د پام نشتوالی یا کموالی او د بې کچې فعالیت بې نظمي څه ته وایي ؟
د زهني روغتیا یو حالت دی. په انسان کې غیرې عادي د بې کچې زیات فعالیت او تر کړنو مخکې د فکر د نشتوالي لامل کیږي. په دې روغتیایي حالت اخته کسان ډیری وخت په یوه کار تمرکز نشي کولای، په یوه ځای د ډېر وخت لپاره نشي کیناستلی. په دې ډول کسانو کې د انرژي بدلون او د پام نشتوالی د نورو په پرتله ډېر ژر رامنځته کیږي. دا روغتیايي حالت یې په زده کړو، کار، ټولنیز او کورني ژوند لوی اغیز لري. دواړه کوچنیان او لویان، نر او ښځه پرې اخته کیدای شي. دا ډول خلک په زوره مه اړ کوئ تر څو تمرکز ولري او یا هم ستاسې د تمې مطابق چارې پر مخ یوسي که نه نو روغتیا به یې نوره هم وځپل شي او تاسې به هم د هېڅ لپاره ستړي شی برعکس زغم ولرئ او داسې یې ومنئ لکه څرنګه چې دي.
نښې او علایم
ډېر علایم لرلای شي خو یو څو عام یې په لاندې توګه دي :
– په چارو تمرکز کولو کې ستونزه
– د چارې پای ته رسونه هېرول
– په اسانۍ پام بل لور ته اوړېدل
– چارې ته د کیناستو یا په یو ځای پاتې کېدو کې ستونزه لرل
– کله چې خلک خبرې کوي مزاحمت کول
دا ډول خلک په ټولګي کې د زیات وخت لپاره نشي کیناستلی، د یوې چارې پروخت ځان ارام نشي ساتلی، بې کچې زیاتې خبرې کوي، نور چې کله بوخت وي مزاحمت یې کوي، د خبرو اورېدو او لوست پر وخت تمرکز ته ادامه نشي ورکولای، هر ډول توکي چې ورسره وي ترې ورکیږي په دې مانا چې ساتنه نشي کولای.
روغتیا پوهانو دا ډول خلک په درې کټګوریو سره وېشلي : په پام کولو کې ستونزه لرونکي، بې کچې فعال او تر کړونو مخکې فکر نه کوونکي درېم هغه چې دواړه ستونزې لري.
کوم چې پام کولو کې ستونزه لري ممکن تشخیص یې ستونزمن وي ځکه چې په خپلو چارو د ټولګي، کار ځای یا د نورو خلکو د چارو مزاحمت نه کوي. دا ستونزه د هلکانو په پرتله په انجونو کې زیاته وي.
کوم کسان چې بې کچې فعال وي او له کړنو مخکې فکر نشي کولی، نا ارامه وي، د نورو خلکو مزاحمت کوي، خپل نوبت ته منتظر نشي پاتې کیدلی او ډیر وخت پام کولو کې هم ستونزه لري.
کوم کسان چې پورته دواړه یادې شوې ستونزې لري یو څه ته پام نشي کولی، له یوې چارې مخکې د فکر کولو وړتیا نلري، له خپلې انرژي زیات فعالیت کوي.
د پیدا کېدو لاملونه
له څېړنو سره سره تر اوسه یې روغتیا پوهان په لامل پیدا کولو نه دي توانېدلي خو په دې اند دي چې د ستونزې سرچینه عصبي سیستم دی. بله څېړنه وړاندیز کوي چې د ډوپامین کموالی یې عامل دی – ډوپامین په مغز کې کیمیاوي توکي دي، له یو عصب نه بل عصب ته د سګنالونو په لیږد کې مرسته کوي، په خوځښت او احساساتي غبرګون کې رول لري.
نورې څېړنې د مغز په جوړښت کې د توپیر وړاندیز کوي، دې څېړنو موندلې چې کوم خلک په پام کې ستونزه لري او بې کچې فعال وي مغز یې د نورو په پرتله کمه خړه ماده (gray matter) لري – خړه ماده د مغز هغه برخې دي کومې چې خبرو اترو، د ځان کنټرول، پرېکړو کولو او د عضلاتو کنټرول کې مرسته کوي.
تشخیص او ازموینې
روغتیا پوهان په دې اند دي چې په یوه ازموینه یې تشخیص نه کیږي بلکې په تېرو شپږ میاشتو کې د علایمو مخینې ته کتنه کیږي. په دې کې د ښونځي له استادانو او د کورنۍ له غړو پوښتنې شاملې وي. همداسې یې فزیکي ازموینه هم د روغتیايي ستونزو لپاره ترسره کیږي. ډاکټر سره تر مراجعې مخکې اړینه ده چې د تېر وخت علایم یې له ځان سره نوټ کړی.
درملنه
درملنه یې د چلند په مدیریت او سمون یا په درملو او یا په دواړو کیږي. درمل له ناروغ سره د چلند په کنټرول او مدیریت کې تر کړونو مخکې په فکر کولو کې مرسته کوي او په مغز کې د کیمیاوي توکو توازن رامنځته کوي.
دوه ډوله درمل ورته نسخه کیږي یو ډول یې تحریکونکي او بل ډول یې غیرې تحریکونکي دي. د عصبي سیستم د مرکزي برخې تحریکونکي درمل د مغز ډوپاین او نورې پېنفرین کیمیاوي توکي زیاتوي د درملو بېلګې methylphenidate (Ritalin) and amphetamine-based stimulants (Adderall) دي. که چېرې تحریکونکي درمل په ناروغ کې بد اغیز ولري او یا درملنه ممکنه نه کړي نو ډاکټر ممکن غیرې تحریکونکي درمل ورته نسخه کړي کوم چې په مغز کې د نورې پېنفرین په نوم کیمیاوي توکي زیاتوي. د درملو بېلګې atomoxetine (Strattera) and bupropion (Wellbutrin) دي.
طبیعي درملنه
تر ټولو اړین د ژوند په طریقه کې بدلون دی لکه سالم او د بدن د اړتیا پوره کوونکي خواړه، لږ نه لږ تر ۶۰ دقیقو پورې د ورځې فزیکي فعالیت، کافي او ارام خوب، د تلویزیون، مبایل او کمپیوټر سکرین کارونه محدودول د علایمو په کنټرول کې مرسته کوي.
کوم کسان چې د پام او بې کچې فعالیت ستونزه لري ځینې یې ممکن تشویش، سټرس او ډېپرېشن هم تجربه کړي.
Comments
So empty here ... leave a comment!