د ټېنډونوسېس د علایمو پېژندنه
ټېنډون ډبل، فایبري نسجونه دي او عضلې د بدن له جوړونو یا مفصلونو سره نښلوي. د ټېنډونوسېس املا (Tendonosis or tendinosis) لیکل کیږي او دواړه یې سم دی. اوږدمهاله ناروغي ده او په ټېنډون کې کولاجېن له منځه وړي – کولاجېن په تېنډون کې جوړښتي پروتین دی. د ټېنډونوسېس د رامنځته کېدو لامل د ټېنډون بې کچې زیاته کارونه ده. د بدن د هرې برخې په ټېنډون کې رامنځته کېدای شي خو ډېری وخت په پوندې، مړوند، څنګل، زنګون او وږو کې رامنځته کیږي.
د ټېنډونوسېس (Tendonosis) او ټېنډونیټیس (tendonitis) تر منځ توپیر څه دی ؟
ټېنډونوسېس له ټېنډونیټیس سره توپیر لري او همداسې ټېنډونوسېس جدي روغتیايي حالت دی او ټېنډونیټیس په ټېنډون کې بیا لنډمهاله پړسوب دی.
ټېنډونیټیس له ارام او مساج سره په څو ورځو کې خپله ښه کیږي، د رامنځته کېدو لامل یې په بدن د ناڅاپه فشار او یا بار له امله کوچنی ټپ وي، د ټپ له امله ټېنډون کې پړسوب رامنځته کیږي او په ارام کولو او مساج بېرته ښه کیږي.
په ټېنډونوسېس کې تر ټولو لمړی پړسوب نشته وي او په خپله د ټېنډون نسجونه په خرابېدو وي. که چېرې د لنډمهاله حالت د پړسوب او ټپ درملنه یې ونشي، مساج ورنکړل شي نو په دوېم اوږدمهاله بدلیږي. په طب کې د دواړو درملنه له یو بل سره توپیر لري.
د ټېنډونوسېس علایم
– د اغیزمنې برخې د لمس یا خوځښت پر وخت درد
– د خوځولو پر وخت د اغیزمنې برخې نښتنه یا کلکوالی
– په ځینې حالتونو کې بهر ته وتلې برخه
د رامنځته کېدو لامل یې د بدن د یوې برخې بې کچې زیاته کارونه ده. په بدن کې ټېنډون ته د وینې جریان ډېر کمزوری وي او له همدې امله یې رغېدنه هم ډېره ورو وي. که چېرې یو کس د بدن په یوې برخې دوامداره دروند فعالیت وکړي نو ټېنډون یې فشار احساس کوي.
کوم کسان چې دروند سپورت کوي او په منځ کې یې وقفه نه کوي، کوم کسان چې په ماشین داسې کار کوي چې تکراري وي، د چا چې ټېنډون کې ټپ او پړسوب رامنځته شوی وي او بې درملنې یې پرېږدي، داسې جامې، بوټان یې اغوستي وي چې د بدن په یوې برخې فشار راوړي، پښه کې د کف عضله یې شخوالی ولري په دې کسانو کې ټېنډونوسېس رامنځته کېدای شي.
د ټېنډونوسېس تشخیص
د تشخیص لپاره یې لمړی ډاکټر ستاسې ټولې کیسې ته غوږ اېږدي، دوېم ګام کې یې فزیکي ازموینه کوي، ممکن ډاکټر اېکس رې یا الټراسونډ هم وکړي تر څو په دې پوه شي چې ټینډون کې پرې شوې برخه او پړسوب شته او که نه، او د ټېنډون څومره برخه اغیزمنه ده.
د ټېنډونوسېس درملنه
د درملنې موخه یې د ټېنډون ډبلول، د ټپ مخنیوی، د درد کمول او په کولاجېنو د ټېنډون بېرته ډکول وي. په درملنه کې یې لاندې چارې شاملې دي :
– اغیزمن ټینډون ته ارام ورکول او یا یې نه کارول
– که چېرې کار یا سپورت مو سخت وي او تکراري وي نو هر پنځلس دقیقې پس لنډه وقفه کول
– په اغیزمنې برخه هره ورځ له لس تر شل دقیقو پورې د واورې یا سوړکنګل کارول
– د اغیزمنې برخې پوښل
– اغیزمنې برخې ته نرمښت او مساج ورکول تر څو مو عضله لنډوالی پیدا نه کړي
– د ویټامین سي، مګنیزیم او زینک خوړل