د کرون په ناروغي ځان پوه کول

د کرون ناروغي د هاضمې په کانال اغیز کوي او ناروغ کې نس او په غایطه موادو کې د وینې په څېر علایم پیدا کوي. په خوړو کې بدلون او ځینې درمل کولای شي علایم یې کنټرول کړي، خو ځینې کسان بیا جراحي ته اړتیا لري. له تېرو ۳۰ کالو تر اوسه پورې هڅه کیږي چې د درملنې اغیزمنه طریقه یې پیدا شي خو تر اوسه یې درملنه نشته او درمل یې یوازې علایم ارامولی شي. څېړونکي په دې اند دي چې پرې د پوهېدو لپاره او د اغیزمنې درملنې لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده.

د کرون ناروغي له خولې نیولې تر مقعد پورې د هاضمې په کانال کې په هره برخه اغیز کولای شي، د هاضمې د کانال یوه برخه اغیزمنه کولای شي او لوی واټن پرېښودی او بیا بلې برخې باندې اغیز کولای شي. د علایمو کچه یې له نرمو نیولې تر دومره ځواکمنو پورې امکان لري چې ناروغ کمزوری او له لاس پښو وغورزوي. علایم یې کولای شي د ژوند ګواښونکي شي. علایم یې په تدریجي توګه وده کوي او د وخت له تېرېدو سره یې ځینې علایم سختیږي. علایم یې ډېر کم وخت ناڅاپه راپیدا کیږي.

په پیل کې یې علایم نس ناستی، د ګېډې نیول کېدنه، په غایطه موادو کې وینه، تبه، ستړیا، بې اشتیا کېدل، وزن کمېدل، له رفع حاجت وروسته داسې فکر کول لکه چې ټول غایطه مواد یې بهر نه وي وتلي، دوامداره رفع حاجت ته اړتیا پیدا کول دي. ځینې خلکو کې همدا علایم د حساسیت له امله، د معدې د نا ارامتیا له امله، د ناپاکو خوړو له امله هم پیدا کیږي او د توپیر لپاره یې اړینه ده چې له ډاکټرسره ووینئ. د ناروغي ادامه کولای شي علایم یې سخت کړي او سختو علایم کې له مقعد سره نږدې دانه پیدا کېدل، د هاضمې کانال کې ټپونه، د مفصلونو او پوستکي پړسوب، سا لنډي او د وینې د کموالي له امله د سپورت کولو وړتیا له لاسه ورکول دي. په پیل کې یې تشخیص د سختو علایمو په مخنیوي کې اړین رول لري.

د (Gastroduodenal Crohn’s disease) ډول یې په معدې او د وړې کولمې پیل جوډینم باندې اغیز کوي (د جوډینم تلفظ ډوډینم هم کیږي انګرېزان یې جوډینم او امریکایان یې ډوډینم تلفظ کوي)، د (Jejunoileitis) ډول یې د وړې کولمې په دوېمه برخه یا جوجونم باندې اغیز کوي، د (Ileitis) ډول یې د وړې کلمې په اېلیم برخه اغیز کوي، د (Ileocolitis) ډول یوازې په غټې کلمې اغیز کوي. له دې ډولونو پرته د کرون ناروغي د انسان په مقعد هم اغیز کولای شي او د مقعد چار چاپېره د دانې شکل کې راڅرګندېدای شي.

فکتورونه یې له مور او پلار ځینې جېنونه په ارث پاتې کېدل دي، سګرټ څکول، ځینې درمل لکه د اومیدواري د مخنیوي درمل کوم چې د خولې له لارې اخستل کیږي، انتي بیوتیک، غیرې سټېرویډي د پړسوب ضد درمل، په ښاري چاپېریا کې اوسېدل دي.

تشخیص یې د هاضمې له کانال څخه د نسج په اخیستو، د هاضمې د کانال د پورته او لاندې برخې په اېنډوسکوپي کیږي. له دې پرته سي ټي سکېن، اېم ار ای، بیوپسي، د وینې او غایطه موادو په ازموینه یې هم تشخیص امکان لري. د ناروغي د جریان د مالومولو لپاره او د اغیزمنو نسجونو موندلو لپاره ممکن ډاکټر بیا ځلې د یادو ازموینو غوښتنه وکړي.

درملنه
– سټېرویډونه (په موقتي توګه)
– انتي بیوتیک (که چېرې عفونیت او ټپ موجود وي)
– د ایمني سیستم تنظیم کوونکي لکه ازاتیوپرین او ۶-اېم پي
– امینو سېلې سېلېټونه لکه ۵-اې اېس اې
– بیولوجیکي درملنه

که چېرې مو درملنه علایم کنټرول نه کړي نو ممکن جراحي ته اړتیا پیدا شي خو له دې پرته هم ۸۰ % ناروغان یوه نه یوه ورځ د ژوند په اوږدو کې جراحي ته اړتیا پیدا کوي. د جراحي ډولونه یې لاندې یاد شوي :

strictureplasty
bowel resection
ostomy
colectomy
proctocolectomy

خواړه
ګمان کیږي چې خواړه د کرون ناروغي نه پیدا کوي خو د ناروغ د علایمو په بېرته راګرځېدو کې رول لري. همداسې د خوړو رژیم کوم چې یو ناروغ باندې ښه لګیږي ممکن بل ناروغ باندې بد ولګیږي او اړینه ده چې تاسې په خپله داسې خواړه پیدا کړئ کوم چې په تاسې ښه لګیږي. د ډاکټرانو لخوا د فایبرو کمولو، د غوړو یا شحمو کمولو، د شیدو او له شیدو د جوړو شوو تولیداتو کمولو سپارښتنه کیږي او همداسې زیاتې اوبه څکل او د ویټامینونو او منرالونو خوړلو وړاندیز کوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons