پاک اختر د عیسویانو د کلیسا یو اساسي اختر ده. په دې ورځ عیسویان د عیسی (ع) له مرګ نه درې ورځې وروسته بیا ژوندي کېدل (Resurrection of Jesus Christ) لمانځي. دوي باور لري چې عیسی (ع) په چلیپا نښان له میخ کېدنې (Crucifixion) وروسته درې ورځې پس بېرته راژوندی شو او همدې ورځې ته د عیسویانو پاک اختر (Easter) وایي. پوښتنه دا ده چې له دې ورځې سره د رنګ شو هګیو څه تړاو ده؟ ترعیسویت مخکې هګۍ د بېرته را ګرځېدو یا بېرته ژوندي کېدو سمبول ګڼل کېده او خلکو به هګۍ د پسرلي په پېل کې وېشولې ځکه چې پسرلۍ داسې موسم ګڼل کېده چې بېرته هرڅه پکې ژوند اخلي.
له عیسویت وروسته په اروپا کې هغه خلک کافر (Pagans) ګڼل کېدل چې غیرې عیسوي دودونه یې لمانځل. او یو له دې دودونو څخه د هګیو وېشول او رنګ کول وو چې دوخت عیسویانو هم د دې خلکو دود خپل مذهب کې د عیسی (ع) د بیا ژوندي کېدو په ورځ خپل کړی. د هګیو د رنګ کولو او وېشولو تاریخ ډېر پخوانۍ ده او تر اوسه نده مالومه چې له کومه ځایه کومو خلکو پېل کړی خو عیسویانو دغه چاره له منځنیو پیړیو پېل کړې چې دواړه غربي کلیساګانې او شرقي اورتودوکس کلیساګانې یې په یاده شوې ورځ رنګ کوي.