۱- لمړۍ تېروتنه : ډېری خلک په مخ باندې نرمونکي او یا د مخ کریمونه استعمالوي تر څو خپل مخ کې ګونجې ورکې کړي او پوستکی ځوان وساتي. په دې کریمونو کې ډېری وخت پلاستیک او داسې کیمیاوي توکي وي کوم چې سرطان زېږونکي ګڼل کیږي. په ځینې کریمونو کې کولاجېن هم موجود وي. کولاجین که چېرې د پوستکي له پاسه وکارول شي هېڅ ګټه نه کوي او بدن ته نه جذب کیږي خو برعکس په کریمو کې نور کیمیاوي مواد د پوستکي له لارې وینې ته داخلیږي او کله یې چې ځیګر فلټر کړي نو ځیګر کې ستونزې پیدا کوي او پوستکی ورسره نور هم زوړ ښکاري.
۲ – دوېمه تېروتنه : په مخ باندې د کریمو ډېر موښل پوستکي ته د ګټې په ځای زیان رسوي. د انسان پوستکی د ګټورو مکروبونو یا مایکرو بایوم یوه طبقه لري کوم چې د پوستکي ساتنه کوي. ډېری وخت په سینګار توکو کې زیان رسونکي کیمیاوي توکي وي د کومو چې د کارونې او پایلې په اړه هېڅ ازموینه نه کیږي. اروپا تر اوسه په ۱۶۰۰ ډوله کیمیاوي توکو باندې بندیز لګولی خو په ځینې هیوادونو کې سوداګر او شرکتونه د خلکو د روغتیا په پرتله پیسو ته پام کوي لکه په امریکا کې چېرې چې یوازې دیرش ډوله کیمیاوي توکي په سینګار توکو کې بند دي. په وروسته پاتې هیوادونو کې یې تر اوسه خلک په اړه مالومات هم نه لري.
نو کوم خواړه د پوستکي په ځوان ساتلو کې مرسته کوي ؟
۱- تر ټولو ښه خواړه ویټامین اې ده. ویټامین اې د نښلونکو نسجونو د جوړولو لپاره اړین دي. ویټامین اې په پوستکي کې د دفاعي یا ایمني سیستم لپاره حیاتي ګڼل کیږي، یاد سیستم د پوستکي حجرې له زړېدو ساتي.
۲ – دوېم خواړه مس دي. مس د انسان پوستکي کې ایلاستیکي یا د کش کېدو وړتیا پیدا کوي.
۳ – درېم خواړه زېنک دي. زېنک پوستکي ته ډېرې ګټې رسوي یوه ګټه یې د پوستکي درملنه ده.
۴ – د هغو څارویو ځیګر کوم چې فارمونو او بندو ځایونو کې د وزن په زیاتونکو خوړو نه وي ساتل شوي او ازادو ځایونو کې په وښو لوی شوي وي، د ځیګر یو وخت خوړل یې هم تر هغو کریمو ډېره ګټه رسوي د کومو چې ۸۰ ډالره قیمت وي.
که چېرې له پورته خوړو سره تاسې خپلو خوړو کې نباتي غوړي د زیتونو، کنجد، غوزانو، بادامو، د کتان د زړو په تیلو بدل کړئ، خپلو خوړو کې بوره او هر هغه خواړه چې په بورې بدلیږي او وچه ډوډۍ سره له هر بل ډول نشایستې بند کړئ پوستکی مو ځوان پاتې کیږي.