د ټېنېس موس درملنه څرنګه کیږي ؟

ټېنېس موس (tenesmus) یا رفع حاجت ته ناڅاپه اړتیا پیدا کېدنه، ډېری وخت انسان رفع حاجت هم کړی وي خو بیا هم ناڅاپه د رفع حاجت کولو احساس کوي. درملنه او مخنیوی یې د رامنځته کوونکي روغتیایي حالت سره تړاو لري.

که چېرې یو کس د هاضمې په کانال کې کومه روغتیایي ستونزه ولري نو ټېنېس موس پکې پیدا کولای شي، د رفع حاجت پر وخت کم غایطه مواد بهر وځي او د انسان زهن نا ارامه کوي.

ټېنېس موس ممکن د ځینو ناروغیو علایم وي په دې ناروغیو کې لاندې یاد شوي روغتیايي حالتونه هم شامل دي :
– د کرون ناروغي
– د غټې کولمې ټپ او پړسوب
– قبضیت
– پروکټي ټیس
– ای بي اې
– د مقعد بې ځایه کېدنه
– مقعد ته د جنسي اړیکې له لارې انتقال شوې ناروغۍ
– په غټه کولمه کې د باکتریا، ویروس او یا پرازیت له امله پیدا شوې ناروغۍ
– د مقعدي خوځښت بې نظميانې
– د ګېډې مختلف ډوله عملیات
– د غټې کولمې سرطان
– په مقعد کې دانه

د ټېنېس موس علایم
– په دوامداره توګه د رفع حاجت احساس
– سملاسي د رفع حاجت احساس
– د رفع حاجت پرمهال زهني نا ارامتیا
– کمه اندازه غایطه مواد بهر وتل
– داسې احساس لرل لکه چې په بشر توګه غایطه مواد بهر نه وځي

که چېرې مو په غایطه موادو کې وینه وه، ګېډه کې درد وو، زړه بدوالی او کانګې مو ورسره وکړې، تبه مو لرله او ساړه مو ورسره کېدل نو سملاسي له ډاکټر سره اړیکه ونیسئ. ټېنېس موس لکه د پورته یادو شوو روغتیايي حالتونو له امله پیدا کیږي د تشخیص لپاره لمړی ډاکټر فزیکي ازموینه کوي، د مودې، تکرار او دوام په اړه یې پوښتنه کوي او له هغې وروسته ممکن د کولونسکوپي، اېکس رې یا الټراسونډ، د غایطه موادو د ازموینې، د وینې د ازموینې سپارښتنه وکړي.

درملنه یې د رامنځته کوونکي روغتیایي حالت له درملنې سره تړاو لري، ځینې حالتونه درملنه نه لري او په درملو، د ژوند د طریقې په بدلولو او خوړو کې بدلون باندې یې علایم ارامیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons