د کب روزنې سوداګري
موخه یې د سوداګریزې موخې لپاره د کب روزنه وي. د کب زیات ډولونه په یوه کنټرول شوي چاپېریال کې روزل کېدای شي. ډېر خلک یې له روزنې وروسته له ډنډونو خپله نیسي او بازارونو کې یې پلوري خو ځینو بیا له دې ډنډونو د تفریح ځایونه هم جوړ کړي او کورنۍ د کب نیونې لپاره ورځي، د کب نیونې بدل کې یې د نغدو ځانګړی مقدار مالوم وي.
د سوداګرۍ د پیل لپاره تر ټولو لمړی د خپلې سوداګرۍ لپاره پلان جوړ کړئ. د بریالۍ سوداګرۍ لپاره تر ټولو اړین ګام روښانه پلان دی. د سوداګرۍ پلان د سفر لپاره نقشې ته ورته والی لري که تاسې یوه لار کې بلد هم یاستی خو که چېرې نقشه ورته جوړه کړئ نو ممکن هغو ځایونو ته مو پام شي کومو ته مو چې مخکې نه وو پام شوی. پلان یې لاندې وګورئ :
– د پیل قیمت ټاکل
– خپل مارکیټ ټاکنه
– تر څومره وخته پورې به مو سوداګري بې ګټې او بې زیانه وي ؟
– سوداګرۍ ته د مناسب نوم ټاکنه
د کب روزنې لپاره د ډنډ جوړونه باندې مو څومره لګښت راځي ؟ لګښت د ډنډ او په ډنډ کې د کب روزنې له کچې سره تړاو لري. که چېرې تاسې اکواریوم ته ورته د کب روزنې ځای جوړوی نو لاندې یادو شو ته اړتیا لری :
– ټانکۍ او پمپونه
– د کب خوړو او پخچالونو ته
– په اوبو کې د هوا ګډونکی
– د اوبو د ازموینې لپاره کېټونه او یا نور وسایل
– د کب د نسل اخیستنې لپاره د کبانو هګۍ یا کبان اخیستل
که چېرې د کب روزنې سوداګریز فارم جوړوئ نو لاندې یادو شوو ته اړتیا لرئ :
– د ډنډ لپاره ځمکه
– د ډنډ کیندنې لپاره کسان او وسایل
– د سوداګریزې کچې پمپونه او له اوبو سره هوا کډونکی، د اوبو لپاره سرچینه
– کیشتۍ، موټور او د ډنډ پاکولو او مدیریت لپاره وسایل
– د کبانو د انتقالولو لپاره وسایل
کوم لګښتونه د سوداګرۍ په اوږدو کې ادامه لري ؟
د کب روزنې دسوداګرۍ په اوږدو کې لګښت توپیر لري او لګښت د کبانو له ډول او شمېر سره تړاو لري دمنځنۍ کچې لګښت ته یې لاندې پام وکړئ :
– د کب هګۍ یا بچیان د بیا ځلې روزنې لپاره اخیستل
– د کب خواړه او د ساتنې د بهیر لپاره وسایل
– د هوا یا اکسیجن ورکونې سیستم بدلونه
– د تالاب پراخونه یا بل تالاب جوړونه
– هره میاشت د برېښنا لګښت
– د نلونو لګښت
– که چېرې پرمختللو هیوادونو کې وي نو د سوداګرۍ او کار کوونکو بیمه
– فارم ته او له فارم څخه د کبانو د انتقال لګښت
مارکېټ
په مارکیټ کې د کب اخیستونکي د کب له ډول سره تړاو لري. که چېرې کبان د سپورت او یا سوداګریز پلور لپاره روزی نو دا ډول ډنډونه خورا زیاتو کبانو ته اړتیا لري خو که چېرې کب د نندارې لپاره په کورونو اېښودل کېدونکي کبان وي نو ستاسې مارکېټ به یوازې د ژو پلورونکو هټیو باندې محدودې وي او یا هم ممکن ځینې کورنۍ په مستقیمه توګه د پېرنې لپاره اړیکه ونیسي. که چېرې تاسې خپل مارکېټ سم وپېژنی د کب ساتنې په شمېر کې مو مرسته کولای شي.
که چېرې لوی ډنډ ولری او خپلو پېرودونکو ته اجازه ورکړی چې خپله کبان ونیسي تاسې یې د کب نیولو د وسایلو کرایه او همداسې د تفریح کمه اندازه فیس هم اخیستی شی. د کب پلور مو هم د کب له ډول سره تړاو لري ځینې داسې ډولونه هم شته چې یوازې یو کب یې زر ډالر قیمت لري.
د کب ځینې روزونکي د سوداګرۍ پراخولو لپاره یوازې کب روزنه نکوي بلکې نورو سره مرسته کوي چې د کب روزنې لپاره ځایونه جوړ کړي د دې چارې لپاره ټول وسایل په نورو پلوري، د کبانو خواړه پلوري.
Comments
So empty here ... leave a comment!