د کرون د ناروغي کلنۍ لګښت
د کرون د ناروغي لګښت له مختلفو فکتورونو سره تړاو لري خو څېړنو یې د کلني لګښت اټکل تر ۳۰ زره ډالرو کړی دی. همداسې یې هر هیواد کې هم درملنه توپیر لري د بېلګې په توګه په متحده ایالتونو کې د درملنې د ترکیب لګښت ممکن تر ۵۷ زره ډالرو وي خو کاناډا کې بیا دا لګښت تر ۲۰ زره ډالرو وي همداسې انګلستان او فنلنډ کې ممکن تر دې هم کم وي.
همداسې د هر کس لپاره د کرون د ناروغۍ لګښت توپیر لري، لګښت یې له مختلفو فکتورونو سره تړاو لري لکه درملنه، روغتون ته د بېړنیو مرستو لپاره تګ او د ناروغي عوارض. کله چې درملنه پیل شي نو دوېم کال کې یې لګښت ۲۳ زره ډالرو ته کمیږي. تقریبا ۲۰ کاله مخکې د کرون د ناروغي درملنه ډېره ارزانه وه او لامل یې د درملنې لپاره ډېر څه نه لرل وو.
په لویدیځو هیوادونو کې ځینې ادارې او د بیمې سیستمونه د درملنې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. هیله چې افغانستان هم په ورته لارو چارو غور وکړي او معیوبینو سره مرسته وکړي.