د ډېپرېشن پیدا کېدل مختلف لاملونه لري لکه د ګېډې روغتیا کې ستونزې، لکه د بلې ناروغي په علایمو کې یو ډېپرېش او یا هم د بدن په کیمیاوي توکو کې د توازن نشتوالی. لاندې یې په هغو لاملونو خبرې کوو کوم ته چې تر ډېره پام نه دی شوی.
ستاسې ګېډه سېروټونین تولیدوي. په ورته وخت کې اکسیټوسین هم تولیدوي. اکسیټوسین ډېر ځواکمن هورمون دی او مختلفې دندې لري، له تاسې سره په سټرس او ډېپرېشن کې مرسته کوي، په ښځو کې چې کله یوه مور اولاد وزېږوي نو د مور او اولاد اړیکه د اکسیټوسین هورمون په ذریعه جوړیږي، مور دې ته اړ باسي چې خپل اولاد ته تی ورکړي، د اولاد پیدا کېدو پرمهال د رحم په ازادولو کې مرسته کوي او بلاخره اکسیټوسین همداسې نور دندې هم لري او یاد هورمون ستاسې ګېډه کې تولیدیږي. که چېرې ستاسې د ګېډې روغتیا ناسمه وي نو د سیروټونین کوم چې تاسې سره ارام کې مرسته کوي او اکسیټوسین کوم چې سټرس او ډېپرېشن کې مرسته کوي د تولید په کچه خپل اغیز لري.
ستا د ګېډې او مغز ترمنځ د سګنالونو یوه لار موجوده ده کومې ته چې واګوس عصب وایي. د مغز ۲۰ % فعالیت د واګوس عصب له لارې له ګېډې سره اړیکه ده. که چېرې ستاسې د ګېډې روغتیا ناسمه وي نو په ډېپرېشن اخته کېدلای شئ. که چېرې مو د ګېډې ګټورو مکروبونو کې هم کموالی موجود وي نو یوازې همدا هم تاسې کې ډېپرېشن پیدا کولای شي. څېړنو موندلې چې په ډېپرېشن د اخته کسانو د ګېډې مایکروبایوم کې د ګټورو مکروبونو جدي کمی موجود وي. په ورته وخت کې که چېرې ستاسې ګېډه کې پړسوب موجود وي نو مزاج او طبیعت به مو ناسم وي. د ګېډې پړسوب مو مستقیما له خوړو سره اړیکه لري. که چېرې خوړو کې مو وریجې، وچه ډوډۍ، بوره او هر ډول خواږه، نباتي غوړي او نشایسته موجود وي نو ګېډه کې مو د پړسوب پیدا کېدو لوی امکان ۹۹% دی. د ګېډې پړسوب ستاسې په مزاج مستقیم اغیز لري.
د ډېپرېشن بل لوی لامل د انتیبیوتیک کارول دي. څوک چې انتیبیوتیک کاروي نو ډېپرېشن هم وده پکې کوي.
ستاسې په ګېډه کې ګټور مکروبونه د کیمیاوي توکو د تولید فابریکه ده او د واګوس عصب له لارې کیمیاوي توکي مغز ته لیږي او یاد کیمیاوي توکي مو مستقیما په مزاج او طبیعت اغیز لري. د ګېډې د ګټورونو مکروبونو د بیا ځلې ودې لپاره تاسې اېل روټرای (L. Reuteri) کارولی شئ. اېل روټرای درمل نه دي بلکې خواړه دي او تاسې یې بې نسخې درملتون کې اخیستلای شئ. په ورته وخت کې هره ورځ دوه تر دریو پورې اوږې ټکولی او بیا مستو کې یا د لیمو اوبو کې ګډولی او خوړلی شئ.
که چېرې تاسې کې د ګېډې مکروبونه بېرته وده وکړي نو خوب کې مو ښه والی رامنځته کیږي، عضلاتو کې مو ښه والی رامنځته کیږي، سټرس مو ورسره کمیږي.