره بل اړین خواړه سلفر دي. سلفر هم د اېنډو تېلیل طبقې پوښ یا ګلایکوکالیکس بېرته رغوي. د سلفر تر ټولو ښه سرچینه د هغو څارویو سره بې وازدې غوښه ده کوم چې بندو ځایونو کې لکه فارمونو کې نه وي ساتل شوي او خواړه یې واښه وي، د وزن زیاتولو لپاره غنم او نور هورمون لرونکي خواړه نه وي ورکول شوي. دوېم ګام د هغو چرګانو د هګیو خام زېړ دي کوم چې ازاد ځای کې ساتل شوي وي او د فارمونو بازاري خواړه نه وي ورکړل شوي.
که چېرې تاسې له پورته یادو لارښونو سره سره نباتي غوړ کارول په بشپړ توګه بند کړئ او په ځای یې د وطن زیتونو، بادامو، غوزانو، کنجد او یا پندانې (کتان) د زړو غوړ وکاروئ، له بورې کلک پرهېز وکړئ، نشایسته لرونکي خواړه بند کړئ نو روغتیا ترلاسه کولای شئ. نسوار او سګرټ هم له خپل ژوند لرې کړئ او په نیکوتین لرونکو ژاولو یې بدل کړئ لکه نیکورېت ژاولې (Nicorette) نو خپل ژوند او روغتیا به مو ژغورلې وي. خو که چېرې له یوې خوا د روغتیا ساتنه کوئ او له بلې خوا خپل بدن په نشایستې، بورې او نباتي غوړو ډکوئ نو داسې به روغتیا تر لاسه کول امکان ونه لري.