په انګریزي کې (Range) هم ورته وېل کیږي. د ځمکې هر هغه پراخه سیمه چې د هغې سیمې ځایي وښو، بوټو، او سبزیو پوښلې وي او وحشې یا کورني ژوي پکې څریږي. په داسې سیمه کې ممکن لوړ واښه یا چمن وي، لنډ واښه وي، د صحرا بوټي وي، لرګي لرونکي بوټي وي، لنډ واړه بوټي یا ونې وي. ډېر وخت داسې ځنګلونو کې د چارتراشو ونې ۴۰–۵۰ % پېدا کیږي. دغسې سیمې ډېر وخت په معتدله او نیمه معتدله سیمو کې وي. دڅر او ښکار سیمه (Rangeland) د څر ځای (pastureland) سره توپیر لري. ځکه چې په څر ځای کې ډېر وخت انسانانو نیالونه یا کرنه کړې وي خو د څر او ښکار ځای کې طبعي وي. د څر ځای کې واښه او ونو مدیریت د انسانانو د کرنې له فعالیته کیږي خو په دغسې سیمه کې د حیواناتو له شمېر نه کیږي چې څومره حیوانات له دې ډول سیمې ځان تغذیه کوي. د داسې سیمې ښه مثال د شمالي امریکا (Great Plains) ده.
له دې پرته د شنو په زېاتوالي او کموالي کې اور لګېدنه هم خپل رول لري په دغسې سیمو کې ډېر وخت اور لګیږي چې شینوالی له منځه وړي.
Post Views: 132
Comments
So empty here ... leave a comment!